یو تحقيق په ډاګه کوي، چې د بندي طالبانو د خلاصون لپاره محلي چارواکو ته په عذر د ورغلو قومي مشرانو ۵۰ سلنه یې د همدغو خوشي شوو طالبانو له خوا ترور شوي دي. تحقيق په جنوب کې د وژل شوو ۸۰۰ قومي مشرانو له ډلې څلور سوو ته یې اشاره کوي، چې د طالبانو د خلاصون لپاره یې مصلحتي رول لوبولوی، خو بیا طالبانو په نښه کړل.

د وسله والو مخالفينو، افغان دولت او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د قومي مشرانو مرکچي رول ډېر ستونزمن شوی دی. قومي مشرانو ويلي، له یوې خوا طالبان دوی په زور مجبوروي چې حکومت ته د دوی د ملګرو د خلاصون لپاره مراجعه وکړي، خو په عین وخت کې په ضمانت د ازادو شوو طالبانو ۶۰ سلنه یې بېرته د جنګ ليکو ته ستنېږي او له حکومت سره د قومي مشرانو اړيکې هم د طالبانو له خوا جرم ګڼل شوې دي.

په افغانستان کې ستونزې له دوو لارو هوارېږي، يو رسمي چوکاټ، چې محاکم او څارنوالۍ پکې دي، بل عرفي او دوديز هغه دی، چې جرګې او مرکې دي.

يو تحقيقي مرکز په افغانستان کې د قومي مشرانو د وژنې په عواملو څېړنه کړې او اندېښنه یې ښوودلې چې قومي مشران ډېری یې د ژرندې د دوو زورورو پلونو ترمنځ دل شوي دي. تحقيق په یو راپور کې په ډاګه کړې، چې د اته سوه وژل شوو قومي مشرانو له منځه څلورسوه یې هغه مرکچيان دي، چې طالبان یې په عذر او ننواتې له بهرنیو ځواکونو او افغان زندانونو راخلاص کړي، خو بېرته دغه قومي مشران مصئون ندي. تحقيق په پېښو کې د طالبانو لاس دخيل ګڼي، چې له حکومت سره د قومي مشرانو اړيکي د خپل ضرورت ترمهاله روا او وروسته ناروا ګڼي.

د وردګو پخوانی والي حليم فدايي د خپل ماموريت د وخت کیسه کوي، چې ډېری وخت له داسې څه سره مخ شوی، چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب یې نيول شوي وسله وال طالبان خوشي کړي، خو بيا د همدغو طالبانو له لوري قومي مشران توهينېدل او په نښه کېدل :((امنيتي ځواکونو د وردګو ولايت د چک ولسوالۍ يو مشهور طالب مشر مولوی ابراهيم ونيوه، چې د قومي مشرانو په منځګړي توب او ضمانت سره خوشي شو، خو کله چې دغه طالب مشر سيمې ته ورسول شو، د نورو طالبانو له لوري، قومي مشران وګواښل شول او ورته ويل شوي وو، چې تاسې له يهودي حکومت سره کار کوئ، نو ځکه مو حکومت په خبره هر څه کوي.))

قومي مشران وايي، که په نيول شويو طالبانو پسې محلي ادارو ته ورنشي، نو ژوند يې په خطر کې دی. دوی وايي، د طالبانو له لوري اړ اېستل کېږي، څو د هغوی نيول شوي کسان د حکومت له منګلو خلاص کړي.

په ۱۳۹۰ کال کې طالبانو په وردګو کې ۵۲ قومي مشران د يوې اونۍ لپاره له دې امله په کورونو کې کلا بند کړل، چې ګويا دوی له حکومت سره اړيکي لرلې.

د چارو شنونکي وايي، تر دې مهاله په افغانستان کې اصلي او درباري قومي مشران او مخور نه دي تفکيک شوي. دوی وايي، اوس هم په کليوالو سيمو کې با رسوخه مشران شته، چې په خبره کې يې زور او قوت پروت دی. د شنونکو په خبره، دغه مخور له حکومت سره پوره خواخوږي لري، خو له دغه ډول قومي مشرانو حکومت هېڅ ډول ملاتړ نه کوي: ((د اصلي قومي مشرانو تر څنګ درباري مخور هم شته، چې په خپلو کليو کې نشي اوسېدلای، دوی د ستونزو د کموالو پرځای د ستونزو د زياتېدو لامل ګرځيدلي دي. له دغه ډول کسانو څخه حکومت مقطعي مشران جوړ کړي، چې د امتيازاتو د تر لاسه کولو لپاره کار کوي.))

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل محور ته وويل، ډېری وخت سيمه ييزو ادارو ته د نيول شويو طالبانو د خوشي کولو په موخه لسګونه قومي مشرانو مراجعه کړې، چې يو شمېر يې د ضمانت پر بنسټ خوشي هم دي. دی وايي، همدغه طالبان بيا وروسته د جګړې په ليکو کې بيا بيا راڅرګند شوي دي، خو اوس ددې ډول ضمانتونو پر وړاندې حکومت جدي دی او د نيول شويو تورنو کسانو دوسيې د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري تعقيبېږي: ((همدا لامل دی، چې په کندهار کې د هدفي وژنو ګراف راټيټ شوی دی.))

په کندهار کې يوه قومي مشر حاجي ميرزمان وايي، په تېرو ۱۲ کلونو کې په ياد ولايت کې تر ۱۸۰۰ ډېر قومي مشران او دولتي کارکوونکي وژل شوي دي، چې ۳۰ سلنه يې د همدې خوشي شويو طالبانو له لوري په نښه شوي دي: ((مخور اړايستل کېږي، ګواښونه ورته کېږي، چې له حکومت نه د دوی کسان ازاد کړي، که دا کار ونه کړي، نو ټوله کورنۍ يې سټوي.))

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، دا يو دستور دی او وسله وال طالبان هم اوس له دې طريقې ډېر کار اخلي، قومي مشران مجبوروي، چې د دوی نيول شوي کسان له حکومت نه ازاد کړي: ((لويه ستونزه دا ده، چې د قومي مشرانو په ضمانت ازاد شوي ۶۰ سلنه طالبان بېرته د جګړې ليکو ته ورستانه شوي دي. همدا درې ورځې وړاندې دوه وسله وال طالبان له وسلو سره ونيول شول، چې تر اوسه يې د مشرانو او د سيمې د خلکو له لوري د خوشي کولو هڅې روانې دي.))

په خوست کې يوه ازاد خبريال دغه تحقيقي څارونکي ګروپ ته ويلي: ((د ۱۳۹۰ کال د ليندۍ مياشتې په ۱۸مه نېټه پېنځه قومي مشران د هغو طالبانو له لوري ووژل شول، چې د دوی په هڅو د خوست له زندانه ازاد شول.))

4 thoughts on “محور ورځپاڼه: طالبانو خپل قومي ضمانت کوونکي وژلي دي”
  1. سلامونه او نيکي هېلې، طالب دمار پشان چی ګرم سی خپل محسن هم چيچي، يوه خبر ه غواړم ټ ولو ښتنو ته ورسوم چی طالب په نوم هي څ نسته دا چي په ګران افغانستان کی اوس پشتانه وژني دا د پاکستان وسلوال پوځ ده چي د انګليس په لار ښ ونه د پشتنو مشران وژنې، ميړانه يي وژنې، غرور او غيرت يي وژني پشتنو د خدای پار خپل دښ من وپيژني را پورته سي پا څ ون وکړي خپل ولس وژغوری!!!!!

  2. ډير د خپګان ځای دی. مخالفتونه د دې نړی په هر ګوډ کی شته خو د افغانانو په شان یو بل نه وژني.په افغانستان کې د وژنو ډیر مهم سبب د سواد د کچې کموالی او یا هم نه شتون دی. هر څوک ځان عالم بولي او د ځان څخه د خلکو د مرګ فتوا صادروي. الله دې مونږ ټولو ته د سمې لارې لارښونه وکړي. آمین ثمه آمین

  3. وروړو داهسی پوچ تبلیغات دی هیڅ کله داسی نه ده پیښه شوی،
    طالبان دداسی خلکوډیرحمایت کوی موږیی وینوموږپه سیمه کی اوسو،

ځواب ورکول صدیق سحر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *