په بټي كوټ كې طالبانو ته د امريكايانو د يوه ټانك د ويشتو په بدل كې ۵۰ زره افغانۍ او د ملي اردو د یوه رېنجر موټر وېشتو جایزه ۱۰۰ زره افغانۍ اعلان شوې. د یو عسکر د سر بیه ۳ لکه کلدارې او د یوه دولتي مامور وژلو په بدل کې یو نیم لک کلدارې جایزه ورکول کېږي.

د طالبانو سرچینې وایي، تېر اوړی په بټي کوټ کې د طالب جنګیالیو لپاره مرګنی کال وو. تېر اوړی په بټي کوټ کې ۴۰۰ جنګیالي وژل شوي او ۶۵ کسان یې ژوندي نیول شوي دي.

((د نا امنیو له وجې د بټي کوټ ۶۰۰۰ کورنۍ کډوالې شوې دي. درې ځله د بټي کوټ قومي مشران په پېښور کې د طالبانو مرکزي کمېسیون ته تللي، خو د جنجال په هواري ندي توانېدلي.)) ځایي خبریال، محمدا جان دریځ

په بټي کوټ کې د دولتي مامورینو او سوداګرو د ترور قیمت هغه وخت لوړ شو، چې تېر اوړی طالبانو یو سوداګر وتښتوه او د خوشي کېدو په بدل کې یې ۷۰۰ لکه کلدارې واخستې.

ورته دوه نورې مشهورې پېښې هم وشوې، خو طالبان د سوداګرو په تښتولو بریالي نشول. یوه نیمه میاشت وړاندې د طالبانو مشهور قوماندان عبدالله د یو سوداګر د ساتونکو له خوا د کمین پرمهال ووژل شو.

اوس د طالبانو مرکزي کمېسیون د یوه امریکایي ټانګ د ویشتو جایزه ۵۰ زره افغانۍ اعلان کړې، خو په مقابل کې یې د اردو یو رینجر موټر د له منځه وړو جایزه ۱۰۰ زره افغانۍ ټاکلې ده. همدا ډول د یو عسکر وژل درې لکه کلدارې، د یو دولتي مامور وژل یو نیم لک کلدارې او که کوم طالب جنګیالی وکولای شي یو رینجر موټر له پولې هاغې غاړې واړوي، نو درې لکه کلدارې او یو کور انعام ورکول کېږي.

په بټي کوټ کې د یو نیول شوي طالب جنګیالي ورور محور ته د نوم نه ښودو په شرط وویل، چې ورور ته یې سرګروپ د هغوی په حجره کې څو ځل دغه قیمتونه تشریح کړي :((څو ماښامه مې په ورور پسې طالبان راغلل چې د بټي کوټ په جنګ کې هم دنیا شته او هم اخرت. د لس نفري ګروپ مشر مې ورور ته وویل ، چې که یو عسکر ووژنې، نو ۳ لکه کلدارې به ترلاسه کړې او بیا به یې سره پخپل منځ کې وویشو.))

د تورخم ـ کابل لویه لاره د بټي کوټ په منـځ کې تیرېږي، چې د سوداګریز ارزښت له وجې یې طالبان خورا مهمه بولي. تېر اوړی د حکومت لخوا په بټي کوټ کې درې لوی چاڼیز عملیات ترسره شول؛ اما ډېر بریالي نه ول.

قومي مشر بلال کریم مومند هم مني، چې یاده سیمه په تېر اوړي کې د خونړیو جګړو شاهده وه او په وینا یې تر عملیاتو وروسته دولت د سیمې له خلکو دفاع ونشوای کولای :((د بټي کوټ سربېره د ننګرهار د سرحدي ولسوالیو قومي مشران که غږ پورته کړي، نو د طالبانو د ګولیو نښه دي، بازارونه تړل شوي او د سیمې د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.))

د بټي کوټ اوسېدونکی او ازاد خبریال محمدا جان دریځ وایي، چې د همدغو ستونزو د حل په موخه د بټي کوټ قومي مشرانو درې ځله په پېښور کې د طالبانو له مرکزي کمېسیون سره کتلي دي :((د نا امنیو له وجې د بټي کوټ له باریکاب، لاچپور، مشواڼي، دامان او کوډۍ کلیو څخه ۶۰۰۰ کورنۍ کډوالې شوې دي.))

د طالبانو د اعلامیې په اساس د بټي کوټ کروندګر باید د فارمونو د ایجارې ټکس هم دوی ته ورکړي. کروندګر که له حکومت څخه دولتي فارم په ۲۰ زره افغانۍ ایجاره کوي، نو ۲۰ زره افغانۍ نورې باید د طالبانو د بیت المال مسوول ته تحویلې کړي.

د بټي کوټ په جوماتونو کې د جمعې، اخترونو او جنازو په مراسمو کې په ښکاره د طالبانو لپاره چنده ټولېږي او د کلیو په بازارونو کې طالباني ترانې غږول کېږي.

په ورته وخت کې سرچینې وایي، له تېرو شلو ورځو راهیسې د بټي کوټ په نظر بیټي کلي کې د طالبانو ترمنځ درز احساسېږي. دوی وروسته له هغې سره دوه ډلې شول، چې د یوې ډلې جنګیالیو د بلې ډلې د سرګروپ په کور د شپې چاپه ووهله، خو لا هم د دوی جنجال ندی حل شوی.

4 thoughts on “محور ورځپاڼه: طالبانو ته د جنگ مشهورې جايزې”
  1. دا هسی تبلیغات دی چی د طالبانو د بدنامولو لپاره خپریږی. که ریشتیا وی نو اسناد یی خپار ه کړی.

  2. دبټي کوټ د ناامنیو په. اړه هر څه رښتیا دي،خو له بده مرغه له یو خوا امنیتي ادارې مفسدې او بې کفایته دي او د بلې خواد تش په نامه طالبان چې نه حیا لري او نه عزت. د یو څو روپو لپاره بې ګناه مسافر اولاروي وژني او لوټوي. که دوی رښتیا غیرت لري نو دخپل تش په نامه د د بټي کوټ د ولسوال بدل دې دهماغه پاکستان څخه واخلي چې. دده ښځې او ماشومان یې بندیان کړي وو. چې یو څوک په خپل ناموس غیرت ونکړي نو هغه خو هیڅ مسلمان نه وي.رښتیا چې. داسې طالبان مسلمانان نه دي هغوی صرف دخپلو شومو موخو او فایدو لپاره هر څه کوي. دا ویده قومونه باید د اسې غلو پسې راپاڅي او. خپلې سیمې. د بدنامۍ څخه وژغوري.

ځواب ورکول Aimal Zafar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *