د طالبانو ولايتي کمېسيونونه هغو خلکو ته د مصونيت کارتونه ويشي، چې له دولت سره له کارکولو او اړيکو لاس اخلي.
دغه کارتونه د کوټې شورا په تصويب او لاسليک سره د ولايتي طالب مشرانو له خوا حتی هغو کسانو ته هم ورکړل شوي، چې يا پخوا کې لوړ پوړي دولتي چارواکي وو، يا يې د قرارداديانو په توګه کار کاوه، خو نور له دولت سره اړيکي نه ساتي.
د کارتونو ترلاسه کوونکو ته ويل شوي، چې دوی په هر ځای کې د طالبانو له خوا مصون دي او دوی تسليم شوي بلل کېږي.
په تېرو دوو مياشتو کې ددغو کارتونو د ويش لپاره پراخ تبلغات شوي و او په لومړي سر کې طالبانو په دې هکله پيغام پاڼې هم خپرې کړې وې. طالب مشران دې پروسې ته د بښنې او ملاتړ نوم کاروي. د دوی په خبره دغه پرېکړه د کوټې شورا له خوا تصويب شوې او کارتونه هم د کوټې شورا له تاييد وروسته د اعتبار وړ دي. کارتونه هغو کسانوته ويشل کېږي، چې پخوا د طالبانو له وېرې خپلو کليو ته نشوای ستنېدای او يا د طالبانو له خوا په غايبانه ډول محکوم وو. په وردګو، لوګر، زابل او هلمند کې ځينو کسانو دغه کارتونه ترلاسه کړي، خو تردې مهاله په کارت اخستونکو کې د لوړپوړو دولتي چارواکو پيژندنې په اړه معلومات نشته. يوه سرچينه چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي، محور ته وويل، د ولايتي شوراګانو زياترو غړو له طالبانو سره تماسونه نيولي او دغو کارتونو ته يې نوم ليکنه هم کړې ده. هغه کسان چې کارت اخلي، ژمنه به کوي، چې نور له دولت سره کار نه کوي، له بهرنيو ځواکونو سره اړيکه نه ساتي، خو په شرايطو کې له بهرنيو موسسو سره د کار نه کولو په اړه څه ندي راغلي. د کارتونو اخستونکي وايي، دوی ته ندي ويل شوي، چې طالبان شي، خو له طالبانو سره د خواخوږۍ شرط يې ورسره منلی دی.
ځايي خلک وايي، طالبان غواړي، په دې توګه له خپلو کليو فراري خلکو ته د ملګرتيا فرصت ورکړي او له دولت څخه د خلکو بېلولو زمينه د ځان په ګټه وکاروي او د طالبانو ولايتي کميسيونونو په کوچني اختر کې د ملاتړ او بښنې د پروسې په نامه پيغام پاڼې خپرې کړې وې، خو دا مهال له ډېرو خلکو سره دغه کارتونه ليدل شوي دي.
په ولسي جرګه کې د کورنيو او امنيتي چارو کمېسيون غړې وږمه ساپۍ وايي، يو شمېر کسان شايد د ځان او خپلو ګټو د خوندي کولو په هدف دې کار ته مخه کړي، خو ددې څه هېڅ ډول ضمانت نشته. دا زياتوي، په څو څو ځله طالبانو په دې ډول خلک تېر ايستلي دي :((طالبان يوه منظمه ډله نده، دا کار يوازې د خلکو د تېر ايستلو لپاره تر سره کوي.))
په داسې حال کې چې له يوې خوا طالبان د مصونيت په نامه کتبي ضمانتونه ورکوي، له بل لوري د لوی اختر په شپو کې هم له کندهار تر ميدان ښاره په غځېدلې لويه لاره ګڼ کسان د طالب اورپکو له خوا له موټرونو راښکته شوي او له دولت او بهرنيو موسسو سره د کارکولو په تور ورسره بنديان دي، چې ښايي زياتره يې ووژني. تر کوچنې اختر وړاندې د کابل کندهار په لويه لاره طالبانو په څو بېلو سيمو کې تر ديارلسو زيات مسافر له دولت سره د تړاو په تور وژلي و، چې د ډېريو يې کورنيو جنازې ترلاسه نکړای شوې. همدا ډول يوه پېښه کې د غزني مقر ولسوالۍ ته څېرمه د طالبانو په لاس د وژل شوو دوه ځوانانو مړي سپيو خوړلي وو.
داحقیقت دی داماپه خپلوسترګولیدلی چی ده طالبانوده والی معاوینددولسوال اودجلب وجذب دامیرلاسلیک باندی وی اوټول طالبان اعتبارورکوی دنن سه څلورکاله مخکی زموژیوقریب ده ملی اردوقمندان اواوطالبانوته تسلیم سوپه هغه وخت کی یوپانړه ورکړه چی ده لوړپړوطالبانولاسلیکونه باندی وه اواوس داکاډونه ورکوی چی په وخت ده تسلمی کی یادقومی سپین ژیروپه ضمانت داکاډدرلاسه کیدی سی یاکه ضمانت نوی بل دطا لبانوقمندان به ضمانت کوی که داټول نه ده تسلیم سوی شخص مزکه به غصب کیژی کی دتسلمی بعدوفاوه نه کړه داده سترګولیدلی حال دی