د عبدالله د خبرو غټ ټکي: بې له کوم شکه د انتخاباتو ګټونکي یوو بې له شکه یوه ورځ تقلبي حکومت ته د واک اجازه نه ورکوو د افغانستاهن د خلکو په رایو به حکومت رامنځته کېږي فشار، تهدید به ونه مني افغانانو ته ډاد ورکوي چې د دوی د رایو دفاع به کوي خلک له موږ غواړي چې ژر به خپل حکومت اعلان کړو

 د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ډلې څلور مشهور غړي‌ د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح، د بلخ والي‌ عطامحمد نور، ولي‌ مسعود، بسم الله محمدي او حاجي‌ محمد محقق د ولسمشرۍ دویم نوماند عبدالله عبدالله له خپل رقیب او اوسني حکومت سره خونړۍ مقابلې ته هڅوي.

معلومات په ډاګه کوي چې د همپالنې د ټيم د رهبرۍ شورا غړو په وروستۍ ناسته کې د عبدالله عبدالله دريځ نرم و، خو یادو کسانو نوموړی مجبوره کړی، چې د موازي حکومت اعلان وکړي او هم د وړمې شپې په غونډه کې د مقابلې لپاره د سربازګیرۍ غږ پورته شوی دی.

صلاح الدین رباني، محمود کرزی، زلمی رسول او عالمي‌ بلخي هغه کسان دي، چې راپورونه وايي، د خونړۍ مقابلې اجنډا له همپالنې ټیم سره نه بدرګه کوي او د لویې جرګې په تالار کې د عبدالله څرګندونو زهیر کړي دي.

د انتخاباتو کميسیون له خوا د ابتدايي پایلو له اعلان وروسته وړمه شپه په کابل کې د همپالنې ټیم مشهور غړي سره راټول شوي و، چې د خپل غبرګون لپاره اجندا غوره کړي، ددغه ډلې څلور مشهورو کسانو چې دوه یې له ایران سره په ‌پټو اړیکو هم تورن دي، عبدالله عبدالله یې اړویست چې موازي ‌حکومت اعلان کړي او کابینه وټاکي. راپورونه وايي، چې د ځینو بهرنیو فشارونو په ترڅ کې عبدالله د کابینې له اعلان څخه په وروستیو شېبو کې ډډه وکړه.

عطامحمدنور او محمد محقق په لومړي ځل هم په عبدالله عبدالله فشار راوړی و، چې دویم دور ټاکنو ته لاړنشي او خپل بری اعلان کړي، خو له سیاف او زلمي رسول سره د ایتلاف په پایله کې عبدالله غوره وګڼله چې دویم دور ټاکنو ته لاړشي.

یادې څلورکسیزې ډلې ويلي، چې په ځينو ولایتونو کې له خپل نفوذ څخه استفاده کوي، حکومتي اوامرو ته غاړه نږدي او ورسره به په ځينو ولایتونو لکه هرات، بلخ، تخار، بامیان، او پروان کې لاریونونو ته زور ورکړي.

بل لور ته د وړمې شپې په غونډه کې د خونړي اقدام د اجنډا پروړاندې د جمیعت ګوند مشر صلاح الدین رباني، محمود کرزي، زلمي رسول او عالمي بلخي مخالفت کړی دی. دوی غواړي جوړجاړي ته لاره هواره شي او په یو نسبي ډول د اشرف غني په حکومت کې د ولسمشر کرزي‌ په منځګړيتوب سره مشارکت ته غاړه کېږدي.

د همپالنې ټيم یوه سرچينه وايي، عبدالله او پلویان یې په زلمي رسول، محمود کرزي او نور ملګري یې شکمن دي چې له ارګ سره اړیکې لري او ښايي په وروستیو شېبو کې د همپالنې کمپ ته شا کړي.

سرچینه زیاتوي چې په همپالنه ټيم کې دا ډول شکونه سبب شوي چې د شمالي ټلوالې د ځينو اعتباري مشرانو ترمنځ په غونډو کې د همپالنې ټيم نور منځلاري مشران خبر نکړل شي او مقابل لوري هم ځينې وخت دا ډول غونډې  بایکاټ کړې دي.

له بل لوري‌ د امنيتي اورګانونو د مشرانو د بې طرفۍ په اړه هم شکونه زیات شوي دي، د دوی تر ټولو مخکښ یې د دفاع وزیر بسم الله محمدي ‌دی، چې تر خپل کار ځای زیات د همپالنې ټيم په انتخاباتي کمپ کې اوسېږي او په هغه پریکړه کې یې غښتلی رول درلود چې پرون د موازي حکومت په عنوان د عبدالله عبدالله له لوري‌اعلان شو.

سرچينې وايي د پولیسو ځینې قوماندانان او نور امنيتي چارواکي هم د همپالنې ټيم د تېرې ورځې په پریکړه کې ښکېل وو، چې له مخې یې عبدالله عبدالله په ناقانونه توګه ځان ګټونکی اعلان کړ.

سیاسي شنونکي وايي، د تشنج د یوې ډلې په توګه د همپالنې له وروستي دريخ څخه د حکومتي لوړپوړو امنيتي چارواکو ملاتړ افغانستان بحران ته بېولی شي.

دوی په ولسمشر کرزي نیوکه کوي، چې باید عملاً‌ خپل دريځ په ډاګه کړي او د ملک د لومړي سړي په توګه امنيتي چارواکي په انتخاباتي لانجو کې له مداخلې کنټرول کړي.

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: د همپالنې یوه مضلع عبدالله بېلتون غوښتنې ته هڅوي”
  1. دتاند دویب سایډ چلونکی نه یوه دنیا مننه ! خو خبره دلته ده دغه پلیت مشاورین دعبدالله بله لاره نلری ددوی خلاصون لاره یوازی یوازی ګډوډی او تشنج جوړول دی او ددوی بقا پکی ده که لږ شانته ګډودددددددددددددددددددددددددددددی شوه بیا به ارمان کوی وخت به تیر وی

  2. لا لا کرزی مو دومره بی صلاحیته او بیکاره سړی ده چې یوه ورځ يې د کابل د امنيي قومندان له کاره لرې کړ خو سبا هغه بیرته خپلې وظیفې ته راِغې او لګه همیش سوی تفاهم وو. د همدی کرزي د لاسه دي چي همدا څه په کابل کې تیریږي. یو خرکوس او بیسواده سړی لکه عبدالله یوه ورځ پښتنو ته ګوسفند وايي او دا خړ سترګې کرزی ورته خوله هم و نه خوروله. اوس همدومره پاتې چې د کرزي په کونه ډولک ووهي. خدای دې ده ته انصاف ورکړي

  3. دا موضوع نني موضوع نه ده دا موضوع يو ستراتيزيكي بلان دجميعت او شمالي تلوالي وو هغو به زورو ،اوكه به رضا ،اوكه به زرو بايد دا دري أمنيتي اوركانونه ( وزارت دفاع ،وزارت داخله ،أمنيت دولتي ) بايد دلاسه ور نه كري بايد د دوي طرفداران به تولو تشكيلاتو كي خاي به خاي كري خه جه غوشتل هغه ي وكره همدا ده جه نن عبدالله جك ،جك ،زغيزي خكه دري واره أمنيتي قواوي د دوي تر قوماندي لأندي دي دمثال به توكه.
    ١- أمرالله صالح وكرلي شو جه دامنيت دولتي تول تشكيلات به بنجشيرانو او يا دجميعت به غرو به بشو ودروي
    ٢- بسم ا لله خان دوزارت دفاع خخه وزارت داخله ته راغله هغه هم دامر الله صالح به شكل تول وزارت داخله به بنجشيرانو او جميعت دك كره بالخاصه لوربوري جوكي
    ٣- كله جه بسم ا لله خان دا وظيفه تر سره كره بياي دوباره وكيلان به دا لرؤ واخيست تر خو بسم ا لله وزارت دفاع ته ور رسوي داكار ي هم ووكر كه زه دروغ وايم ظاهر قدير دي به واقيعتو ستركي نه بتوي جه دبسم الله خان به تاكنه كي دشبي له خوا شمالي تلوالي به بوجي كي دالر نه وه دروري او تا مسترد او قبول كري نه وه
    نو خبره داده بورتني ليكونكي دكرزي خخه هيله كري جه أمنيتي اوركانونه بري نه زدي جه مداخله وكري كرزي هغه وخت شه بو هيده د دي عمل مخه ونه نيوله آو يا داجه دي هم دي بلان كي شريك وه اوس اوبه دور خه تيري دي جه كرزي كوم أقدام وكري٤
    ٤- احتمال لري جه كرزي داكار قصدا كري وي جه كدودي بيدا شي أودّ كدودي به استفاده خو كاله نور خبله دوره أوز ده كري
    ٥ بياهمو طناً نو نو ته اطمئنان وركوم تر خو جه أمريكا او ناتو به أفغانستان كي موجوده وي عبدالله هيخ نه شي كولي صرف دخبلو ملكرو دناكامي تسليت دباره به داسي بي شرما نه أقداما تو لاس بوري كري تر خو اشرف غني اودهغه بياوري تيم به داخلي او خارجي فشارو مجبور كري عبدالله ته به حكومت كي يو خه برخه وركري
    دي ته واي سياسي غله او سياسي غلا دكرزي دولت خخه اومحترم كرزي صاحب صرف داجه ريس جمهور دي به دي كلمه خوشحاله او ملت ي دبد بختي سره مخامخ كر

  4. ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح، د بلخ والي‌ عطامحمد نور، ولي‌ مسعود، بسم الله محمدي او حاجي‌ محمد محقق

    This will be the end of their, so called, political careers. They exposed their true faces to the people of Afghanistan. Now the people know who they are. The brave people of Afghanistan will not leave the country fill in the hands of a few gangsters.

  5. زه فکرکوم چه دموازی حکومت جوړول به دافغانستان خصوصا دعبدالله د پلویانو په زیان وی که کچیرطالبان دد موقعی څخه استفاړه وکړی او حکومت هم هغه ته اجازه ورکړی په دوهمه ورځ به دجنرال صاحب عطا په کورکی وی نو شه داده چه عبدالله قانون ومنی او دقانون په چوکات کی خپلی غو ښتنی مطرح کړی

  6. ټولو کندهاريانو ته ډاډ ورکوم هغه پنځه کسه غله ، ټيکه داران چي د کندهار په نامه يې ٣٠ کاله د قوم په نوم ټيکې وهلې د مجاهد په نوم يې شخصي ګټي کولې، اوس هغه وخت تېر دئ اوس دغه کسان پر کندهاريانو نور مشرتوب هم نسي کولاى
    دلته هر کندهارى مجاهد دئ پلرونه يې مجاهدين وه.
    کندهار يوازي نه د ملانقيب دئ، نه ده کليم الله خان دئ، نه د محمود کرزي دئ، نه د ګل اغا شېرزي دئ، نه د حشمت کرزي دئ، نه د حريف خان نورزي دئ، نه د حاجي اغا لالي دستګيري دئ او نه هم د بل چا د پلار ! ! کندهار د ټولو کندهاريانو دئ
    I just wanted to share this phrase delivered by the chief of police department in Kandahar after one of the so called mujahidin leader(warlord) asked his followers to be ready in case double Abdullah loose election.

ځواب ورکول Fida ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *