د طالبانو سرچينې وايي، د دوی يو مشر ملا منصور دادالله چې پاکستان يې د خوشي کولو ادعا کړې، د هغه هېواد په يو زندان کې دی او د اختر له څلورمې راهيسې د نه خوړو اعتصاب لري.

پاکستان له افغان سولې سره د مرستې په نيت له ملا منصور دادالله سره يو ځای د اوو طالب مشرانو د خوشي کولو ادعا کړې وه، خو طالبان وايي، د خپلو خوشي شوو ملګرو له برخليکه خبر نلري، چې له بند وروسته چېرته لاړل؟

د سپتمبر په يوويشتمه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مشهور طالب مرکچي ملا برادر د خوشي کولو خبر ورکړی و، خو سملاسي طالبانو هغه خبر رد کړ. ملا برادر نه طالبانو ته مراجعه کړې او نه له خپلې کورنۍ سره يو ځای شوی دی.

ملا منصور دادالله ته يوې نژدې سرچينې چې له نوموړي سره کورنۍ اړيکي لري محور ورځپاڼې ته ويلي، چې نوموړی لاهم د پاکستان په زندان کې دی او د لوی اختر له څلورمې ورځې راهيسې په غذايي اعتصاب کې دی :((زموږ معلومات دادي، چې ملا منصور ندی خوشي شوی، د لوی اختر له څلورمې د نه خوړو په اعتصاب کې دی او د پاکستان له حکومت څخه د ځان د خلاصون په ګډون څه مشخصې غوښتنې لري.))

سرچينه ادعا کوي، چې ملا منصور د خپل خلاصون جعلي خبر قهرولی او له همدې کبله يې د نه خوړو اعتصاب کړی دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په اوومه د يوې خبر پاڼې له لارې په ډاګه کړه، چې د ملا منصور دادالله په شمول يې اووه افغان طالب مشران له افغان سولې سره د مرستې په نيت خوشي کړي دي. په خبر پاڼه کې د سيد ولي، عبدالمنان، کريم اغا، شير افضل، ګل محمد، محمدزي او ملا منصور دادالله نومونه شامل وو.

د طالبانو سرچينې ادعا کوي، چې دوی د شپږو نورو طالب مشرانو د برخليک په اړه هم انديښمن دي، ځکه چې د دوی په خبره ياد کسان نه له طالبانو سره يوځای شوي او نه يې له خپلو کورنيو سره اړيکه ټينګه شوې ده. سرچينه د ملا منصور دادالله د روغتيايي وضعيت په اړه هم اندېښنه لري. افغان دولت چې په وروستيو کې له پاکستان سره د سولې په اړه کوټلې خبرې کړې او وروستی سفر يې په بحثونو کې د ډېر اهميت وړ وبلل شو ، پاکستان ته د څو مشخص طالب مشرانو نومونه ورکړي و، چې د پاکستان له زندانونو څخه خلاصون به يې هم د سولې د پيل سره مرسته وکړي او هم به د دوه اړخيزو همکاريو او نيت په اړه تشويشونه راکم کړي. په دغو کسانو کې تر ټولو مشهوره څېره يې ملا برادر و چې د طالبانو په تحريک کې تر ملا عمر وروسته دویم کس ګڼل شوی دي. د ملا برادر د خلاصون له خبر وروسته طالبانو دا خبر رد کړ چې ګويا دويم مشر يې له پاکستاني زندانه خلاص شوی دی، تر دم ګړۍ د ملا برادر برخليک معلوم ندی، د طالبانو په خبره چې نوموړی نه له خپلې کورنۍ سره يوځای شوی او نه يې د طالبانو کوم ادرس ته مراجعه کړې ده.

د ملا منصور دادالله د اعتصاب په اړه خبرداری به ښايي د پاکستان او افغانستان اړيکي لا پسې ترينګلې کړي. تردې وړاندې ګومان کېده، چې د طالب بنديانو د خلاصون دا ګام د سولې پر لور د دوه اړخيزو همکاريو ښه پېلامه کېدای شي، خو د افغانستان د سولې کمېسيون له سره د پاکستان په دوه مخي دريځ شک څرګند کړی و.

4 thoughts on “محور ورځپاڼه: د پاکستان له زندانه د منصور دادالله د اعتصاب حال”
  1. now Taliban should know a bout real friend ship with Pakistani ISI , Please come to our country and try for peaceful afghanistan and stop fighting please

ځواب ورکول N Wardak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *