ځايي خلک وايي، د ننګرهار په اوو ولسواليو کې طالبانو د افغان امنيتي ځواکونو بایومیټریک ډيټا ترلاسه کړې، چې د عسکرو او پولیسو هویت پکې ثبت دی.

په خوګیاڼو، کږه، چپرهار، حصارک، پچيراګام، وزيرو او شېرزادو ولسوالیو کې چې طالبان په هر چا شکمن شي، د همدې سیار بایوميټریک په وسیله چې ادعا کوي، د افغانستان د امنيتي ځواک اړوند دی، د خلکو د ګوتو نښه اخلي او د پولیسو او عسکرو په نوم یې وژني.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، ددوی بایو میټریک کاملاً‌ خوندي‌دی.

له تېرو دريو کلو راپدېخوا د ننګرهار په يوشمېر ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو د سرتېرو په جنازه او خښولو بنديز وو، خو اوس يوشمېر ډلې يوازې په دې لټه دي، چې هغه کسان پيدا او محاکمه کړي، چې له افغان حکومت او په ځانګړې توګه له امنيتي ځواکونو سره يې دنده تر سره کړې ده.

ځايي خلک او له طالبان راخوشې شوي کسان وايي، د ننګرهار په خوګیاڼيو، کږه، چپرهار،حصارک، پچيراګام، وزيرو او شېرزاد ولسوالیو کې طالبانو د امنيتي ادارو بایومیټریک ډيټا تر لاسه کړې، چې دپوځيانو او پولیسو ټول هویت پکې درج دی.

د طالبانو له منګلو خلاص شوی د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي مير حمزه وايي، په کږه ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري ونيول شوم، تر پلټنو وروسته يې زما ګوته يوه ماشين ته ورکړه او راته يې وويل، که په امنيتي ادارو پورې اړوند وې، نو دلته معلوميږي.

د سيمې يو بل اوسېدونکی چې په ملي پوځ کې دنده لري او اوس په جلال اباد ښار کې اوسيږي وايي، دا لومړی کس نه دی، چې د طالبانو له لوري پرې دا ډول پلټنې ترسره شوې، بلکې تر دې وړاندې يې په حصارک او چپرهار ولسواليو کې هم ځينې کسان پلټلي او ددې سيار سيستم په مټ يې د هغوی د ګوتو نښې اخستې دي، چې ځينې کسان لا بې درکه دي.

ځايي خلک وايي، له تېرو دريو مياشتو طالبانو په امنيتي سرتېرو پسې چاڼ جدي کړی، چې په هر چا شکمن شي، د همدې سیار بایوميټریک سيستم په مټ یې د ګوتې نښه اخلي، که چیرې ګوته په دغه سيستم کې ثبت شوې وي او ثابته شي، نو ياد کس له محکمې پرته وژل کېږي.

ځايي سرچينې وايي، دا له ډېره وخته ده، چې طالب اورپکي تر ټولو لومړی د هغه چا له منځه وړلو او برمته کولو ته لومړيتوب ورکوي، چې په دولتي اډانه په ځانګړې توګه پوليسو، اردو او يا هم ملي امنيت کې يې دنده تر سره کړې وي.

يو ځای يي خبريال چې له لسو ورځو راهيسې په دغه موضوع څېړنه کوي ايي، طالبانو په څو ځله هغه دولتي کارکوونکي او افغان امنيتي سرتېري چې خپلو کورونو ته په رخصتيو تللي نيولي او وژلي دي: ((پاکستاني جنګيالي بيا له هېچا سره غاړه نه وړي او د سيمې له خلکو سره خورا ناوړه چلند کوي. دوی چې په چا شکمن شي، تر تېغ يې تېروي.))

د ده په وينا اوس په خوګیاڼو،چپرهار،حصارک، شېرزادو او نورو ولسوالیو کې د امنيتي ځواکونو سرتېري نه واسيږي او له وړاندې يې خپل کورونه ايستلي دي، يا مرکز کابل او يا هم جلال اباد ښار ته کډه شوي دي: (( د دولتي کارکوونکو خپلوان ټول تر ګواښ لاندې دي او هر وخت ورته اخطارونه ورکول کېږي، چې خپل اولادونه له دولتي ليکو وباسي.))

د دفاع وزارت مرستيال وياند جنرال دولت وزيری وايي، د افغانستان د ملي پوځ بايوميټريک سيستم خوندي او د استخباراتو په اډانه کې دی. دی وايي، ددې برخې کسان پوره روزل شوي او دا به ناشونې وي، چې دې څه ته دې طالبان لاس رسی پيدا کړي.

ښاغلي وزيري زياته کړه، طالبان د پاکستانيانو په مټ په دې لټه کې دي، چې افغان امنيتي سرتېري تر نورو ډېر وځپي، دا ځکه چې د ځان لپاره يوازينی خطر همدوی ګڼي: ((طالبانو په څو ځله هغه پوځيان برمته کړي، چې خپلو کورونو ته په رخصتيو تللي، وژلي يې دي، ان دوی هڅه کوي، چې په خپلو سيمو کې يې جنازې هم پرېنږدي.))

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: طالبان په بایو میټریک کې افغان سرتېري لټوي”
  1. هیله ده چې د تاند ګروتپاڼې چلوونکي سم او کره پښتو وکاروي. په دې لیکنه کې خوګیاني ولسوالۍ لیکل شوې ده. خو د دې کره او سم لیکدود خوږیاني دی . له تاند پرته له نورو لیکوالانو او ورځپاڼو لکه محور له چلوونکیو څخه هیله کیږي چې تر دې وروسته خوږیاني ولیکي.

  2. د داسی افواهاتو خپرول به د ملی اردو د سرتیرو روحیه ضعیفه نه کړی. پرهغه چا چی د اسلام دین ، ګران او ویاړلی افغانستان او خپل هیواد او خلک ګران وی او د هغوی د دفاع لپاره یی عسکری کمربند تر ملاتړلی وی او د خپل هیواد او ملی نوامیسو د دفاع په خاطر یی تحلیف کړی وی، د داسی پوچو تبلیغاتو پروا نه کوی. د ملی اردو سرتیرو لا پخوا خپل سر په لاس کی نیولی دی او له مرګه نه ډاریږی.
    دا یواځی د پنجابی تورمخو تبلیغات او افواهات دی چی غواړی پدی ترتیب سره د خلکو روحیه ضعیفه کړی او د خلکو منځ کی ویره او دهشت خپور کړی.
    د افغانستان قهرمان او اتل پوځ به د دهشت ګرو خولی او زامی ورماتی کړی چی نور زمونږ ولس ونه ویروی. ژوندی او پیاوړی د وی افغان اتل ملی پوځ.

ځواب ورکول Hashemi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *