د اصلاحاتو او همپالنې ټیم کاندید له خپل سیال سره د واک په وېش چانې وهي او ټینګار یې دادی چې په نوي حکومت کې دې د ضیاء مسعود ځای عبدالله عبدالله ته ورکړل شي.
عبدالله عبدالله په جمهور رئیس پسې د دویم اجرائیوي پوسټ غوښتونکی دی، چې صلاحیتونه یې تر معاونینو ډېر وي او په نور حکومت کې یې ونډه هومره وي چې خپل ملاتړي قانع کړای شي.
د یونس قانوني، عتیق الله بریالي او بسم الله محمدي په ګډون د شمالي ټلوالې شپږ مهم کسان هلې ځلې کوي، چې په نوي حکومت کې د دوی ونډه په ضیاء مسعود محدوده نشي، بلکې د نوموړي پر ځای شمال ټلواله د جمعیت په نامه حکومت ته په قوت سره ننوزي.
د احمد ضیاء مسعود په مشرۍ د شمالي ټلوالې د مخکښو قوماندانانو یوه جرګګۍ هلې ځلې کوي داسې غونډې جوړې کړي چې په پنجشیر، پروان، کاپیسا او ځینو نورو سیمو کې د عبدالله عبدالله نفوذ وننګوي. د دغو غونډو لومړۍ یې پرون په کابل کې ترسره شوه.
دا د هغې مقابلې یو ډول دی، چې عبدالله عبدالله او ملاتړو یې له وړاندې د احمد ضیاء مسعود په ضد شروع کړې ده.
عبدالله عبدالله او د شمالي ټلوالې ځینې نور مشران چې له تداوم ټیم سره د ضیاء مسعود یو ځای کېدو سخت قهرولي، هڅې کوي ضیاء مسعود له سیاسي صحنې حذف کړي او دوی یې پر ځای شمالي ټلواله په قوت سره حکومتي واک ته دننه کړي.
د همدې لپاره د معلوماتو پر بنسټ د دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت، سنا مجلس ریاست، هرات ولایت او بلخ ولایت د ترلاسه کولو غوښتنه په لومړي سر کې شوې ده.
د شمالي ډنډ ډېری قوماندانان چې د ضیاء مسعود ملاتړي دي د عبدالله عبدالله ددې اقدام پر ضد جدي دریځ لري او ادعا کوي، چې عبدالله عبدالله د احمد شاه مسعود په سیاسي سنګر یرغل کړی دی.
یوه سرچینه وایي، یونس قانوني، عتیق الله بریالی او بسم الله محمدي د هغه ټیم مخکښ غړي دي، چې په قدرت کې د عبدالله عبدالله د شاملولو لپاره چانې وهي.
تر دویم دور ټاکنو مخکښې دوی په وار، وار له ضیاء مسعود څخه غوښتي و، چې د احمدزي له ملاتړ څخه لاس واخلي او که له دوی سره نه یو ځای کېږي خپله بې طرفي دې وساتي.
احمد ضیاء مسعود ته نېږدې منابع وایي، دا بحثونه په وروستیو کې په لفظي شخړو هم بدل شوي او احمد ضیاء مسعود د همپالنې له ټیم څخه انکار وکړ.
د همپالنې د ټیم د معلوماتو پر اساس په راتلونکي حکومت کې له ضیاء مسعود سره د اجرائیوي مقام ژمنه شوې ده.
د دواړو ټیمونو ترمنځ د جوړجاړي په صورت کې عبدالله عبدالله هڅه کوي له احمد ضیاء مسعود څخه دغه مقام خپل کړي او ورسره د زیاتو صلاحیتونو غوښتنه وکړي.
د ضیاء مسعود پلویان وایي، نه یوازې د عبدالله عبدالله دا غوښتنه د منلو وړ نده، ورسره ضیاء مسعود توانېدلی د شمالي ډنډ ډېری هغه قوماندانان چې په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړي و اوس له ځان سره کړي.
په باخت د عبدالله عبدالله له دې قوي باور سره، سره بل لور ته د تخنیکي ټیمونو په نامه دوه ډلې لګیا دي، چې د انتخاباتو ناندرۍ هوارې کړي، خو شنونکي وایي، د عبدالله عبدالله د عامه ذهنونو د مصروف ساتلو کوشش کوي.
عبدالله جان دعيسويانو دملايانو كالى اغوستى دى عيسوى ملايان كله چى په كليساكى وعظ كوى كالى يي هـمداسي يخن لرى .ابو ورى هـر خس اوخاشاك ته لاس اچوى مگر حًان نه شي ژغورلى عبدالله جان ته دافغانستان خلكو سور كارت وركرى دى بايد دلوبى ميدان پريژدى او يو بل طار حًان ته ولتوى
دایو هوس،هیله ،ارمان او یو خوب دی چی هیڅکله به هم په حقیقت بدل نه شی او هیڅ وخت نه شی کولای چی د محترم احمد ضیا مسعود ځای ناستی شی او ملت به یی هم دا ونه منی. په درنښت
ګل مرجان یی نه منی
ه زه نه پوهیږم چی دا خلک خپله سیاسی راتلونکی ولی نوره هم شرموي؟ داسی ښکاری چی دوی ته د خپلی سیاسی راتلونکی نه زیاته ویره ددوی د جنایاتو د ښکاره کیدو او محکمه کیدو ده. دوي خو داسی ځان وشرمولو چی نور ددوي د کورنۍ غړي هم پر دوی باور او اعتماد نه کوی. ددوی لدی لاس او پښو وهلو داسی ښکاري چی دوي له توقع زیات جنایات کړیدی.