امريکا او لویديځ ملاتړي یې په یو داسې پروګرام برياليتوب ته نږدې شوي، چې طالبان او اوسنی دولت پر افغانستان د تسلط او له نړۍ سره د اړيکو برابره ونډه ولري. دغه دواړه دولتونه به تر لسو کلونو خپل منځ کې ناندرۍ لري، کله به سره شريک کار هم کوي، خو یو په بل کې د مطلق ادغام امکان يې نشته.
په قطر کې د طالبانو نوی دفتر به د سفارت په امتیاز له ګردې نړۍ سره د یو رسمي دولت د معاملو صلاحیت ولري. د طالبانو لپاره د مالي سرچينو موندلو بنده لاره خلاصه شوه، د اورپکو عنوان بدل شو او د خنجر او ډيالوګ توازن به د راتلونکي امارت د تضمین لاره هواروي.
بل خوا افغان دولت پرون رسماً ازادي واخيسته، ۳۵۰ زره افغان امنيتي ځواکونه به خپله خاوره ساتي، د بې پيلوټه سيوری به یې پر سر وي او نړۍ به یې د وسلو تجهيز کوي.

ښايي په افغانستان د واکمنۍ د دوام لپاره تر اوسني حکومت طالب مشران ډېر ډاډه وي؛ چې دولس کاله وروسته د بُن د غونډې په شان امريکايان هغوی ته د خپل ښه نیت نمایش کوي.

په قطر کې د افغانستان دوه سفارتونه جوړشول، دغه سفارتونه له ګردې نړۍ سره اړيکي پاللی شي، خو په خپل منځ کې د خپلوۍ پالنې جواز نلري.

په قطر کې د طالبانو سفارت به د یو رسمي دولتي استازي کور په څېر له ټولو امتیازاتو برخمن وي، له نړۍ سره له دیپلوماتيکو اړيکو نيولې تر مالي مرستو جلبولو، سياسي سفرونو، په کنفرانسونو کې د افغانستان تر استازولۍ پورې هرڅه د قطر مېشت طالبانو لپاره مهیا دي.

د طالبانو لپاره دغه دفتر د افغانستان په کليو کې د طالبانو په جنګي شدت هېڅ شرط نږدي، په سياسي قاموس کې دې ته د خنجر او ديپلوماسۍ د توازن اصطلاح کارېږي، چې یو د بل لپاره ضمانت کوي.

د سولې په عنوان د همدې انکشاف بلې څنډې ته امريکا او ناټو له خپل یو بل متحد دولت سره د معاملې نوی پړاو پيل کړ. په کابل کې ولسمشر کرزي د امنيتي انتقال یوې سترې غونډې ته وویل، دوی ازاد شول، خپلواک شول او له طالبانو هم غواړي چې خپلواک شي. له دې وروسته به د افغانستان کورنۍ امنيت د ۳۵۰ زره افغان ځواکونو په مټ ساتل کېږي، خو له چا نه چې د ناامنۍ د خورېدو وېره ده، هغه مطلق په هغو طالبانو پورې اړه لري، چې په قطر کې يې رسمي سفارت پرانیست او له نړۍ سره خبرې پېلوي. اوس به د افغان امنيتي ځواک او اورپکو د عنوانونو خلاف دوه حريف دولتونه سره جنګېږي، چې دواړو ته امريکا په خپل دیموکراتيک او مالي ملاتړ مشروعیت ورکړی دی.

له طالبانو او حاکم افغان دولت سره د امريکا د اړيکو توازن په ډاګه کوي، چې د افغانستان راتلونکي لس کاله به څه ډول تېرشي.
د سياسي چارو افغان شنونکی محسن هادي وايي، طالبان او افغان دولت د ډېر مهال لپاره سره جنګېدای شي، کیدای شي یو مهال ګډ حکومت هم جوړ کړي، خو تر ډېره مهاله په یوه هغه کې د دواړو د ادغام شونتیا نشته.
په ترکيه کې د طالبانو یو سياسي مشر طیب اغا جان وايي، دوی د امارت د جوړولو شوقيان ندي، خو د امارت جوړېدو احتمال ويني.
دغسې څرګندونې یوازې د پخواني سخت دريځي طالباني نظام اعمال توجیه کوي، ښايي د دویمې مرحلې طالبان منځلاري وګڼو، مګر سوال دادی، چې واک ته د طالبانو رسونکي کوم ډول طالبانو ته اړتيا لري، چې منځلاري وي او که په سنګسار باورمن قاضیان؟

بلې خواته شمالي ټلواله او ځينې پخواني جهادي قوماندانان ولسمشر کرزی ددې لوبې دخيل لوبغاړی ګڼي، چې د طالبانو د راتګ لاره هواروي او شمالي ټلواله حاشيې ته ټېل وهي. د نظار شورا یوه غړي محور ته ويلي، د بشري حقونو نوی ټاکل شوی کمېشنر مولوي عبدالرحمن هوتک د ملا عمر استازی دی. د شمالي ټلوالې اندېښنو ته د ولسمشر لومړي مرستيال قسيم فهيم لا شدت ورکړ، چې د طالبانو په راتګ کې د غره انتخاب غوره بولي. ښايي د فهيم نظريه د هغو قوماندانانو له ناستې سرچينه اخلي، چې دوه اونۍ وړاندې په پروان ولایت کې ددې موضوع په پټه څېړنه راټول شوي و، چې دولس کاله وروسته د طالبانو په څېر د امريکا له خوا له تجريد سره مخامخ دي.

5 thoughts on “محور ورځپاڼه: طالبان حکومت جوړولو ته یو ګام ورنږدې”
  1. زما شخصی نظر دادی چی دا د افغانستان سره د امریکا یوه لوبه ده ځکه چی یوولس کاله له طالبانو سره وجنګیدل په زرګونه افغانان یی شهیدان کړل او په سلګونو کورونه یی له خاورو سره خاوری کړل او په زرکونو افغانان یی په زندانونو کښی ساتلی دی چی تر اوسه یی ښځی او میندی په انتظار ناستی دی خو اوس بیرته هغه دښمن دوست شو او یو رسمی سفارت یی پرانستی چی د امریکا له خوا به یی مالی ملاتړ کیږی او بل دا چی دوی دواړی خواوی غواړی چی خپل اوږدمهاله ملګرتیا پټه وساتی ځکه چی امریکایانو او طالبانو دواړو په زرګونه بی ګناه افغانان وژلی دی نو په یوه ورځ د دښمنی او دوستی نښانی ښیی لکه دوستی یی په قطر کی د دفتر پرانستل او د دښمی نښه یی د طالبانو له خوا پر بګرام د توغندیو برید کول دی چی امریکایان پکی له منځه ځی دا د دی په خاطر کیږی چی عامو خلګو ته داوښیی چی مخکی هم موږ یو د بل دوستان نه و او اوس هم نه یو خو حقیقت بیا داسی نه دی بلکی دوی مخکی له مخکی یو د بل سره دوستان وو او یوازی یی د افغانسان د ورانولو نیت درلودی خو موږ باید پدی ونه غولیږو ځکه دوی مخکی هم یو د بل سره تماس درلودی او دواړه یو دی .و

  2. sallaam.ailcom…… Zama pa nazar che waqee taliban da afghanistan astazi tuba kawli shee za ka che 11 kala teer shwa.beya ham taliban alllah j berta rawistal awo pa afghanistan che afghanano ta har qesm nuqsan raseedali dadai zemadar qarzai awo da da qabena bayad hasab aw ketab war ki was tulo dunya ta maloma shawa che da sok ghulaman wa awo sok afghanan wa apzuz da che mujahideen lak sayaf awo atta lak da noor sharmeedal ta wagura

  3. ډیرو محترمو ورونو اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاة ! زه له هغه افغانانو څخه دا پوښتنه کوم چی آیا طالبان افغانان ندی یا ددی ملک اوسیدونکی ندی چی ځینی ډلی لکه فهیم چی ویل که طالبان په حکومت کی شامل شو نو زه غر ته خیژم الله دی تا نر کړی چی غر ته وخیژ دا لس کاله چی دومره پښتون قوم باندی ظلم وشو او په زرګونوپښتان په شهادت ورسیدلو پریږدی چی تاسو هم لږی ددی څخه برخمن شی وګور چی څومره به په خپل خبر باور او عقید ولری

  4. ګرانه وروره په لوبه کی مړی نه کیږی دا خو په جنګونو کی مړی کیږی
    نعوذبالله امریکه په خدایی مه نیسی چی څه کوی کولای یی شی
    ساده خلک همیشه واړه تحریکونه په غټو پوری تړی

ځواب ورکول عبادالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *