ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د اصلاحات او همپالنې ټيم ځکه د رايو تفتيش پروسه ننګوي، چې د اجرائيوی پوسټ او صلاحیتونو لیکلی تضمین واخلي. دا غوښتنه د جان کېري د ليک تر خپرېدو وروسته پېچلې شوې ده.

شنونکي وايي،د عبدالله عبدالله ټيم په نه موجوديت کې د رايو د څارنې د پروسې مشروعيت ته زيان نه رسېږي.

باوري سرچينې وايي، يو امريکايي پلاوی افغانستان ته را روان دی او د ولسمشرۍ کانديد عبدالله له همدې امله چې په راتلونکي حکومت کې يې ونډه تضمين شي، د رايو بیا ځلي شمېرنې څخه نټه کوي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مسوولين وايي، د رايو د تفتيش بهير د عبدالله عبدالله د ناظرينو له ګډون پرته پيل شوی او بيا به ونه ځنډول شي.

تر لاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د اصلاحات او همپالنې ټيم ځکه د رايو تفتيش پروسه ننګوي او ګډون پکې نه کوي، چې د اجرايو پوست لپاره بايد ورسره قرارداد لاسليک شي. همپالنې ټيم ته يوې نېږدې سرچينې محور ته ويلي، چې دغه ټيم غواړي د احمدضيا مسعود په څېر ورسره د اجرايوي پوست لاسليک وشي او د صلاحيتونو په اړه يې تضمين ورکړل شي.

د اصلاحات او همپالنې ټيم دا غوښتنه د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د ليک تر خپرېدو وروسته پېچلې شوې ده. جان کري ويلي و، اجرايوي رييس صلاحيتونه به هومره لوړ نه وي، لکه څومره چې د اصلاحات او همپالنې ټيم له لوري ليک شول.

شنونکي وايي، د اصلاحات او همپالنې ټيم کوم معيار نه دی او نه هم ددې پروسې مشروعيت ته کوم زيان رسولی شي. دوی وايي، نړيوال او کورني څارونکي، د ملګري ملتونو استازي حضور لري، نوماندانو هم ژمنه کړې، چې اصول به مني.

د چارو شنونکی او د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، د عبدالله عبدالله د ټيم نه ګډون د امتياز ګيرۍ او فشار راوړلو په هدف دی. ښاغلی لېوال زياتوي، دغه ټيم چې کوم سياسي امتيازات غواړي، هغه هم تر معقول حد د زياتو غوښتنه کوي، نو له همدې امله له پروسې نه د وتلو او فشار راوړلو لپاره بېلابېلې لارې لټوي.

باوري سرچينې وايي، يو امريکايي پلاوی هم په دې ورځو کې افغانستان ته را روان دی او د ولسمشرۍ کانديد عبدالله عبدالله له دې امله چې په راتلونکي حکومت کې ورته زياته ونډه ورکړل شي، د رايو د پلټنې او شمېرنې په بياځلي پروسه کې له ګډون تښتي. سرچينه وايي، له همدې امله يوځل بيا عبدالله عبدالله امريکايي لوری هڅوي، چې له ده ملاتړ وکړي.

شنونکي وايي، امريکايي پلاوی بايد په قاطعيت سره عمل وکړي او دغه سياسي پروسه کې تر خپلو ګټو د افغانستان ګټو ته لومړيتوب ورکړي.

د راپورونو له مخې، د لومړنيو پلټونو په ترڅ کې عبدالله ته جوته شوې، چې رايې يې خورا کمې دي او په هغه اندازه نه دي، چې د دواړو نوماندانو ترمنځ د ملي حکومت د جوړېدو او د واک د وېش پر سر خبرې شوې وې. د راپورونو له مخې، د رايو د تفتيش په بهير کې چې څومره رايې باطليږي، بيا هم د ډاکتر عبدالله عبدالله د رايو زياته برخه پکې وي، نو له همدې امله يې د رايو شمېر را ټيټيږي او هغوی له بهيره تېښته کوي.

د ټاکنو څارونکي وايي، په دې برخه کې له دې امله کله ناکله ستونزې را ولاړيږي، چې تخنيکي پروسه د سياسي هغه تابع ده او که چېرې سياسي پروسه د تخنيکي بهير تابع وای، له دومره ستونزو سره نه مخ کېده.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: د همپالنې ټيم په راتلونکي حکومت کې د ونډې تضمين غواړي”
  1. 204.08.04 .تبصره: محترمو دوستانو دليوال صاحب اوپه دي شان نوری ليکنی شايد ټولو وطنوالو لوستی وی نوراشی پدی هکله خپل قضاوت وکړی، چی دی مظلوم ولس سره دمقام اوشخصی ګټو لپاره څومره جفا کوی .لمړی: دوی دا فکر نه کوی چی د نویوارګانونو ميځ ته راتله څومره لوی اوغټ بار دولس په اوږو ږدی ،دوی دځان په غم کی دی ملت څه کوی.دوهم ايا دوی سره دافکر شته چی داټولی پيسی دکوم خيرات ورکونکی لخوا راغلی دی ،ورونو دوی سره دا فکر پخوا هم نوه او اوس خوبه بلکل نوی ځکه دوی خو د محترم احمدزی دپرګرام په چوکاټ کی با يد کار وکړی نوبيايي پر دوی څه، زما دټاکنو دکمسيون څخه دا هيله ده چی خپل هغه دنده چی دکمسيون دنوم څخه پيدا ده(خپلواک کمسيون) خپلواک توب دملت په وړاندی ثابت کړی.

  2. دغله سره دكخوري خوله نيول
    يو سري جا به كلي كي نه بريشوده واءي سلاح مي دخان كور كي كيزدي
    داجه دهم بالني تيم به راتلو نكي حكومت كي دوندي تضمين غواري نو ضرورت انتخاباتو ته خه وه،بل داجه دومره جنجالونه ولي منخ ته راورل
    ولي خانته شرم دروي دا موضوع كأني به ي مخكي طرحه كري وي جه د مقابل تيم له خوا ورته قانوني جواب ويل شوي وو
    بل داجه مقابل تيم موضع كيري واضح ده جه مشاركتي دولت نه غواري اونه ملت ته خان خجالت كي راولي ولي دوي بيا هم كوشش كوي جه دخبلو تيرو أعمالو جه دوي إنجام كري دمسونيت لاره بيدا كري
    دوي بايد بوه شي جه دنن او برون فرق بايد وشي داسي هم نه كيزي( جه وواءي تير به تيره راخي دنوي حساب وكرو نه )
    نه( حساب به كوو وروري تر منخه (.
    ملت به هيخ وخت اشرف غني ونه بخشي جه دملت حقه حقوقو جه دهر جا له خوا بايمال شوي وي بو شتنه ونه كري اشرف غني بايد ديو مدافع وكيل به توكه دملت تر خنكه ودريزي نه ديوه معامله كر به توكه
    دمثال به توكه:
    تاسي به خبله قضاؤت وكري جه ايا عطا دمزار والي جه دا بي حسابه داراءي ،أوبي حسابه جايدادونه،لاس ته راوري ددي حساب ورنه كري جه دا دكوم خايه او به خه شكل لاس ته راوري همداسي نور اشخاص ولو كه زما أويا داشرف غني ورور أويا به خبله أوسو .

  3. ګرانو لوستونکو! اسلام علیکم
    زه باید ووایم چی عبدالله دومره د ماتی تر تاثیر لاندی راغلی دی چی اوس خپله عبدالله او ټیم یی په اوتو او بوتو سر دی، پرون ما د بریالی ارسلایی خبری واوریدی ویل یی چی مونږ په پروسه کی ځکه ګډون نه کوو چی کمیسیونونه نامشروع دی، حکومت په کی لاس لری، او ان چی خارجی ناظرین او څارونکی یی په دی تورن کړ چی ټول اشرف غنی ته کار کوی، وایی چی یو څوک خپله غل او تقلب کاره وی په نورو داسی ګمان کوی نو ځکه دغه ټیم لکه لیونی سپی کله یو ته خوله واچوی او کله هم بل ته، خو خپله دوی دومره د ذهن کمزورتیا لری چی اوونی مخکی ددوی په ګټه خارجی متقلبین چی د همدی ټیم له خوا پروسی ته د غلو په شان داخل شوی وو ونیول شول او بیا دوی دا ټول تورونه په ډیر بی سترګی په نورو پوری کوی
    د همدی عبدالله له لاسه او قانون شکنی په وجهه دی هیواد ته څومره زیان او تاوان ورسیده حتی چی حکومت اعلان وکړ چی عایدات ۲۶ سلنه راټیټه شویده پانګه اچونه راکمه شویده او حتی پآنګه له داخله و بهر ته په تیښته ده نو دا ټول ددی جناب له لاسه، دی به خلکو ته ناری سوری وهلی چی ( از یک یک رای شما دفاع میکنم خود را فدا میکنم) چی دا ټول درواغ وو او اوس ټولو ته په ثبوت ورسیده چی د خپل ځان په غم کی وو چی کومه چوکی برخی ته ورسیږی. نو زما غیرتی ولسه! ځار موشم نور په دغو غلو، چپاولګرو، خاینینو، غاصبینو، داړه مارانو او قاتلینو اعتبار مه کوی کوښښ وکړی چی یو ولسی او د کلک نظام حکومت جوړ شی او تاسو د هغی ملاتړ وکړی

  4. هر سړی تر خپل مطلبه پوری یار ده په خدای قسم نه څوک ملت غواړی اونه څوک وطن او نه څوک دوطن خلک

    افسوس په خلکو وغولیدل او نوره هم غولیږی څان ته او خپلو او لادو ته قبر کیندی

    پښتون-هزاره-اوزبک -تاجک دادوطن دتباهی پلانونه لری مرګ پر دوی

    راڅی په ګډه ترکمن تشویق کړو ډیر حلیم او با احساسه قوم ده مطلب پکی نشته ددوی له منڅه یو بیسواده زعیم خپل مشر وټاکو شپه او ورڅ به مو ښه شی باسواده شخص هم ونه ټاکو څکه ډیر ژر به خپل دریڅ بدل کړی زه پښتون یم خو دخپل قوم نه کرکه لرم داڅه دی چه په موږ تریږی انسانی کرامت ختم شو نور خو پریږده .

  5. اصلی خبره د څوکۍ ده . دا د همجنس ګرایانو ټیم خو په څوکۍ پسی مړ دی او حاضر دی د هر هغه چا نوکری وکړی چی دوی ته یو څو څوکۍ ورکړی. اوس ملت او ولس ته معلومه شوه چی نه انتخابات مهم وو او نه درغلی فقط د خپلو شومو اهدافو عملی کولو لپاره ټول ملت که تباه هم شی دوی ته فرق نه کوی.
    د یونس قانونی د کورنۍ واده که په لندن کی کیږی او هلته مست غربی ډانسونه ورته کوی ، دوی د ملت څه پروا لری. د دغو بدمرغو عوامفریبو خلکو اصلی څهری باید رسوا شی.

  6. د کوچنی اختر په ورځو کی د یو دوست د لیدو لپاره چی تازه له لندن نه راغلی وو ، د لیدو لپاره ورغلی وم. هغه د لندن د ژوند او همداراز زمونږ د هیواد خرڅوونکو قوماندانانو په باب خبری وکړی او ویی ویل چی قوماندان حضرت علی چی د ننګر هار ولایت اوسیدونکی دی یواځی د خپل زوی په نوم چی اوس په لندن کی د تحصیل لپاره میشت دی تر یو میلیونو پونډو زیاتی پیسی د هغه حساب ته انتقال کړیدی. نو اوس تاسو قضاوت وکړی چی دوی به نور خپل هیواد ته د خدمت مصدرشی؟

  7. ګرانو لوستونکو! اسلام علیکم و رحمه الله
    زه باید ووایم چی عبدالله دومره د ماتی تر تاثیر لاندی راغلی دی چی اوس خپله عبدالله او ټیم یی په اوتو او بوتو سر دی، پرون ما د بریالی ارسلایی خبری واوریدی ویل یی چی مونږ په پروسه کی ځکه ګډون نه کوو چی کمیسیونونه نامشروع دی، حکومت په کی لاس لری، او ان چی خارجی ناظرین او څارونکی یی په دی تورن کړ چی ټول اشرف غنی ته کار کوی، وایی چی یو څوک خپله غل او تقلب کاره وی په نورو داسی ګمان کوی نو ځکه دغه ټیم لکه لیونی سپی کله یو ته خوله واچوی او کله هم بل ته، خو خپله دوی دومره د ذهن کمزورتیا لری چی اوونی مخکی ددوی په ګټه خارجی متقلبین چی د همدی ټیم له خوا پروسی ته د غلو په شان داخل شوی وو ونیول شول او بیا دوی دا ټول تورونه په ډیر بی سترګی په نورو پوری کوی
    د همدی عبدالله له لاسه او قانون شکنی په وجهه دی هیواد ته څومره زیان او تاوان ورسیده حتی چی حکومت اعلان وکړ چی عایدات ۲۶ سلنه راټیټه شویده پانګه اچونه راکمه شویده او حتی پآنګه له داخله و بهر ته په تیښته ده نو دا ټول ددی جناب له لاسه، دی به خلکو ته ناری سوری وهلی چی ( از یک یک رای شما دفاع میکنم خود را فدا میکنم) چی دا ټول درواغ وو او اوس ټولو ته په ثبوت ورسیده چی د خپل ځان په غم کی وو چی کومه چوکی برخی ته ورسیږی. نو زما غیرتی ولسه! ځار موشم نور په دغو غلو، چپاولګرو، خاینینو، غاصبینو، داړه مارانو او قاتلینو اعتبار مه کوی کوښښ وکړی چی یو ولسی او د کلک نظام حکومت جوړ شی او تاسو د هغی ملاتړ وکړی

ځواب ورکول كل مر جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *