افغان ولسمشر وايي، له امريکا سره امنيتي تړون مفاهمه ده، اصلي قرارداد ستراتيژيک هغه دی، ځکه چې مفاهمه د تغير وړ ده، که شرايط بدلون وکړي، تغير پکې راوړلای شو.

په کابل کې د امريکا سفير ويلي، له امريکا سره د افغانستان له لوري امنيتي تړون لاسليک پر افغان خاوره د پاکستاني راکېټي بريدونو مخه نه نيسي.

شنونکي وايي، دغه تړونونه هغه بهانې ختمولای شي، چې نړيوالو ورسره خپلې مرستې ځنډولې وې او دا يو فرصت دی، چې نوی حکومت يې بايد ښه مديريت کړي.

پرون د امنیت شورا د سلاکار حنيف اتمر له خوا له امریکا محتده ایالتونو او ناټو سره امنیتي دفاعي تړونونه لاسلیک شول.

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د تړون د لاسليک لپاره جوړې شوې غونډې ته وويل، تر نن پورې له قوې څخه ګټه اخیستل د نړیوالو له خوا د امنیت شورا د هغې پرېکړې پر بنسټ و، چې د سپتمبر د ۱۱ له پېښو وروسته رامنځ ته شوې وه.

ښاغلي غني زياته کړه، نن موږ د افغان دولت او نړیوالو همکارو حکومتوو ترمنځ د برابرۍ شاهدان یو، چې خپلې ملي ګټې پکې خوندي شي. په دې قرارداد کې به زموږ د خلکو، سیمې او نړۍ د خلکو لپاره ثبات وي: ((ددې سند له مخې به نړیوالې مرستې د افغان حکومت د بودجې له مخې لګول کیږي.))

نوي ولسمشر وویل، هرڅوک چې افغانستان ته راځي، باید د یوه نظام له خوا د وېزې پربنسټ دې خاورې ته ننوځي، نړیوال قرارداديان باید د مشخصو قوانینو پربنسټ کار وکړي.

ډاکتر اشرف غني زياته کړه، له دې تړون نه د افغانستان ګاونډیانو ته هېڅ خطر ندی متوجې، باید دوی د هېڅ خطر احساس ونکړي، ځکه دا تړون یوازې د افغانستان د ثبات او ښېګڼې لپاره دی، نړیوال به د هغه څه په دفاع کې له موږ سره همکاري کوي، چې موږ او نړۍ ته ګواښ وي.

اشرف غني وویل، اصلي تړون مخکې شوی، چې نوم یې ستراتیژیک تړون و او مشورتي لویې جرګې او ملي شورا هم تصویب کړی و، دا يوه مفاهمه ده.

نوي ولسمشر وویل، په تړون کې بدلون راوستل ممکن دي، تړونونه د بدلون وړ دي،زموږ ملي ګټې چې وغواړي، د تغییر شرایط پکې واضح شوي، هغه بدلونونه که واړه وي یا لوی.

غني وویل، ولس ته دا ډاډ ورکوو، چې دا تړون د هېواد په ګټه او خیر دی. ده وویل، دا تړون د سولې زمینه برابروي، نه دا چې د سولې لاره بنده کړي، خو په وینا یې د تړون دواړه غاړې باید پر خپلو ژمنو ودرېږي.

ولسمشر غني وویل، که چېرې زموږ خاوره له جدي خطر سره مخ شوه، موږ خاصه غوښتنه کولی شو، چې باید د دوو دولتونو او ناټو له لوري ډېره توجه ورته وشي.

بل پلو په کابل کې د امريکا سفير ويلي، له امريکا او ناټو سره د افغانستان له لوري د امنيتي تړون لاسليک پر افغان خاوره د پاکستاني راکېټي بريدونو مخه نه نيسي.

له امريکا او ناټو سره د افغانستان له لوري د امنيتي او دفاعي تړون تر لاسليک د مخه په کابل کې د امريکا سفير ويلي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون لاسليک د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د راکيټي بريدونو سره هېڅ اړيکه نلري.

جیمز کنهګم د دوشنبې په ورځ ويلي، واشنګټن به هڅه وکړي، چې دغه مشکل د سياسي خبرو اترو له لارې حل کړي.

د ده په وينا،د امنيتي ترړون لاسليک به د همکاريو په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو د روزنې، سلامشورې او د ځواکونو ملاتړ وي، خو له دې نه به د سرحدي مسايلو په برخه کې د مداخلې استفاده ونشي.

د چارو شنونکي وايي، د افغانستان د خلکو انتظار دا نه دی، چې امريکا او يا نړيوال دې په جګړه کې ونډه واخلي، بلکې دوی غواړي، چې افغان امنيتي ځواکونه تجهيز شي، څو په پښو ودريږي او تر هغه پورې چې دوی په پښو دريږي، د ګاونډيانو د مداخلې مخه بايد ډپ شي.

د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، تړون هغه بهانې ختمولای شي، چې نړيوالو خپلې مرستې ورسره ځنډولې وې. ښاغلی لېوال زياتوي، دا يو فرصت دی، چې نوی افغان حکومت بايد دغه فرصت ښه مديريت کړي.

شنونکي وايي، که د افغانستان او امريکا ترمنځ هغه باوري فضا بېرته جوړه شي، چې له منځه تللې وه، نو دا به د دواړو لورو په ګټه وي.

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: غني: ((امیني تړون مفاهمه ده او هر وخت تغیر ورکولای شو”
  1. Allah da de watan hafiz ao madadgar she. Da watan da kharslaw sawdagani rawani di. Mong wayal che walas ba da 2014 skha wrosta da aram sa wkhli kho dasi wanashwal. ghalee ghwari chi da afghan walas ween nora ham toya kri. ao da haghi lapara qanoni jawaj paida kri. doctoran che da khalko pa zakhmoono ye pati aikhi wi dakhpal kar pa lomri wraz ye watan khars kro.da di ghaleem ta ye jawaz warkro che da walas noora bayad tapi shi, zakhmin shi, wakareegi, wazawreegi……………………..Doctoran ka da walas Qateelan
    Doctoran ka da meelat ploraan.
    Afghana kala ba poheegi
    kala ba wekheegi
    tarso ba ghafel wi
    tarso ba gholeegi

  2. I believe the country needed the agreement to be signed. In the last 13 years nothing was done for the economical infrastructures, if US and other donor countries do not help, Afghanistan will not survive.
    Even the factories which were running before are all down now and there are no jobs for workers.
    The textile factory in Kandahar has the capacity for 10,000 workers, it is down now. I heard one of the textile professional suggested that the factory could be brought back to production by spending 4,000,000(four million) dollars on spare parts and repairs, the previous government did not cooperate.

ځواب ورکول Dr faizan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *