دویم دور ته د ټاکنو د تللو په عواملو کې د کاندیدانو تعدد او د انتخاباتو په ناسم مدیریت سربېره د څارونکو کمزوری نظارت او د ټاکنیزو کمېسیونونو نیمګړتیاوې ښودل کېږي چې؛ تر یو میلیون زیاتې جعلي رایې صندقونو ته ولوېدې.

د ټاکنو د چارو شنونکي وایي، هېڅ تضمین نشته چې؛ د ټاکنو په دویم دور کې دې هم درغلي ونه شي او د ټاکنو مشروعیت ته دې زیان وا نه وړي.

د ابتدایي پایلو نتیجه ښیي چې؛ ډاکتر عبدالله عبدالله ۴۴.۹، ډاکتر اشرف غني احمدزي ۳۱.۵ او ډاکتر زلمي رسول ۱۱.۵ سلنه رایې خپلې کړې دي.

په صندقونو کې تر یو میلیون پورې د جعلي رایو اچول هغه اندېښنې جدي کوي چې؛ په دویم دور کې به هم دا شان پراخې درغلۍ تکرار شي او د نه تکرار لپاره یې هېڅ تضمین وجود نه لري.

دویم دور ته د ټاکنو د تللو له ګڼو عواملو دوه عمده یې د کاندیدانو تعدد او د رایو نا سم مدیریت ښودل کېږي، چې دویمه ادعا په دویم دور هم منفي اغېز لرلی شي.

د څارونکو ادارو کمزوری نظارت، نا امني، د ټاکنیزو کمېسیونونو نیمګړتیاوې او د ناظرینو نا مسلکیتوب نور هغه عوامل دي چې؛ رایې یې وپاشلې.

په ټاکنو د څار بنسټ (فیفا) ویاند محمد فهیم نعیمي دا تورونه نه مني چې؛ ګنې د دوی د بنسټ نظارت کمزورتیا درلوده: ((د قانون په اساس په محلونو کې زموږ رول یوازې نظارت دی او زموږ ناظرین نه مداخله کولای شي او نه زموږ د بنسټ کارکوونکي کومه سیاسي سابقه لري، بې طرفي مو لوی اصل دی.))

ښاغلی نعیمي وایي، د دوی څېړنې ښیي چې؛ په ټول افغانستان کې ۱۴۱ صندقونه په جعلي رایو ډک شوي دي، خو د ټاکنو کمېسیون وایي، ۴۴۴ صندقونو مشکلات درلودل.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر یوسف نورستانی هم د پایلو په اړه پدوی د فشارونو تورونه ردوي او وایي، په پوره دقت یې خپل مسوولیت ترسره کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکي غلام جیلاني ځواک محور ته وویل: د تنظیمونو او محلي چارواکو انحصاري قدرت، نا امني او په ځینو محلونو کې کمزوری نظارت ددې باعث شول چې تقلب وشي، خو په وینا یې، د درغلیو مدارک هم ترلاسه شوي دي او په نهایي پایلو به اغېز ولري.

د ټاکنو په اوسني قانون کې یوه بله لویه خلا هم ددې باعث شوې چې؛ د کاندیدانو تعدد او د رایو پاشلو ته زمینه سازي وشي. له هغو کاندیدانو سره د ټاکنو په قانون کې قانوني برخورد ندی یاد شوی چې؛ د نوماندۍ د ورځې د یو لک کارتونو برابر رایې یې خپلې نشوې کړای.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس یوسف نورستانی هم وایي: ((پدې اړه د ټاکنو په قانون کې ابهام ددې باعث دی، چې موږ له دغو کاندیدانو سره قانوني برخورد ونشو کولای.))

د منصرف شویو کاندیدانو باطلې رایې هم یو بل عامل دی چې؛ رایې یې وپاشلې. د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو په اساس هغو کاندیدانو ته هم څلوېښت زره او څلور سوه او ۷۶ رایې کارېدلې چې؛ یا یې ټاکنیز اتحاد وکړ او یا منصرف شول.

د ټاکنو کمېسیون له لوري د ابتدایي نتایجو د اعلان په اساس ډاکتر عبدالله عبدالله ۴۴،۹ سلنه، ډاکتر اشرف غني احمدزي ۳۱،۵ سلنه، ډاکتر زلمي رسول ۱۱،۵ سلنه، عبدالرب رسول سیاف ۷،۱ سلنه، قطب الدین هلال ۲،۷ سلنه او ګل اغا شیرزي ۱،۶ سلنه رایې اخستې دي.

د ۹۳ کال په ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانو ټاکنو کې د ښځو د ګډون کچه ۳۶ سلنه او د نارینه و د ګډون کچه ۶۴ سلنه ښودل شوې ده.

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: د ټاکنو دویم دور ته ورپېښ ګواښونه”
  1. په پښتنو کی چې سیاسی شعور پیدا کیږی نو فارسیوانانو به پکی بیا ګز ایښودی وی! د یوه تاجک پلوه کاندید (غبرګ عبدالله) په وړاندی ۱۰ پښتانه کاندیدان نو ښکاره خبره ده چې د پښتنو رایه تقسیم شوی او ګټه یې غبرګ عبدالله پورته کړه

ځواب ورکول Zek Pakhtoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *