له محلي خبریالانو سره د مرکو په مرسته یوې سروې موندلې، چې تقریباً په ټولو ولایتونو کې د والیانو د سرپرستۍ له کبله حکومتي چارې په ټپه ولاړې دي. سرپرست والیان نه یوازې چې صلاحیتونه نه لري، یو زیات تعداد یې چې د شخصي شرکتونو او کمپنیو مالکان دي پخپلو تجارتونو او شخصي کاروبار بوخت دي، له مراجعینو سره یې اړیکي قطع شوې دي.

د نوي حکومت له پیل پنځه میاشتې تېرېږي، یوازې د حکومت دریمه برخه تکمیل شوې ده. د کابینې یوه لویه برخه وزیران لا هم پارلمان ته ندي معرفي شوي، خو والیان هغه ځواک دی چې د ولسي جرګې رایو اخستو ته هم ضرورت نه لري او نه کوم بل داسې مانع شته چې د تقرر مخه نیسي.

والیان له ولس سره د روابطو لومړني چېنلونه دي، خو اوس له ارګ پرته په نور افغانستان کې حکومت له مناسب حاکمیته ځان غورځولی دی.

حکومت ته نږدې سرچینې وایي، چې د عبدالله او ډاکتر غني ترمنځ پدې برخه کې په اوایلو کې بحثونه تاوده ول چې زر تر زره والیان معرفي کړي، خو له جدي مخالفتونو وروسته چې دا پروسه ځنډېدلې لا نه معلومېږي، چې والیان به کله معرفي کېږي.

یوه سرچینه وایي، چې افغان ولسمشر د لوړ پوړو دولتي مقرریو پر ځای ډېر تمرکز د سولې په پروسه کوي او پدې برخه کې له امریکا او پاکستان سره په جدي خبرو بوخت دی.

له بلې خوا د دواړو انتخاباتي ټیمونو زیاتره هغه غړي چې په دویمه او دریمه کټه ګورۍ کې راځي هغوی ته د ولایتونو وعدې ورکړل شوې دي، نو په همدې اساس دواړه لوري جرئت نشي کولای چې زر تر زره د هغوی په منځ کې انتخاب وکړي او د خپلې خوښې کسان ولایتونو ته واستوي.

شنونکي وایي، که پدې ډول پروسه روانه وي ښایي حکومت د ولایاتو په کچه تر ډېره وخته په ټپه ولاړ حالت ته دوام ورکړي.

د میدان وردګو پخواني والي حلیم فدایي له محور سره په مرکه کې وویل، چې که محلي حکومت نور هم په سرپرستۍ کې وساتل شي، نو په مرکزي حکومتولۍ به هم منفي اغېز پریباسي: ((استخدام نه کېږي، د لویو پروژو کارونه بند دي، سرپرست والیان اجرایوي صلاحیت نه لري، د خپلې راتلونکې په اړه په اندېښنه کې دي او له امنیتي لحاظه هم د اندېښنې خبره ده، ځکه پسرلی را روان دی.))

ښاغلی فدایي زیاتوي، چې د والیانو د تقرر پروسه هم سولې ته انتظار ده او افغان حکومت ویلي چې سوله یې تر نورو ټولو برخو لومړیتوب دی.

د محور خبریال په ولایتونو کې له خبریالانو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې تقریباً په ټولو ولایاتو کې خلک د محلي حکومتولۍ له سرپرستۍ شکایت لري، ګڼ شمېر مراجعین په ورځو ورځو یو عادي لاسلیک ته انتظار وباسي او د خبریالانو په وینا، له دې کبله چې والیان نه وي، نو قاضیان، ولسوالان او څارنوالان هم خپلو دفترونو ته کم حاضرېږي او دې حالت د خلکو ستونزې خورا زیاتې کړې دي.

په ننګرهار کې ازاد خبریال مروت درد محور ته وویل، د لویو پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي او په محلي ادارو کې د سرپرستۍ له وجې د مراجعینو کارونه په میاشتو ځنډېږي: ((هر سهار د ګڼو دولتي ادارو په دروازو کې مراجعین لیدل کېږي، دوی د یو لاسلیک لپاره اونۍ، اونۍ په قطارونو کې ولاړ وي. ورځ تر بلې د خلکو ناهیلي زیاتېږي.))

په خوست کې ازاد خبریال رحیم ګل نایل هم وایي، چې د دولتي ادارو کارونه په ټپه ولاړ دي او چارواکي هم پخپله وخت دندو ته نه حاضرېږي: ((دې حالت په اقتصادي، امنیتي او اداري کارونو ناوړه اغېزه کړې. ګڼ ځوانان شته چې مقررۍ یې شوې دي، خو د سرپرستۍ له وجې دندو ته نشي حاضرېدی.))

6 thoughts on “محور ورځپاڼه: د والیانو د نشتوالي له وجې د ارګ او ولس اړیکي قطع شوي”
  1. داخبره سمه ده چې په دولتي ادارو کې چارې په ټپه ولاړې دي ، زه د ډیرو لامل دولسمشر غني ناسمه پریکړه چې ټول والیان يې سرپرستان کړل ګڼم،که دا دسرپرستۍ پروسه لاپسې ورغځیږي او جریان ومومي نو ممکنه ده چې چارې دسمون پرځای د بدۍ په لورې لاړې شي، نور ولایتونه په خپل ځای خو د خوست په برخه کې ویلی شم چې دلته ټولې چارې او ددولتي ادارو فعالیتونه په ډیر ښه شکل سره روان دي، په مجموع کې داسې څوک نه شي ویلی چې ددوی کوم عادي کار دې هم په کومه دولتي ادا ره کې هغه ستاسو په اصطلاح په ورځو،ورځو ځنډیدلی وي.
    دلته اوس هم په هره برخه کې په ډیرې چتکۍ او ولسي غوښتنو ته په پام سره دپنځه کلن ستراتېژیک انکشافي پلان له مخې ټولګټې پروژې پلې دبېلابېلو ریاستونو په په چوکاټ کې ترسره کیږي، ویلی شم چې په دې سروې کې دخوست په برخه کې وړاندې شوی نظر د نظر دخاوند نظر دی.

  2. عجیبه سر وې ده، یاخو د دیرو هوښیارانو نه پوښتنې شوي او یا هم د دیرو کم عقلو ،رحیم ګل نایل پېژنم ،زه ده ته حیران یم چې دا زه په هوښيارانوکې وشمارم او که په ….. دې دا خو ټوله ورځ په خوست کې ددولتي ادارو کارونو ویني چې په څومره زیار سره ولس ته خدمات وړاندې کوي، بیاهم ده ویلي چې په خوست کې دولتي ادارې په ټپه ولاړې دي، نه هیڅ کله نه،دلته ټولې ادارې او ولسوالۍ فعالې او دخلکو په خدمت کې ،بیارغونه ښه په درز کې روانه او دښې همغږۍ په پایله کې يې امنیت ډاډ من. دلیکواله! زموږ غوشتنه ده چې په شوې سروې دې دخوست په برخه کې بیا غور وشي او دداسې یو چاڅخه دې وپوښتل شي چې دچارو په ولاړ والي او روان والي خبر وي .

    1. دعبدالله ورور دخبرو په تایید وایم ، چې په خوست کې ډیر کار شوی ،جریان لري،ادارې فعالی دي ،خلک په دې برخه کې دهیڅ راز ستونزې سره نه دی مخ، امید دی چې دا ډول خبرونه چې عامه ذهنیت خرابه وي ،د ولس او دولت ترمنځ واټن راپيدا کوي خپاره نه شي ، له ویب پاڼو مسؤلنیو مې هم هیله ده چې د ولسي باور ساتلو او خپلو لپاره له تولو پارؤنکو موضوعاتو چې خلک په دولت بې باوره کوي، او ددښمن دپياوړتیا سبب کیږي خپاره نه کړي.

  3. دلیکوال نظر ته په پوره درناوي، دابه له حقیقت لرې نه وي چې دملي وحدت حکومت په رامنځته کیدو سره به په اداروکې چارې یو څه کم رنګه شوې وي،خو دابه هم سمه او پرځای خبره نه وي چې د ټولو ولایتونو په دولتي اداروکې چارې په ټپه ولاړې او یا کم رنګې شوې وي، خوست چې یو سرحدي ولایت دی، دلته دټولو ادارو چارې همغه دپخوا پشان په نور مال ډول روانې دي،موږ هره ورځو وینو او ګورو چې په خوست کې دتل په څیر دهمغږۍ غونډې کیږي، امنیتي حالت يې جغرافیه وي موقعیت ته په کتو د ولایتي ادارې په هلوځلو او تلاشونو سره ترنورو څو چنده بهتر دی، دبیارغونې په برخه کې شوي او روان کارونه خو يې دهېواد په کچه بې ساري دي، یوازې د روان ۱۳۹۳ کال د دلوې میاشتې په وروستۍ اونۍ کې په خوست کې دولایتي اداري په هڅو او تلاشونو سره د ۱۲ لویو سربندونو او استنادي دیوالونو دجوړیدو چارې د سیمه ییزې ادارې دمشرتابه ښاغلي عبدالجبار نعیمي لخوا دبنسټ ډبرې په کېښودلو سره پیل شوې.چې دیادو پروژو په تطبیق سره به د۱۰ زرو کورنۍ په دې برخه کې شته ستونزې حل او ددوی ۳۰ زره جریبه ځمکه به په منظم ډول خړوبه شي، دهغو معلوماتو او راپورونو په اساس چې دخوست ولایتي ادارې لخوا په ټولییزو رسنیو کې راغلي په دې وروستیو کې به د ورته نورو ګڼ شمېر ټولګټو بیارغنیزو پروژو چارې هم پيل شي، که په خوست کې سره ددې دومره کارونو بیاهم په ټپه ولاړو چارو نوم ورکوو،دابه دخوست د ادارې او ولس سره ظلم وي. له لیکوالانو او رسنیو مسؤلینو مې هیله ده چې دداسې موضوعاتو له خپرولو چې ولس زړه ماتی کوي او ددولت او ولس ترمنځ واټن راپیدا کوي خپاره نه کړي، دا یوه سروې ده باور هم نه شي کیدلی چې ترکومه به سمه او یا ناسمه وي، خو په هر حال دا کړنې دښمن ته دلازیاتو شومو فعالیتونو زمینه برابروي .

  4. دخوست اداره رښتیا ده چې دیره فعاله ده ، زه ددې سروې سره بېخې مخالف یم ، او بله دا سروې به دچارو دسمون په موخه شوې وې ، که دسروې پرمهال دسیمه ییزو ادارو نه هم پوښتنه شوی وی چې ستاسو په اداره خلک او عام ولس نیوکه کوي چې جارې يې په ټپه ولاړې دي ، نو ډیره به ځکه ښه وه چې یو نظر به ددوی نه هم حاصل شوی وی ، او خلکو ته به دیر معلومات رسیدلې وی ، له بده بخته په ځینو ادارو او ولایاتوکې به چارې ټکنی وي ، خو خوست کې اونۍ وړاندې هم د۱۱۰ ملیونو افغانیو په ارزښت د اوبو او برېشنا وزرات په جوکاټ کې د نړیوال بان کي مالي لګښت د۱۲ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې ، ټولې ادارې دنورو وروڼو دخبرو په تائید فعالي دي ،خلک په ډیره اسانۍ سره کولی شي چې پرته له ځنډ په دولتي اداروکې خپلې چارې حل او خلاصي کړي، زه دا ټول دخوست دسیمه ییزې ادارې دمشرتابه ښاغلي عبدالجبار نعیمي غوره رهبري ګڼم ، دخوست څخه دا ډول نظر داد خوست میشتو ولسونو سره زړ سوی نه بلکې دښمني ګڼم . که دسروې په دې برخه کې زما پوښتنه شوی وي ، نو دثبوت سره به مې ورته د تولو ادارو فعالیتونه ښودلی وي ، کنه يې منئ ،نو په خوست کې چې کومه دولتي اداره ښايي ووایه چې کار يې په ټپه ولاړ دی ، ؟

  5. د سروې واله هم عجیب خلک دي ،نایل چې داسې مهم سړی پرته تنهوا به يې په سولې پيغام کې کار نه کولی ،تاسو هم لاړی ،لاړی او دده نه مو پوښتنه وکړه ، دیو سم سړی نه خوبه مو پوښتنه کړی وی ، چې یو څوک خو وی ، خیر دی نوم به مو ورته نه خپرولو ، دخوست نوم چې په دې وروستیو کې په هراړخیز ډول ښه شوی ،پرمختګ امنیت ،ښه رهبرې او ….. نور ولې يې دیو داسې سړی په خوله چې تیز ته يې خلک نه خاندي خرابوئ ، الله دې تاسو ته انصاف درکړي

ځواب ورکول اسد الله تڼی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *