جمعيت او په کمپاين کې د عبدالله جهادي پلويانو عبدالله عبدالله ته يوه نظارتي کمېټه ټاکلې، چې د ده په معاملو څارنه وکړي.

جمعيت ته نېږدې سرچينې وايي، دوی په اجرايه رييس عبدالله کاملاً بې باوره شوي دي او دغه بې باوري په کابينه کې د ځينو غير جمعيتي کسانو د ټاکلو او په تېره د نورالحق علومي له ټاکلو وروسته رامخته شوه.

معلومات په ډاګه کوي، چې عبدالله غواړي، په انتخاباتي کميسيونونو کې په اصلاح سره په نورو برخو کې له اشرف غني سره توافق ته ورسيږي، خو چې په کميسيونونو کې اصلاحات د ده په خوښه وي.

سرچينې وايي، پخوانۍ شمالي ټلواله په دريو برخو وېشل شوې ده او ترمنځ يې ژور درځونه او بې باورۍ رامنځته شوي دي.

د ولسي جرګې ځينې غړي او شنونکي وايي، ددې ژورو اختلافاتو يوه ښه بېلګه تورن اسماعيل خان دی، چې د ونډې د نه تر لاسه کولو له امله يې په دې وروستيو کې خوله سپړلې او ګواښونه کوي.

عبدالله غواړي، د انتخاباتي کميسيونونو په اصلاح سره په نورو برخو کې له اشرف غني سره توافق ته ورسيږي، خو چې په کميسيونونو کې اصلاحات د ده په خوښه وي.

يوه ډله چې يونس قانوني، بسم الله محمدي او ځينې نور لوړ پوړي جمعيتيان پکې دي، هغوی په حکومت کې د پنجشېريانو د ونډې راکمېدل د عبدالله عبدالله پلان شوې برنامه ګڼي، چې غواړي، له جمعيت څخه خپله اتکا نورو اړخونو ته پراخه کړي او د جمعيت پر ځای خپله د ټلوالې، نظار شورا، جمعيت او په کمپاين کې د يو غټ فيګور په توګه په صحنه کې ولوبوي.

بله ډله چې استاد سياف، تورن اسماعيل خان او ځينې نور انتخاباتي مؤتعلفين يې پکې راځي، هغوی له عبدالله څخه د هغو ژمنو تعميل غواړي، چې په ليکلې بڼه يې تر انتخاباتو مخکې د واک د وېش يا په حکومت کې د ونډې په اړه لاسليک کړي وو.

جمعيت او په کمپاين کې د عبدالله جهادي پلويانو عبدالله عبدالله ته يوه نظارتي کمېټه ټاکلې، چې د ده په معاملو څارنه وکړي، دغه ډول يو کار د ټاکنيزو ناندريو او جوړ جاړيو پر مهال هم شوی وو.

جمعيت ته نېږدې سرچينې وايي، دوی په اجرايه رييس عبدالله کاملاً بې باوره شوي دي او دغه بې باوري په کابينه کې د ځينو غيرو جمعيتي کسانو د ټاکلو او په تېره د نورالحق علومي له ټاکلو وروسته رامخته شوه.

د ولسي جرګې غړې ارين يون وايي، کله چې وزيرانو له ولسي جرګې څخه د باور رايه تر لاسه کوله، نو د خپلو ډلو د کسانو له لوري يې ورته منفي تبليغات کېدل او د هغوی د ناکامۍ هڅې روانې وې. دا وايي، دا کارونه ځکه کېدل، چې د يوشمېر کسانو ګټې په خطر کې وې.

دغه اختلافونه اوس په يوه عادي حد کې نه دي او عبدالله د جمعيت د غږ کمزوري کولو لپاره صلاح الدين رباني له ځان سره ساتي.

د عبدالله تر څنګ عطا محمد نور يوه بله سياسي لوبوونکې هسته ده، چې د ټولو نظرياتو خلاف د جمعيت د رهبرۍ لپاره ځان جوړوي او د بهرنيو چارو د وزير په توګه د صلاح الدين رباني په کانديداتورۍ کې يې قوي رول ولوباوه او فشار يې راوړ.

عطا محمد نور غواړي، چې د بلخ له ولايت وروسته د جمعيت د مشر په توګه را څرګند شي، په پارلمان کې ځينې کسان ولري او په دې توګه د عبدالله عبدالله پل په يو بل ډول تعقيب کړي، دی غواړي، چې په راتلونکو ټاکنو کې يو مهم سړی وي.

10 thoughts on “محور ورځپاڼه: عبدالله د خپل ټیم له سختو مخالفتونو سره مخ دی”
  1. معنی داده چی شمالی ټلواله اوس هم د اهلیت پسی نه دی بلکه حق غواړی هغه که روا وی یا ناروا زه فکر نه کوم چی دا هیواد دوان شی اول خو اشرف غنی او عبدالله ملی وحدت حکومت ددی بنیاد یی کیښود چی راتلونکی کی هر بایلونکی ډله به ګډوډی جوړ کړی او حکومت کی برخه واخلی نو د اشرف غنی د ملی وحدت تر نامه لاندی حکومت غلطه پالیسی و او دی

  2. شورا نظار بیا په ټوله کی جمعیت د خدای پاک نور هم سره بی اتفاقه کړی، وایم چی خدایه پاکه ته یی له سره نابود کړی. همدغه ډله یا ګروپ دی چی افغانستان ته یی اور ایښی دی.
    موږ له ډاکټر صاحب اشرف غنی څخه په کلکه عوښتنه کوو چی د عبدالله سره د ټاکنو بر کمسونونو بلندی معامله ونه کړی،. دا ځکه د عبدالله او ډلی یوازینی همدف دا دی تر څو د ټاکنو په دواړه کمسیونونو کی د خپلی خوښی کسان راولی هغه بیا د د پارلمان په ټاکنو کی اکثریت د خپل ځان په ګټه تمام کړی تر څو ریاستی نظام ته تغیر ورکړی صدراتی یی کړی. او بلاخره افغانستان تجزیی ته برابر کړی.
    نو د اشرف غنی هر ډول معامله د ټاکنو پر کمیسیونونو باندیی د عبدالله سره به تیروتنه نه بلکی حیانت وی.چی اشرف غنی یی کوی.

  3. الله دې دوی ټول داسې تباه او برباد کړي لکه څرنګه يې چې داخوار ولس تباه کړی دی دا ټول ددې رهبرانو له لاسه

  4. عطا محمد بې نور ته وایم ګوړه ګوړه وایه خوله به دې خوږګه وي. د ده دا ارمان چې ګواکي په راتلونکې انتخاباتو کې به يو ډیر مهم کس وي او په راتلونکې کې به ځان ولسمشری ته ځان نوماند کړي نو دا ارمان به له ځان سره قبر ته یوسي. افغانان او افغانستان پردي نوکر، غلامان، لاس پوځي، پلورل شوي، غله، په فساد کګړ او د بیګناه خلکو په وینو چې لاسونه سره وي لکه دي عطا محمد بې نور هیڅکله نه مني او نه دي منلي اوس وخت را رسیدلی چې خپل پټو وڅنډی او یوه ځای کې لمر ته دمه وکړي او د خپلو د ګناه د بښلو لپاره خدای ته روجوع وکړي او پاتې ژوند د خدای په عبادت تیر کړي نه د شراب او کباب په خوړلو

  5. که عبدالله لږ له هوښیاری کار واخلی او د اشرف غنی ملګری او نور ملی ، دموکراتیک ګوندونه او ملی مشران له ځان سره وساتی هم به له خلیفه عطا ، تورن اسمعیل ، یونس غیرقانونی او بسم الله خان نه په امان شی او هم به یی ملی او بین المللی اعتبار زیات شی . له جمهور رییس سره لانجی جوړول به اول عبدالله له قدرته لری کړی او بیا به یی راتلونکی سیاسی پرستیژ ته هم صدمه ورسیږی.

  6. که څه هم سلمانی یو کسب دی او هرکاسب د الله دوست دی ، اما خلیفه عطا خو خپل اصلی کسب پريښی دی، له خپل پدری کسب سره یی مخه ښه کړیده ، خو لکه چی وایی: « څه چی زده کړی په طفلی ، هیر به یی نکړی په پیري». فکر نه کوم د افغانستان خلک په داسی شخص باندی چی مونږ ورته ډم وایو سره را ټول شی. ډم او ولسمشری دومره سره لری دی لکه مځکه او آسمان.

  7. All of them are not taritor they thinkn only for them selves not for the country.if they contineu to apply pressure on Abdullah so Abdullah will definitely demand from Ashraf ghani some unacceptable demands and Ashraf ghani will not be agree with Abdullah and then it will be again a conflict and differences in government which will have deep effect on already collapsed economy of Afghanistan.I think Abdullah should stay with Ashraf ghani and this will be good for his political future internationaly and nationaly.

ځواب ورکول هلال احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *