طالبانو په هلمند کې د مرمۍ جوړولو فابریکه جوړه کړې

د ولسي جرګې غړي وايي، وسله والو طالبانو له يوې نيمې مياشتې راپدېخوا د هلمند ولايت د ديشو ولسوالۍ په دوو سيمو کې د مهماتو د توليد ماشينونه ځای پرځای کړي، د راکېټ، دهشکې، زکويک او کلاشينکوف مرمۍ توليدوي.

معلومات په ډاګه کوي، چې په دې فابريکو کې د کورنيو کاريګرو ترڅنګ ګڼ شمېر عرب او پاکستاني انجينران هم کار کوي، د طالب اورپکو او د نشه يي توکو د قاچاقبرو لپاره مهمات توليدوي.

پخوا به د دويم نمبر جنګي مهماتو تولید په قبایلي سیمه تیرا کې کېده، خو داخبره په ډاګه کوي، چې وسله وال یاغیان د ګاونډیو استخباراتو په مرسته خپل کاروبار دلته مصئون ویني.

ځايي خلک وايي، د هلمند په جنوبي ولسوالۍ ديشو کې له يوې نيمې مياشتې راپدېخوا طالب اورپکو او د نشه يي توکو قاچاقبرو د مهماتو د توليد فابريکې جوړې کړې، د بهرنيانو په مرسته د يادې ولسوالۍ په چوتو او بهرامچه سيمو کې د کلاشينکوف، زکويک، دهشکې او راکېټ مرمۍ توليدوي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالجبار قهرمان وايي، په دغو فابريکو کې د ځايي خلکو ترڅنګ عرب او پاکستانيان کار کوي او د جګړې لپاره مهمات توليدوي.

ښاغلي قهرمان محور ته وويل، دا سرحدي سيمې دي، چې د نشه يي توکو د قاچاقبر په ملاتړ طالبانو داځل دمهماتو توليد پيل کړی دی.

د ولسي جرګې غړي په دې اړه اندېشنه ښيي او وايي، که يې مخه ونه نيول شي، دا به په هلمند کې يوې بلې خطرناکې جګړې ته لار اواره کړي، چې مخنيوی به يې بيا ستونزمن وي.

ځايي خلک وايي، له نېږدې دوو مياشتو راپدېخوا په ځينو سيمو کې خلک د وسلو پوچک مرمۍ ټولوي. دوی وايي، بهرني انجينران په دې برخه کې ځايي خلک روزي او د توليد په چل يې پوهوي.

پخوا به د دويم نمبر جنګي مهماتو تولید په قبایلي سیمه تیرا کې کېده، خو داخبره په ډاګه کوي، چې وسله وال یاغیان د ګاونډیو استخباراتو په مرسته خپل کاروبار دلته مصئون ویني.

توچو او بهرامچه د نشه يي توکو د پروسس او قاچاق ستر مرکزونه دي او د افغان حکومت تسلط پکې کم دی.

په هلمند کې د مدني ټولنې فعالين او ازاد خبريالان وايي، د افغانستان په ډېری سيمو کې د نشه يي توکو د توليد عادي لابراتوارونه موجود وو، خو په بهرامچه کې اوس په پرمختللې ډول فابريکې رامنځته شوې، د نشه يي توکو توليد کوي او له هغه ځايه يې بهر ته صادروي.

محور ته رسېدلي معلومات په ډاګه کوي، چې په سيمه کې د طالبانو قومندان او د نشه يي توکو لوی کارباري شاولي بلوڅ چې په ضرر مشهور دی، د مهماتو د توليد کاربار هم د ده تر مشرۍ لاندې پرمخ بېول کېږي.

ددې ترڅنګ د افغانستان په ډېری ولايتونو لکه د ماينونو د جوړولو او په دې برخه کې د ځوانانو نه کار اخستل له وړاندې روان وو، خو د مهماتو توليد بيا نوې خبره بلل کېږي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک واي، په دې اړه ورته راپورونه رسېدلي، خو د کره کولو په لټه کې يې دي. دی وايي، د دې کار لپاره مو يو ګډ کميسيون هم ټاکلی چې تحقيقات بشپړ کړي او يوه طرحه جوړه کړي.

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: طالبانو په هلمند کې د مهماتو د توليد فابريکې جوړې کړې”
  1. داجه دولت ورته ياغيان وي هغو وتوانيده جه د مهماتو دتوليد كارخاني جوري او خبل مشكل به خبله رفع كري .بياهم افرين به دوي جه دخبل أعمالو تطبيق به لته كي خبل مشكل به خبله حل كوي .

    رابه شم دافغانستان يو قانوني دوه قدرته ملي دولت ته ..
    دوي ونه كرلي شول جه درايو تر اخستو وروسته تر دغه دمه يو٢٤كيزه كأبينهء جوره كري او سر برستي اداري له سر برستي وزغوري .هر يو دخبل خان او دخبلي دلي به منظور كار كوى او دملت نور وكري دميري دزامنو حيثيت ورته غوره كري .كه يو ريس جمهور دملت به غم كي يو مملكت ته خي بل فكر كوي جه زه وروسته باتي شولم هغه فوراء بل مملكت ته دسفر ملا تري داخكه جه دبود جي خخه يو خه دالر تر لإسه كول دي .
    نور دوستانو بوري اره لري جه افرين به واءي او كه كومه بلهءءءءءءءكلمه ورته انتخابوي زه نه غوارم جه خبل ه باكه أراده به خرابو تكو توره كرم .

  2. غلامانو ته چه کومه اصلحه دگردی کفری دنیا سخه راروانه ده نو هیس خبره نسته،
    طالبانو چه یودوه فابریکی جوری کری نو په تاسو اسمان راپریوتو ابله خو یی خوند اوکرو من یی مرمی تیاری کری بله ورز به اصلحه تیاره کری ماشاالله سخت خوندور خبر مو خپور کری

  3. ټولو لوستونکو ته سلامونه! زه نه پوهيږم چی زموږ استخبارات پر څه مصروف دی که دوی نشی کولای چی داسی مهم واقعات کشف کړی، نو دمحترم قهرمان صاحب څخه چی هم نظامی اوهم په خلکو کی نفوس لری ولی ګټه نه پورته کوی ،دمحترم جمهورريس څخه هيله ده چی دوطن دنجات لپاره دتجربه کارو ،برجسته او ښو کدرونو څخه په ټولودولتی ارګانونومقرر اوګټه واخلی .موږ دفيل په غوږو کی بيده يو،او دامعلومه سو جی پاکستان خپل ځان سپين چرګ کړ او دتروريزم پړه يي پر افغانانو واچوله،. نودی خبری ته بايدښه فکر وکړو چی په دی کی نور څه هدفونه دی.

ځواب ورکول سیف الله منصور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *