په ننګرهار کې په دې وروستيو کې د وژنو، ترور او تښتونو کچه لوړه شوې او راپورونه په ډاګه کوي چې اکثرو کې یې يو شمېر ځايي زورور ښکېل دي، د دوی بانډونه د ګټو د ټکر په صورت کې په مقابله کښېوځي.

سرچينې وايي، د ننګرهار اته لويې کورنۍ په ټول ختيځ واک چلوي. دغه کورنۍ په ادارو کې مقررۍ کوي، د دولتي عوایدو غټه برخه شپیلوي او د ځمکو په غصب کې لاس لري.

د یادو اتو کورنیو ځينې کسان په پارلمان، ولايتي شورا او يا هم په دولت کې په لوړو پوستونو کار کوي، چې د خپل منځي شخړو ترڅنګ يې اوس د بديو په ترڅ کې عام وګړي وژل کېږي. د دوی هرې کورنۍ په ختیځو ولایتونو کې واړه مافيايي بانډونه ګمارلي دي.

تر لاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، يوازې په تېرو پنځو مياشتو کې په ننګرهار ښار کې تر ۱۰ ډېر کسان د چسپکي ماينونو په مټ هدف ګرځېدلي دي، چې ډېری يې د خپلمنځي شخړو او بديو ښکار بلل کېږي.

سرچينې وايي، په ننګرهار کې ځينې کورني د خپلو مافيايي ګټو د خوندي کولو په هدف داسې بانډونه تشکيل کړي، چې ترور، تښتونې او نورې مافيايي کړنې تر سره کوي، چې په ټس کې يې تر ټولو ډېر ولس زيان ويني.

يوه ځايي خبريال محور ته وويل، په ننګرهار کې وروستيو پېښو ته په کتو سره د ښار په منځ کې له چسپکي ماينونو زيات کار اخستل کېږي: (( د يوه چسپکي ماين قمېت تر ۳۰۰۰ کلدارې دی او دغه ډلې ټپلې خپلې ګټې د داسې څه په وسيله پاللی شي.

يوازې په تېرو دريو مياشتو کې د ننګرهار د پاسپورت د رييس په ګډون د هغه دوه زامن، د بهسودو ولسوالۍ جنايي امر، د لغمان محکمې قاضي، د ملي اردو افسر، د ولايتي شورا غړې انګېزه شينوارې په ننګرهار ښار کې د چسپکي ماينونو په وسيله په نښه شوي دي. د دغو افرادو ګټې چې د هر چا له لوري وننګول شي، په نښه کوي يې او يا يې هم وېره وي.))

دوی وايي، په ښکاره د دې ډول پېښو پړه وسله وال اورپکي په غاړه اخلي، خو اصلی عاميلين يې معلوم دي، چې څوک د څه لپاره څه کوي.

سرچينې وايي، د ننګرهار اته لويې کورنۍ په ټول ختيځ واک چلوي. دغه کورنۍ په ادارو کې مقررۍ کوي، په دولتي عوايدو کې خپله ونډه لري، د ځمکو په غصب کې پراخه لاس لري.

په ننګرهار کې تر ټولو پراخه مافيا د ځمکې هغه ده، چې د کانال په ګډون يې ډېرې نورې دولتي ځمکې هم ور خپلې کړې او لايې لړۍ روانه ده: ((راپورونه په ډاګه کوي، چې په ننګرهار کې ۷۰۰۰۰ جرېبه ځمکه غصب شوې ده.))

ځايي خبريالان وايي، د ننګرهار په دولتي ادارو کې عادي ټاکنه هم د همدې کسانو په خوښه او غوښتنه کېږي، په ټول ولايت ددې کورنيو جال خور دی.

د ولايتي شورا غړی ذبيح الله زمری وايي، کمزورې اداره د دې لامل شوې، چې په ننګرهار کې ناامنۍ او دغه ډول پېښې زياتې شي. دی وايي، د ننګرهار لپاره هېڅ داسې پلان په پام کې نه دی نيول شوی، چې د مافيا او ورانکارو جرړې دې غوڅې شي.

خو د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزی وايي، د ننګرهار ټولې ولسوالۍ امن شوې او هڅې روانې دي، چې امنيت يې نور هم کابو شي: ((يوازې دوې ولسوالۍ تر يوه بريده نارامه دي.))

ښاغلي عبدالزي هم اندېښنه وښوده، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار ښار کې د چسپکي ماينونو په وسيله ځينې کسان په نښه کېږي، خو وايي، والي امنيتي مسوولينو ته دنده سپارلې، چې مخه يې ونيسي.

ده د هغو بانډونو په اړه څه ونه ويل، چې ويل کېږي، په دغو پېښو کې لاس لري او په ختيځ واک چلوي.

9 thoughts on “محور ورځپاڼه: د ننګرهار اته کورنۍ په ټول ختيځ واک چلوي”
  1. وروڼو دا خبره معلومه ده چی اته کورنی (مافیایی ډلی) واک چلوی نو ولی یی نومونه نه اخلی دوی معلومداره خلک دی
    اول : حاجی صیب ظاهر ډله
    دوهم : مسلمیار صیب چی نماینده یی ورور یی چی نوی ولایتی شورا ته لاره پیدا کړی ده
    دریم: جاوید زمان چی دی خپل ټول کار د زرور جان چی یو کمونست سړی دی پوسیله کوی
    څلورم: حاجی حضرت علی چی زوی یی مشری کوی
    پنځم : خپله والی چی حزبیانو ته یی چوکی ورکړی او هم یی هډی فارم کی چی دولتی ځآی دی په خپل سر نمری خپلو حزبی کسانو ته ویشی
    شپږم: علم اسحق زی چی ټوپکسالار نه دی خو ګروپ کی شامل کس دی او خپل ډیر وروڼه او وراره ګان او نور خپلوان یی په مستوفیت، ګمرک او نورو عایداتی دفترونو کی شامل کړیدی
    نو وروڼو په رښتیا هم چی ننګرهار د همدی لیوو او خامارانو په لاسونو کی دی

  2. ورور جانه!
    داجه درد اوغم مووطني دي او مبارزه هم وطني ده.نو ددي عمل به مقابل كي اجتماعي مبارزه به كار ده كه جيري دا جرءت وكري او دا اته كورني معرفي كري بهتره به وي جه مؤنزهم درسره ددوي ظالمانو يه مقابل كي برخه وأخلو
    جنرال جبيب الله جلالزوي خوكياني دهالند خخه

  3. SAlamonah;
    Ve la hawle ve la quuvete illa biALLAH
    Mihver pannah che domra ma`lumat las ta rawirry; aya na shi kawaly daa 8 la`nati mafiyayi koreniy Khalgo t pa gotah kryy ya aqalen d maqtulino aw masdumino waraseh trena khpil qesas wakhli!
    Av ka laka d Carzai tzarenvali; aw molliy shoraa!! d ttolo ghatto mofsedino resvaii na kawi?.
    Ashraf Ghani saheb bayed majazat aw makafat wakrri. Haqq haqdara ta wispariy!Bas da nor,

  4. د الفت صاحب يو شعر دي
    ټیټ خلک به جیګ ګڼی دلته چی اوسیږی ته ناست که په جیګ ځای کی وي
    ١ حاجي حضرت علي
    ٢ مسلميار
    ٣ حاجي ظاهر او ورونه يي
    ٤ حاجي امان او وراره يي
    ٥ گل كريم سره د بانده يي
    ٦ فريدون مومند
    ٧ انجينر غفار او ورور يي
    ٨ حاجي دين محمد او زوي يي

  5. تر ټولو ستر خاین او منافق د ننګرهار ملا چی والی ویل ورته هم شرم دی ځکه چی اول د افسوس ځای دلته دی چی یو ملاامام ته یی د ولایت دوالی کیدو څه خو د فاسد حکومت چارواکی هم فاسد وی، په ټولو ستونزو، انتخاریانو، چاودونو کی د ولایت د والی څخه نیولی د واکیلانو پوری پکی شریک دی. دوی ننګرهار یوازی او یوازی د خپلو شمو اهدافو لپاره ناامنه کړی او یو بل سره پکی شریک دی او ددی ترڅنګ شرمیدلی ژورنالیستانو ته هم یوه انداز زهر په خولو کی اچوی ترڅو پټه خوله پاتی شی په داسی حال کی دید ویده ولس الله مل شی

  6. yewa khbara de, hagha da chi

    wali nanagraharian de har sa lapare hakumat te guri. lag ghairat di wakri, aw ma-kha-makh di war sare we jangizhi.

    so kalone wrandi laghman te re wan wom, per laari musapero weyel chi pe Jalalabad ki zorwakan peghli joni be izate kawi, aw hakumat his na kawi, no maa warte wayel chi hakumat kho khpale charsi dai aw narwaawi kawi. no daa khpale mong ki wali ghairat nashte chi de khapal saroono ne tersho aw haji zaher aw tebar ye aw nor sari ye pe daar we zrawoo.

    chi de angezai de mrini khbar mi wawred no qasam pe khoday chi pe zan mi lant wo waye, chi za khrij te raghlam aw watan mi prekhod. hagha janai maa lidali wa , bilkul de khpali lor pa shi rate khkarede. janatoone di nasib shi . shahide shweyewa khbara de, hagha da chi

    wali nanagraharian de har sa lapare hakumat te guri. lag ghairat di wakri, aw ma-kha-makh di war sare we jangizhi.

    so kalone wrandi laghman te re wan wom, per laari musapero weyel chi pe Jalalabad ki zorwakan peghli joni be izate kawi, aw hakumat his na kawi, no maa warte wayel chi hakumat kho khpale charsi dai aw narwaawi kawi. no daa khpale mong ki wali ghairat nashte chi de khapal saroono ne tersho aw haji zaher aw tebar ye aw nor sari ye pe daar we zrawoo.

    chi de angezai de mrini khbar mi wawred no qasam pe khoday chi pe zan mi lant wo waye, chi za khrij te raghlam aw watan mi prekhod. hagha janai maa lidali wa , bilkul de khpali lor pa shi rate khkarede. janatoone di nasib shi . shahide shwe. .

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Zrrlver S. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *