سرچینه وایي، ولسمشر غني او اجرائیوي رییس په ګډه اعلان شوې کابینې ته د کمپاین هوکړه کړې او احتمالاً ولسي جرګه ټولو ته د باور رایه ورکړي. په انتخاباتي کمپاینونو کې د ولسي جرګې نیمو غړو د اشرف غني ملاتړ کاوه او نیمو د عبدالله عبدالله.

د اکثریت وزارتونو لپاره نوماند وزیران د خپل مسلک خلاف ټاکل شوي دي. دا د کابینې په جوړښت کې د تخصص او مسلک معیار تر پوښتنې لاندې راولي.

ولسمشر غني وایي، په هرو شپږو میاشتو کې به وزیران ملي شورا ته راپور ورکوي، دا په وزیرانو د ملي شورا لخوا د فشار د یوې وسیلې په توګه هم استفاده کېدای شي.

تر څه باندې دریو میاشتو جنجالونو وروسته پرون د نوي حکومت کابینه اعلان شوه. هغه کابینه چې د انتخاباتي کمپاینونو د وعدو، قومي سهیمو او کېنګ میکرانو د برخې ځایولو څه باندې درې میاشتې وځنډوله.

اوس نو نوبت د ولسي جرګې دی، چې دې کابینې ته په کوم معیار د باور رایه ورکوي؟ حکومت ته نږدې یوې سرچینې محور ته ویلي، د کابینې په جوړولو کې ځنډ او نوماند وزیرانو ته د ګډ کمپاین په اړه ولسمشر غني او اجراییوي ریس سازش کړی دی: ((ولسي جرګه په انتخاباتي کمپاینونو کې په دوه برخو تقسیم شوه، نیمې د ولسمشر غني پلوي کوله او نیمې د عبدالله عبدالله.))

د سیاسي چارو شنونکی محمد بشیر هاتف هم په ولسي جرګه کې د دواړو نفوذ ته په اشارې تائیدوي چې احتمالاً ولسي جرګه ټولو نوماندو وزیرانو ته د باور رایه ورکړي: ((سل په سلو کې شرایط هغسې برابر ندي چې معامله به نه کېږي، خو د پخوا خلاف به په اکثریت ډول ممکن نه وي.))

په اعلان شوې کابینې یو انتقاد دادی چې نوماند وزیران هم د خپل مسلک او تخصص په اساس ندي پېژندل شوي، محمود صیقل ډیپلومات دی، خو برېښنا وزارت ته پېژندل شوی، صلاح الدین رباني هېڅ ډیپلوماتیکه سابقه نه لري، خو بهرنیو چارو وزارت ته انتخاب شوی، سید عالمي بلخي دیني زده کړې کړې دي، خو کډوالو چارو وزارت ته معرفي شوی، سردار محمد رحيمي د خصوصي پوهنتون استاد دی سوداګرۍ وزارت ته انتخاب شوی، فیض الله ذکي ترانسپورت وزارت ته انتخاب شوی، پدې برخه کې هېڅ کاري سابقه نه لري، برنا کریمي او سردار محمد اوغلي هم همداسې. فیض الله کاکړ د طب ډاکتر دی، خو د نشه یي توکو پرضد د مبارزې وزارت لپاره انتخاب شوی دی. که د نوماند وزیرانو زده کړو ته په کتو وارزول شي، نو د نوي حکومت کابینه ایله څلور فیصده مسلکي ده.

مسلکي تړاونو ته په ناپامۍ سربېره بله موضوع د کم لوستو او کاملاً شخصي رابطو پر بنیاد د ځینو کاندیدانو په هکله د سیاسي متعلقینو ټینګار یې نور هم د حکومت مسلکي ایندې ته زیان اړوي.

د اجرائیه ریاست له لوري د اکثره بې مسلکه او کم لوستو کسانو معرفي کول به د ولسمشر غني له لوري د کابینې رهبري کول هم له یو لړ جدي ستونزو سره مخ کړي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی ببرک شینواری تائیدوي چې اکثریت نوماندان بې مسلکه او کم لوستي دي: ((ولس دومره تنګ شوی چې له روان حالته د وتو لپاره به له ولسي جرګې د همدغه بې مسلکه کابینې د تائیدولو غوښتنه هم وکړي. په بعدي اقدام کې دې هر څومره زر چې کېږي مسلکي او متخصص والیان او ولسوالان وټاکل شي چې په لرو پرتو سیمو دغه بېغورۍ حکومتدارۍ ته جدي تاوان اړولی دی.))

په ورته وخت کې ښاغلی شینواری د ولسمشر هغه حکم له وخته مخکې بولي چې په اساس به یې وزیران په هرو شپږو میاشتو کې ملي شورا ته راپور ورکوي.

د نوموړي په وینا، دا به د وکیلانو لپاره په وزیرانو د فشار یوه قانوني وسیله وي او ولسي جرګه به د خپلو غیر قانوني غوښتنو لپاره په اسانه له همدې لارې کار واخلي.

په اروپا کې د ښې حکومتدارۍ په خاطر وزیر په هرو دریو یا شپږو میاشتو کې پارلمانونو ته کاري راپور ورکوي، خو دا حکم به هله په افغانستان کې خورا اغېزمن وي، چې له وړاندې د حکومتدارۍ سیستم له سره ارزول شوی وای.

9 thoughts on “محور ورځپاڼه: د وزیرانو زده کړو ته په کتو یوازې۴٪ مسلکي کابینه ګڼلای شو”
  1. دا ټول هغه نه کاره او بی تجربی کسان دی چی همدغو دوو سوداګرو ته یی د کمپاین په وخت کی پراخ

    کمپاینونه کوړیوو او د همدغه فسټونو وعدی ورسره شوی وی هو ډیر ښه وشول ځکه چی دا بی ضمیره

    خلکو یو خارجی یخود ته د متفکر لقب ورکړی وو چی د متفکر کړنی مو ولیدی چی د ولس سره یی

    خپله ژمنه پوره نکړه بلکی د خپلو کمپاینرانو سره هغه کړی ژمنی پوره کړی، که دوی چیرته ریښتنی

    خلک په کار اچولی نو د انورلخق اخدی او امیرزی سنګین په شان د کار خلک ددوی په ټوله کبینه کی نه

    تر سترګو کیږی هو ډیر ښه وشول همدسی درسره جوړیږی هواوس یوازی تمه خپلو وکیلانو ته پاتی ده چی هغه باید په ریښتنی استازیتوب وکړی خپله ارزښتناکه رایه دغو نا کاره ته ورنکړی کم از کم باید 90 ٪ انتخاب شوی نوماندان مسترد شی کنی په خدای که څوک په راتلونکی ټاکنو کی رایه درکړی.

  2. کوم کابينه چې پرون ورځ اعلان شوه ماته خوپه کې بغير ديو څو تنو نه نور مسلکی نښکاري

  3. دا يي مسلكي كابينه دا غير مسكلي به يي ﻻ خنكه وي ؟!!!!

    سبا جي زما وزير خارجه د ايران يا باكستان او يا هند وزير خارجه سره ناست وي د شرم احساس به نه كوي ! زما وزير د برق به د ولت او وات توبير وكولي شي ؟!
    همداسي دا نور تول درواخله …..
    د خداي نه خو نه بيريزي مرك خو مو له لياده وتي رئيس جمهور صيب د مرك شبي د هم كمي دي نور ته سه كوي دا دنيا ته خو د خدمت به جغو راغلي او س جي تا سوك نه بريزدي نو ته استعفى وركه ولي دا ملت زروري؟
    به توله كابينه كي د بشتنو فيصدي د نورو به تناسب ولي كمه ده به اطراف كي مو ستاسي د سياستونو به وجه سوك نه بريدي نن به مركز كي هم زاي راباندي دروي اخر جيرته وﻻر سو . والله بالله كه بيا باكستان ورسو همدلته به يا سر خورو يا به خاورة كتو كه تاسو دا فكر كوي جي بشتون يوازي طالب ده نو غلط ياست طالب د بنجابي غﻻم تاسو د غربي غﻻم .
    دا زمونز حقوق مو سه كرل د تركله به داسي دربدره كرزو ته بوهنتون ته خو ورشه جي سوكره بشتون نيسي
    زره مي درد كري خداي د حساب وكي درسره

  4. محور باید دا هم له پامه ونه غورځوی چی وزارتونه سیاسی پوستونه دی، دا ضرور نه ده چی د برییښنا وزیر د حتمی برقی وی.
    وزیر خو نه ځی چی چیرته د برق پایی ودروی او یا په کوم برج برق کی کشنی تر څو خلکو ته برق توزیع کړی.همداسی یی نور مثالونه درواخله
    بله دا چی هغه خبره ده چی په خره سوردل یو شرم دی بیا ځینی ښکته کیدل یی با شرم. اول ټولو دا ویل چی پخوانی څیری د په کابینه کی نه وی. ښه دغه څیری یی لری کړی اوس وایی چی دا خو کاری تجروبی نه لری هغه چی کاری تجروبی یی لرلی هغه خو مو نه غوښتل،..
    موږ بیا وایو چی ټول وزیران صاحبان د دافغانستان ولسی جرګه ښه مطاله کړی که خدای پاک مه کړی کوم جاسوس، ، غل او یا متعصب کسان یی پیدا کړل رایی د نه ورکوی.. نورو ډیرو خبرو ته حجت نشته همهغه خبره ده چی څنګه ملت همهغه شان یی حکومت او یا په وطنی ژبه چی وایی: ځنګه غر هسی یی کربوړی. دوا ورته کوی چی کاروبار چلن شی خلک د بی ازګارۍ لوږی او یخ څخه مړه شول

  5. . رښتیاهم چی ډیره کمزوری کابینه ده . پرته دیوڅوکسانوڅخه نورپه کی یوهم اهل اومتدین شخصیت نشته دکرزی صاحب لپاره ښه دعاګوی پیداشو دفاروق وردګ ،پوهاند عبدالسلام عظیمی،امیرزی سنګین،دکتورمحمد یوسف نیازی ،دکتورانورالحق احدی ،عبدالهادی ارغندیوال ، محمد اصف رحیمی اوداسی نور .کرزی واقعا یوملی ،مجاهد اومسلمان شخصیت وو .

  6. . رښتیاهم چی ډیره کمزوری کابینه ده . پرته دیوڅوکسانوڅخه نورپه کی یوهم اهل اومتدین شخصیت نشته دکرزی صاحب لپاره ښه دعاګوی پیداشو دفاروق وردګ ،پوهاند عبدالسلام عظیمی،امیرزی سنګین،دکتورمحمد یوسف نیازی ،دکتورانورالحق احدی ،عبدالهادی ارغندیوال ، محمد اصف رحیمی په څیر یوشخصیت هم په کی نشته چی خدمات یی هیڅوک نشی هیرولی .کرزی واقعا یوملی ،مجاهد اومسلمان شخصیت وو .

    1. ډاکتر بصیرت شیرزاد وروره ته غلو او ډاکوانو ته مجاهد او خدمتګار وایې، فاروق وردک د مظلومو ښوونکو معاشونه غلا کول، اصف رحیمی په وزرات کې ملیونر شو، د نیازې د وزارت خدمات حاجی صاحبانو ته ښه معلوم دي. ارغنديوال یو تیږه پر بله کېنښوده، بیا پرې د خدمتګارانو نوم اېښودل د انصاف نه لرې خبره ده. د کرزي غوندې خاین د افغانستان په تاریخ کې نه تېر شوی او نه به تېر شي

  7. ترډېره بریده بې منطقه شننه ده. ددېکابینې۷۰٪ مسلکي اشخاص دي. دوهمه داچې وزارتونه په نوره نړۍ کې سیاسي پوستونه دي نه مسلکي. زمونږتحلیلګران هم اوس د مړې ګېډې پاړسي وايي.

  8. هر چا چې داشننه کړې له منطقه لرې او په حساب نا پوه کس کړې ده. په دې لیکنه کې ویل شوي چې یوازې ۴ سلنه کابینه مسلکي ده، دا په دې معني چې په دې ۲۵ وزیرانو کې یوازې یو کس مسلکي وزارت ته انتخاب شوی. په داسې حال کې چې کم تر کمه ۵ وزارتونه خو په درست ډول ټاکل شوي چې بیا هم ۲۰ فیصده مسلکي شمېرل کېدای شي. دا لیکنه د کېنې له مخې شوې ده

ځواب ورکول samiullah Matoonwall ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *