افغان ولسمشر غني‌ وايي، تر څو چې د سولې په برخه کې د پاکستان عملي‌ همکاري ونه ويني، نه به هغه هېواد ته سفر وکړي او نه به د مذاکراتو په نوم  په بې ځایه بحثونو خپل وخت ضایع کړي.

افغانستان ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار تر سفر مخکې دغه هېواد ولسمشر غني ته د تلیفون له لارې ډاډ ورکړی، چې د سولې په برخه کې به له افغان حکومت سره نوی باب پرانیزي، اما د افغانستان د ملي‌امنیت شورا سرچينې وايي، پاکستان په دا ډول تشریفاتي او سمبولیکو حرکاتو تېر افغان حکومت اته کاله غولولی و.

سیاسي څېړونکي وايي، یو درېیم هېواد باید د سولې په برخه کې د پاکستان د صادقانه او عملي‌همکارۍ تضمین ورکړي او په دې برخه کې سعودي‌عربستان او ترکیې ته اشاره کېږي.

د افغانستان د ملي ‌امنیت شورا غواړي‌ د تروریزم قضیې په رېښو لنډولو کې عملاً‌ د سیمې هېوادونه راښکېل کړي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ډیلي پالیسي ‌ګروپ یوې غونډې ته چې په ډيلي‌ کې جوړه شوې وه، د سټلایټ له لارې وويل، په سیمه کې د افراطیت خورونکې ځينې ديني مدرسې باید وتړل شي. که څه هم ددې مدرسو اکثره یې په پاکستان کې دي، خو حنیف اتمر هم د دغو مدرسو په غیر افغاني زیانونو او هم د سیمې په نورو حوزو کې په احتمالي‌ موجوديت یې د نوې ستراتيژي د جوړېدو غوښتنه وکړه.

پاکستان چې سملاسي د تروریزم د تولید په برخه کې یوازې د افغانستان له فشارونو سره مخ دی او دا د هغه هېواد لپاره یو عادي‌ انتقاد دی، هڅه کوي د اوږد مهال لپاره افغانستان په دیپلوماتیک میدان کې مصروف وساتي‌، خو نښې په ډاګه کوي، چې د طالب جنګیاليو په تجهیزولو او روزنه تر پخوا ډېر تمرکز لري.

نوی افغان حکومت د طالبانو په برخه کې له یوې متفاوتې تګلارې د کار اخستو کوښښ کوي، افغان ولسمشر غني‌ وايي، دی به هېڅکله پاکستان ته بې هدفه سفر ونکړي او نه به ترهغې مذاکراتو ته خپله ور ودانګي، چې ترڅو د کوټلې حل لارې څرک او تضمین نه وي رامنځ ته شوی.

مخکې تردې چې سرتاج عزیز افغانستان ته راشي، دغه هېواد له افغان ولسمشر غني سره د ښې همکارۍ غږ پورته کړی و. د ټلیفوني خبرو په ترڅ کې هم د دواړو هېوادونو مشرانو د یوې نوې تګلارې یادونه کړې ده. افغانستان ته د سرتاج عزیز د سفر او بحثونو چارې د افغانستان د ملي ‌امنیت شورا په غاړه دي، دغه خبرې باید یوه کوټلې پایله ولري، چې دویم فصل یې شروع شي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي د پاکستان د لومړي وزير له سلاکار سرتاج عزيز سره په ليدنه کې وويل، د سولې او ثبات ټینګښت زموږ په لومړیتوب کې دی او موږ به هېڅکله هم اجازه ور نه کړو، چې افغانستان د تروریستانو په پټنځایونو بدل شي او په دې اړه به له هېڅ ډول جدي اقدام څخه ډډه ونه کړو.
ولسمشر په دې باندې په ټینګار سره چې موږ باید د سولې په اړه یوازې په خبرو اکتفا ونه کړو، څرګنده کړه، چې اوس د سولې د ټینګښت لپاره د عمل وخت را رسېدلی دی. په ټوله کې د سرتاج عزیز لیدنه هغسې نه وه، چې پاکستان یې تمه درلوده او د افغان حکومت د باور جلبولو لپاره یې څه نه لرل.

سرتاج عزیز د افغانستان له نوي حکومت څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ او د پاکستان د صدراعظم نیکې هیلې او بلنلیک یې ولسمشر احمدزي ته وسپارلو، ترڅو په یو نیږدې او مناسب وخت کې پاکستان ته سفر وکړي.

په دغه کتنه کې دواړو لورو څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو چارواکي د اقتصادي او امنیتي مسایلو په اړه دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې ولري.
ځینې شنونکي وايي، پاکستان بیا هم په همکارۍ کې صادق ندی، د همدې لپاره غوره ګڼي، چې یو درېیم ملک په سوله او د طالبانو په پخلاینې پروسه کې ددغه هېواد د عملي همکارۍ تضمین وکړي. د ډېری تحلیلګرو اشاره سعودي عربستان او د ځينو یې اشاره ترکیې ته ده، چې غالباً یو د مرستو له اړخه او دویم یې د ښو اړیکو له اړخه پر پاکستان خپل ژور اغیز لري.

بل اړخ ته ځينې څيړونکي وايي، وار له مخه پاکستان د ځينو نویو اقداماتو لپاره خپل  نیت بدل کړی دی. ښايي د ترانزیت په برخه کې د افغانستان نوې هلې ځلې ددې سبب شي، چې پاکستان راښکېل شي‌ او د طالبانو په ذریعه ترلاسه کېدونکې ګټې له افغانستان سره د سیستماتیک کار او همکارۍ له لارې خوندي‌ وګڼي.

د کاسا ۱۰۰۰پروژې لاسلیک، ګوادر ته د لارې غځېدو له منځنۍ اسیا څخه د بریښنا او ګازو د انتقال او ځینو نورو تړونونو تعمیل هغه پروژې دي، چې پاکستان همکارۍ ته هڅولی شي.

په اوس مهال کې د پاکستان لویه وېره په افغانستان کې د هندوستان له ډېر تشبث او له حکومت سره له ژورو همکاریو ده، خو دغه انډول د ډېرو په باور پاکستان نسبي همکارۍ ته چمتو کولای شي.

وړمه ورځ ترکیې ولسمشر په کابل کې له خپل سیال سره په خبري غونډه کې ويلي، چې ددغه هېواد په همکارۍ به د افغانستان پاکستان او ترکیې درې اړخیزې ناستې له سره پیل شي او هم به پاکستان وهڅوي چې د طالبانو په پخلاینه کې همکاري وکړي. په دې برخه کې بل لوی پرمختګ دادی، چې د ملاعمر مخالف طالبان چې لاهم په میدان کې جنګيږي، ‌د پاکستان د نه همکارۍ په صورت کې د ترکیې په مرسته په انقره کې نوی دفتر او سیاسي‌ فعالیت پیل کړي، چې هم طالبان په دوو برخو ویشلای شي‌ او هم له جنګه ستړي طالبان له ملاعمر او پاکستان څخه جلا کولای شي.

5 thoughts on “محور ورځپاڼه: سرتاج عزیز د باور جلبولو لپاره څه نلرل”
  1. زما په اند دمحترم ډاکټراشرف غنی تګلاره ونسبت مخکنی ولسمشرمحترم حامد کرزی ته دپاکستان په وړاندی چی یودوه مخی سیاست لری ډیره بریالی وی او انشاالله پاکستان به دی ته مجبور شی چی طالبان او نور مسلح قوتونه سوله ته وحڅوی.

  2. آفرین د نر زویه
    ورنسی تر څو چی د سولی د همکاری پوره تضمین نه وی هیڅکله هم خپل وقیمتی وخت ضایع نکړی
    مننه د دی نیک او پرځای پریکړی څخه دی

  3. افغان ولسمشر باید په ډیر احتیاط سره ګام پورته کړی او تر څو چی د پاکستان صدراعظم نوازشریف افغانستان ته سفر نه وی کړی تر هغی دی هم پاکستان ته سفر نه کوی

  4. د ستانکزی صاحب نطر تایدوم، ولسمشر اشرف غنی باید د پاکستان سره د کرزی په شان ګونک سیاست په لاره وانه اچوی. روښان سیاست ولری تر څو پاکستان خپل سیاست ته تغیر ورکړی.زما په ګمان خو ډاکټر صاحب ډیر ښه کار وکړ د سرتاج عزیز بلنه یی پاکستان ته ونه منله او له پاکستان څخه یی د صداقت تظمین وغوښت.، پر ځای کار یی وکړ.

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *