افغان صنعتکار او سوداګر وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې د توليد په کچه کې ۲۵ سلنه او د وارداتو په کچه کې شپږ سلنه کموالی راغلی دی، چې اصلي لامل يې د ټاکنو د پايلو ځنډ دی.

د ماليې وازرت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د عوايد له ۴۵ تر ۴۸ سلنې پورې له ګمرکونو ملي خزانې ته ځي، خو په تېرو دريو مياشتو کې په دغو عوايدو کې څلور سلنه کموالی راغلی دی.

له بل لوري اکثره دولتي ارګانونه او وزارت خونې په ټپه ولاړې دي، ځکه چې مشران چارواکي يې د ټاکنو پر مهال کم خپلو دندو ته حاضر شوي دي.

اقتصاد پوهان وايي، له تېرو دريو مياشتو راپدېخوا په افغانستان کې په دولتي او نادولتي ادارو کې کارونه په ټپه درېدلي، بازار سوړه شوی او خلک اوسني وضعيت اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، لوی او واړه پانګوال د وړمې ورځې په څېر له ناوړه پېښو او لاريونونو وېرېږي، چې هسې نه مالونه او مارکېټونه يې چور شي.

د دوی په خبره، د دويم پړاو ټاکنو له تېرېدو وروسته د يوشمېر کړيو له لوري مانورو د پانګوالو تر څنګ، دولتي او نادولتي مامورين او عام خلک هم اندېښمن کړي او کاربار تر ډېره په ټپه ولاړ دی.

د ماليې وازرت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د عوايد له ۴۵ تر ۴۸ سلنې پورې له ګمرکونو ملي خزانې ته ځي، خو په تېرو دريو مياشتو کې په دغو عوايدو کې څلور سلنه کموالی راغلی دی.

د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني وايي، ټاکنو هم تر يوې کچه اغېز کړی او په وارداتو کې شپږ سلنه کموالی راغلی دی. دی زياتوي، په دې برخه کې منفي تبليغات هم اثر لري او دغه تبيلغات له ۲۰۱۳ کال را پدېخوا پيل شوي دي، چې په ټوله کې په لويه پانګونه يې بده اغېزه پرې ايستې ده.

افغان پانګوال وايي، دامهال لوی پانګوال له هېواده په تېښته دي، خو که د ټاکنو پايلې معلومې شي او ځينې کړۍ د وضعيت د ګډوډولو هڅې ونه کړي، نو د واک له لېږد سره سم به د پانګونې اندازه د تېر په پرتله څو برابره لوړه شي.

د صنعتکارانو د ټولنې مرستيال عبدالجبار ساپی وايي، په ټوله کې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په افغانستان کې توليد او سوداګري مخ په ځوړ روانه ده. دی زياتوي په لومړي سر کې د ۲۰۱۴ کال د رابرکېدو او د بهرنيانو د وتلو خبرې وې، ورپسې، د ټاکنو راتګ دی، چې هر يوه يې تر بل ډېره اغېزه کړې دی. د ښاغلي ساپي په وينا، په تېرو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې توليد ۲۵ سلنه کم شوی، چې اساسي لامل يې د ټاکنو مسئله ده.

دی وايي، په دغه موده کې ډېر کسان وزګار شوي، کار نشته او د توليد لپاره هېڅ راز مارکېټ وجود نلري.

د افغان صنعتکارانو په وينا، په تېرو دريو مياشتو کې د کابل په صنعتي پارکونو کې د تړل شويو هغو ۷۵ سلنه کارخونو د فعالېدو خبر ورکړل شوی وو، خو د سياسي حالت د نامعلوموالي له امله تر اوسه نه دي فعالې شوې او هرڅه په ټپه ولاړ دي.

د سوداګرۍ خونې د عامه اړيکو مسوول هاشم رسولي وايي، په تېرو شپږو مياشتو کې د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ ستره پانګونه کمه شوې او پانګوال د وتو په حال کې دي.

دی وايي، تر ټاکنو د مخه به افغانستان ته سوداګرو بهرني پلاوي راتلل، خو له دې سياسي بهير سره هرڅه په ټپه درېدلي دي: ((په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان نندارتونونه نه پرانستل کېږي.))

افغان پانګوال او د ماليې وزارت ډاډ ورکوي، که د ټاکنو پايلې په خپل وخت اعلان شي او ونه ځنډيږي، په دې برخه کې به د پام وړ لاسته راوړنې ولري او اقتصاد به څو برابره وده وکړي.

بلخوا همدا پرون د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې هم په يوه غونډه کې وويل، چې د ټاکنيزو ناندريو پرځای بايد د ټاکنو پايلو ته پام وشي او هغه اقتصادي ستونزو ته پای ټکی کېښودل شي، چې رامنځ ته شوي دي. دوی ويل، ورځ تر بلې صنعت او توليد له رکود سره مخ دی او لامل يې د ټاکنو د پايلو ځنډ دی.

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: د ټاکنو اوږدې پروسې افغان اقتصاد له زوال سره مخ کړی”
  1. د ټاکنیزو رأیو ځنډېدل په اصل کې د ملي رأیو پر ضد په راتلونکي حکومت کې د یوې ناولې ملي ضد مشارکتي او سهامي شرکت په څېر معاملې له مخې د خپلو پخوانیو حرفوي پرازیتو ځای پر ځای کول او منل دي .چې هېڅوک به یې په هېڅ بیه ونه مني .

ځواب ورکول khwajaTamba ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *