محور ورځپاڼه: عبدالله عبدالله خپله ماتې ومنله

سرچینې وایي، د اجرایوي پوسټ پر سر عطا محمد نور او صلاح الدین رباني له عبدالله عبدالله خفه شوي او مزار ته تللي دي. دواړه مرستیالان یې هم پخپلې برخې جنجال لري.

عبدالله عبدالله امریکایي استازو ته ډاډ ورکړی، چې که د راتلونکي حکومت برخه وي او یا نه، د پایلو تر اعلان وروسته بحران نه جوړوي، خو د هغه پنځو پلویانو ته دې برخه ورکړل شي، (‌دا کسان پنځه واړه د پنجشیر دي او اختلاف هم د دوی پرسر رامنځ ته شوی دی.)

په کابل کې د امریکا سفارت عطا محمد نور، امرالله صالح او امان الله ګذر سفارت ته ورغوښتي او ګواښلي یې دي، چې که د پایلو تر اعلان وروسته هر ډول ورانی وشو، مسوولیت به یې د همدوی درې واړو پر غاړه وي.

د تحول او همپالنې ګډ اته کسیز پلاوی لا هم سیاسي مذاکرات پرمخ وړي، خو په همپالنې ټیم کې تر اجرایوي پوست صلاحیتونو ورهاخوا د نورو ونډو پرسر اختلافونه د ملي وحدت حکومت د جوړیدو پروسه ځنډنۍ کوي.

معلومات په ډاګه کوي چې د همپالنې مخکښ‌غړي د ونډو په وېش سره جوړ نه شول، بالاخره ځينو یې له ټيمه لار جلا کړې ده.

عطا محمد نور او صلاح الدین رباني د همدغو اختلافاتو له امله له عبدالله خفه شوي او مزار ته تللي دي. د هغه دواړه مرستیالان هم په راتلونکي حکومت کې د برخې پر سر له عبدالله سره په ناندریو اخته دي.

1یوې سرچینې محور ورځپاڼې ته ویلي، د نارنجي اعتراضونو تر ګواښ وروسته په کابل کې د امریکا سفارت عطا محمد نور، امرالله صالح او امان الله ګذر ورغوښتي او ګواښ یې ورته کړی دی، چې که د پایلو تر اعلان وروسته لږ اړو دوړ هم ولیدل شي، ټول مسوولیت به یې د دوی پر غاړه وي: ((وړمه شپه ناوخته عبدالله عبدالله امریکایي استازو سره په خبرو کې خپله ماتې منلې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې، که په راتلونکي حکومت کې واوسي او یا نه، بحران نه جوړوي، ده ژمنه کړې چې د خپلو معترضو ملګرو غږ به هم بدرګه نکړي.))

که څه هم عبدالله عبدالله د اجرايوي پوست د صلاحیتونو زیاتولو لپاره هلې ځلې کوي، خو تردې سخته د خپلو پلویانو راضي کول دي، چې احتمالا به واک ته راځي.

په راتلونکي حکومت کې د تقرر لپاره د پنځو پنجشیریانو معرفي کول هم د عبدالله د مرستیالانو د جدي خفګان سبب شوي دي.

که څه هم تحول او تداوم ټیم تر اوسه دغو کسانو ته د ځانګړو امتیازاتو غوښتنې رد کړې دي، خو همپالنې ټیم ټينګار کوي، چې د دوی له لوري باید امرالله صالح، فضل احمد معنوي، یونس قانوني او بسم الله محمدي د نوي حکومت په کلیدي مقامونو وګمارل شي.

بله خوا محمد محقق او انجینر محمد خان ادعا کوي چې د عبدالله عبدالله له خوا د اجرايوي پوست په اشغالولو سره نور دوی حق نلري، پاتې څوکۍ هم د شمالي ټلوالې منځ کې ووېشي، یعنې د عبدالله دواړه مرستیالان پاتې څوکۍ خپله ونډه ګڼي.

سل په سلو کې د رایو تر تفتیش وروسته، چې بهیر یې پرون پای ته ورسېد لا هم د تحول ټیم تر همپالنې خورا مخکې دی او دغه جوت توپیر ددې سبب شو، چې ملګري ملتونه او امریکا د پایلو منلو په اړه په همپالنې ټیم فشارونه زیات کړي.

ملګرو ملتونو او امریکا همپالنې ټیم ته ویلي، چې نور یې د هېڅ ډول غیر قانوني غوښتنو اورېدو مجال نشته.

راپورونه وایي، چې تر راتلونکې چهارشنبې به د انتخاباتو اخري نتیجه معلومه شي او بریالی لوری به د کار پیلولو تابیا ونیسي.

څیړونکي وايي، د ویلز غونډه کې له افغانستان سره تر توقع د لوړې مرستې منظورۍ او د ناټو د غونډې د روحیې بهترۍ جوته کړه، چې د افغان ټاکنو په اړه امريکا او متحدین یې د نوي فصل د پیلولو لپاره تیار شوي او د دوی په نظر د افغان ټاکنو اصلي ‌ګټونکی پرته له دلیه مشخص شوی دی. پخپله د ناټو سرمنشي هم له عبدالله عبدالله غوښتي چې له قانونه لوړې غوندې دې یوه څنګ ته کړي.

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: عبدالله عبدالله خپله ماتې ومنله”
  1. داكتر عبدالله ته يوه نيكه او افغاني مشوره:
    عبدالله جانه مخكي له دي جه دكانديداتوري بإيلاء ، اعلان شي،دجمعي رسانو له لاري داكتر اشرف غني ته دكاميابي او درياست جمهوري دريس جمهور به توكه مباركي ووايه،دلته ده جه دهيواد وكرو هغه بده خاطره دتا خخه جه اخستي هغه به به دي عمل خبل ، دخلكو به زخمونو دملهم يتي كيزدي اوخلكو ، منخ كي به خاي بيدا كري فكروكره جه زما مشوره خنكه ده دا مشوره اينده نيك او مثبت أرخونه لري اوكه جيري احمدزي كور ته ولار شي او تبريكي ورته وواءي نور الا نور هر خومر جه به دي كار كي عجله وكري ستا به كته ده

  2. ډیر د خوښۍ خبرونه دي ،خدای دی دا نړیوال پولیس( امریکایان) ژوندي لري،که څه هم ټوله نړۍ تری سر ټکوي خو زمونږ د هیواد لپاره ډیر اړین دي، که نه نو دا ښکرور ځناور به چا مهارول.

  3. د افسوس خبره به وي چې ملامعنوي ته په ټولو انتخاباتو کې د درغلۍ په بدل کې د زندان پرځای په دولت کې د لوړ مقام چوکۍ ورکړل شي ـ افغان ملت دا څهره ښه پیژني او محکوموي ېې

  4. Dear,
    When USA advice the both time Never talk about election both accepted in 1st round,
    We learned from last Election of Mr Karzai & Abdullah Karzai had just 49%
    not 50+1 But US & UK Selected as president we not saw any action of Mr Abdullah & other Candidates,
    Karzai was started work as a president with out Low without 50+1%.
    Why the recent election don’t have result when our UN supporter in Afghanistan?
    Our writer write about answer of this question not about US embassy to ask Mr Attah,amrullah etc.

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *