په دانګام کې د لس ورځنۍ جګړې په جریان کې طالبانو د سور کمر، ساوون، شینکي او کوډګو خوړ کلیو تر ۵۰ کورونه سوځولي او چور کړي دي. طالبانو د چور کړیو کورونو مالونه د غنیمت په نوم باجوړ ته اړولي او د پاکستاني طالبانو په ډلو یې وېشلي دي.

د محور معلومات ښیي چې له محاصره کلیو تر اوسه ایله لس کورنۍ اېستل شوې دي. دا چې طالبانو اکثریت کورونه سوځولي، د پاتې کورنیو مېرمنې او ماشومان غرونو ته ختلي. د سړې هوا او خوړو نشتوالي له وجې د بشري ناورین وېره شته.

معلومات په ډاګه کوي، چې د لس ورځنۍ جګړې په جریان کې ۱۵۱ طالبان وژل شوي، ۱۰۷ نفره یې ټپیان دي. ۵۰ ملکیان ټپیان شوي، شپږ ملکیان شهیدان دي او پدې جګړه کې یو افغان سرتېری شهید او څلور نور ټپیان شوي دي.

په دانګام کې د جګړې له لومړۍ کرښې بېګاه ناوخته د محور ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې لا هم دغلته جګړه روانه ده. دولتي ځواکونه او طالبان یو بل ته په کمین کې دي، خو پر لاره د خښو شویو ماینونو له وجې دولتي ځواکونو کوم پرمختګ ندی کړی.

پرون ناوخته له محاصره کلیو د ماشومانو او مېرمنو د اېستو لپاره د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ یو څو ساعته اوربند وشو، ایله د لسو کورنیو ماشومان او مېرمنې له سیمې وتلې دي، خو پاتې نورو غرونو ته پناه وړې ده.

په دانګام کې یوې سرچینې محور ته وویل، د دغو کورنیو مالونه او څاروي طالبانو د غنیمت په نوم پخپلو کې سره وېشلي او یوه برخه یې د پاکستاني طالبانو د غنیمت لپاره باجوړ ته هم اړولي دي.

په کارکوډ سیمه کې د غره په څوکه دانګام ته تېره شوې لاره طالبانو په ماینونو الوزولې او د ملي ځواکونو مخه یې نیولې ده. طالبانو د غرونو په لوړو کې مورچلې جوړې کړې دي.

په کونړ کې ازاد خبریال عمران واک محور سره په خبرو کې وویل، د جګړې د سیمې خلکو ورته ویلي، چې دانګام ته تازه دمي طالبان هم رسېدلي او افغان ځواکونو ته جګړه نوره هم سخته شوې: ((د محاصره سیمو ماشومانو او مېرمنو غرونو ته پناه وړې، خو خوراکي توکي ورسره ختم شوي، سړه هوا یې هم ژوند ګواښي.))

په ختیځ کې د ۱۰۲ سیلاب قول اردو ویاند جګړن هارون یوسفزي پرون ناوخته په دانګام کې د جګړې له لومړۍ کرښې محور سره په خبرو کې وویل؛ ځواکونه یې په پوستو کې ځای پر ځای شوي او له محاصره سیمې د مېرمنو او ماشومانو د اېستو لړۍ روانه ده، خو نوموړي ونه ویل چې تر اوسه څومره کورنۍ له دغې سیمې اېستل شوې دي: ((هره ورځ له سهاره تر مازیګره له مختلفو لارو د ماشومانو او مېرمنو ډلې، ډلې د جګړې له سیمې په وتو دي. زموږ د پرمختګ مخه په لویو لارو کې خښ شویو ماینونو نیولې.))

په ټولنیزه میډیا کې د دانګام جګړې په تازه خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې وزیرستاني، پنجابي او ازبک جنګیالي هم جګړې ته رسول شوي دي.

له دانګامه هغه غاړه ډیورنډ کرښې ته څېرمه باجوړ کې د پاکستاني طالبانو ۱۲۰۰۰ کسیز نظامي مرکز شته، چې له نیټي کنډو تر دین شاهي سیمې پورې په هر یو کلیو متر کې له دوو تر دریو پوستې لري، خو پوښتنه دلته ده، چې دغه پاکستاني پوځیان جګړې ته پر همدغه لاره را تېرېدونکي طالبان ولې نه ویني؟

د دانګام اوسېدونکي محمد شکیب محور ته وویل، چې په جګړه کې پاکستاني پوځیان هم شته او د ۱۷ وژل شویو سرتېرو جسدونه له ډیورنډ کرښې اړول شوي دي.

پرون شپه جیټ الوتکو پر دانګام بمبار وکړ او ۱۳۵ طالبانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، خو دولتي ځواکونه ندي توانېدلي چې سیمه په بشپړ واک کې واخلي.

6 thoughts on “محور ورځپاڼه: طالبانو له دانګامه لوټلي مالونه باجوړ ته اړولي دي”
  1. زمونگ بیغرته دینی عالمان چپه خوله خاموشه ناست دی او تماشا کوی….!!! دغه یی وخت دی چه تول د افغانستان دینی عالمان په یوه خوله دطالبانو او تور مخی پنجابیانو پر ضد دجهاد اعلان وکری، تاسی به یی وگوری چه دا تور مخی نیست او نابود کیگی که نه.

  2. څه وکړو چاره څه ده؟ زوریږو پهدردکی شریک یو خو افسوس زموږ په دوه ریس جمهورانو دوی قدرت ویښی ماشومان ښڅی بوډاګان په ویر او ماتم کی مرګ ته شپی سبا کوی خوصرف دومره به ووایم چه !
    ای لویه خدایه ددوی پر ښڅو ماشومانو باندی همدغه خالت راولی چه دمظلوم فریاد نه خبرشی.

  3. تر ټولو لومړی خودپنجابی پوځ اودهغه سره دببرڅڼواوداسلام څخه ناخبره جوجو ماجوجو یعنی طالبانو ماته اوخرپل کیدل ټولو افغانانو ته مبارکی وایم.لوی خدای ج دی ټولو هغه کونړیانو ته چه په میړانه یی دافغان وطن څخه دخپل ځان او کورنیو په سرشندنه دفاع وکړه لوی اجر اوثواب ورکړی. اوهمدا ‌‌‌‌‌‌ډول هغوی چه یایی ددی بالا او افت په مخنیوی کی ناغیړی کړی اویایی دای ایس ای سره لاس لرلی ،په دی اوهم هاغه دنیا کی شرمنده اوسپک کړی. همدا ‌‌‌‌‌‌ډول هغه وکیل صاحبان او دمشرانو جرګی غړی اونور چه ددانګام اونورودمحاصری لاندی سیمو څخه لیدنه کړی،ورته دعزت ژوند ارزو لرم. دافغان وطن هره لویشت دی دپاکستان پوځ دیونیفورم په غاړه پوځی او هم په ملکی لباس پوښل شوی جوج او ماجوج یعنی طالب په جامه کی سور تنور وګرزی.

  4. افسوس زمونزه افغانانو به حال له هر طرفه وزل كيزو ، لوت كيزو ، او تعذيب كيزو دا ولي او دكومو كناهونو به سبب الله (ج) مونزه ته دغه سزا راكوي يا الله (ج) ته خو زمونزه توبه قبول كري او له دغو مشكلاتو حخه مو نور خلاص كري امين

  5. الله پاک دی مونږ ته اتفاق او اتحاد په برخه کړی مونږ خپل منځ کی جوړ نه یو نو ځکه نن دا تور مخی پنجابیان او ملا فضلو پر مونږ دا نخری کوی الله پاک دی دا چټلستان له خاورو سره خاوری کړی او نقشه دی د ځمکی له کری له منځه یوسی خدای پاک دی هلاک او تباه کړی او دا نړی ددی سرطانی دانی څخه په امن کړی خدای دی د چټلستان نه طالب پریږدی او نه هم ملا او نه هم بل یی، دوی هغه ناروا خلک دی چی د ټولو خارجی سیاست د افغانستان په مقابل کی یوه ده الله پاک دی دوی تباه کړی او دا مظلوم ولس دی تری خلاص کړی

ځواب ورکول عبدالرحيم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *