د پروان ولايت غوربند دره، چې د وسله والو اورپکو په ولکه کې ده، له تېرو دريو مياشتو راهيسې د ازبک جنګياليو ډلې ورته راځي او ځايي خلک وايي، دوی ګوري چې جنګيالي د خطرناکو بريدونو تابيا نيسي.
په غوربند کې تر ٢٠٠ زيات طالبان فعاليت کوي، د ورځې په اوږدو کې لارې ته راوځي د باميانو درې ته تلونکي دولتي مامورين پلټي. دوی د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو له پيل سره پټ شي او د عملياتو له ختمېدو سره بېرته ټوله دره لاندې کړي.
غوربند د قبايلي سيمې تيرا په شان د غلو، مافيايي ګروپونو او له قانوني څار نه تښتېدلي پکې پټېږي او د طالبانو د ملاتړ په نامه هلته شپې تېروي او خپلې بدۍ پالي. په غوربند کې پريمانه وسله او چاوديدونکي توکي په اسانۍ ترلاسه کېدای شي.
په غوربند دره کې هغه وسله والې ډلې چې مشري يې د ملک غفور زامن کوي، د نامعلومو حکومتي چارواکو له لوري حمايه کېږي. دوى خلک ځوروي، غلاوې، هدفي وژنې او تښتونې کوي، د لارې په اوږدو او کليو کې له خلکو باج اخلي.
د جهاد په کلونو کې ددغې سيمې زياتره کنترول د ‘حزب اسلامي’ او ‘جمعيت اسلامي’ په لاس کې و، خو اوس د وسله والو طالبانو تر څنګ پکې نورې لوې او وړې وسله والې ډلې هم فعاليتونه کوي، چې حمايت کوونکي يې په کابل کې ناست دي :((حزب اسلامي، ځايي پخواني جګړه مار او د حکومتي چارواکو له لوري حمايه کېدونکي وسله وال، غله او نور پکې پراخه او ازادانه فعاليت کوي، د امنيتي ځواکو په پرتله د سيمې زياتره کنترول د دوی په ولکه کې دی.))
د ځايي خلکو په خبره، په شینوارو او سياګرد ولسواليو کې پولیس له خپلو پوستو نه راوځي او د سيمې د پېچلي جغرافيوي جوړښت له مخې د امنيتي ځواکونو لپاره د عملياتو ترسره کول ډېری وخت ناشوني شي. دا مهال په ټول غوربند دره کې چې نورې ١٨ وړې درې لري، ٨٠٠ ملي، سيمه ييز، د عامه نظم پوليس او د ملي اردو سرتېري دېره دي، خو د وسله والو فعاليتونه ورځ تر بلې پراخېږي.
ځايي خبريال چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي، محور ته وويل، په غوربند دره کې تر ټولو هغه نامسول وسله والې ډلې خطرناکې دي، چې د نامعلومو حکومتي چارواکو له لوري د شخصي سياليو لپاره حمايت کېږي :((دغه ډلې خلک ځوروي، غلاوې او هدفي وژنې او تښتونې کوي، د لارې په اوږدو کې له خلکو باج اخلي، خو له طالبانو سره هم جګړه کوي، چې فعاليت يې د چاردهی او سیاګرد ترمنځ پرته سيمه کې دى.))
ددغو وسله والو په اړه ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دوی د يوې ډلې مشري د ملک غفور زامن کوي، ملک غفور د جمعت پخوانی قوماندان او د سیمې مخور دی. د ده په زامنو اوس ټول پخواني وسله وال او ورانکاري راټول دي. ددې ډلې شمېر تر ٥٠ تنو رسېږي. بله وړه ٣٠ کسيزه ډله چې په سرخ پارسا سیمه کې فعاليت کوي، غله او لوټماران ورسره دي، دوی د باميانو په لاره کې درېږي، مسافر لوټي. ډېر مهال تر دې تالاشيو وروسته لاروي د طالبانو په تالاشيو کيوځي، چې هغوی له دولت سره د همکارۍ په تور خلک ځوروي او حتی ډېر خلک يې وژلي هم دي.
په غوربند کې هر کال څو ځله چاڼيز عمليات ترسره شي، عمليات یوازې د طالبانو د نيولو يا وژلو په نيت وي، خو نورې وړې نامسووله ډلې چې له حکومت سره کار نلري، له دې ډول پلټنو خوندي خپلې جبهې لري. د ځايي خلکو په خبره طالبان له هرو دولتي عملياتو وروسته په ماښام کې بېرته درو ته راستانه شي او خپل واک چلوي. طالبانو ځايي خلکو ته له دولت سره د همکارۍ په تور سختې سزاګانې ټاکلې دي. درې مياشتې وړاندې په سياګرد کې يو شپاړس کلن زلمی او يو سيمه ييز پوليس په همدې تړاو طالبانو په دار وځړاوه او د دوی په خبره د مرګ حکم يې له کوټې شورا راغلی وو.
ځايي خلکو د محور خبريال ته ويلي، چې له پسرلي راهيسې د اورپکو شمېر له سلو، دوه سوه کسانو ته رسېدلی دی. د طالبانو په تشکيلاتو کې غوربند ولايت دی او پروان د ولسوالۍ تشکيلات لري. د غوربند والي ملا سراج الدين په سختو جرمونو او بې رحمۍ تورن دی. دده له راتګ سره ګڼ بهرني جنګيالي د چقماق درې له لارې د بغلان ولايت په غرنيو لاروغوربند ته راوستل کيږي. د پروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، له يوې مياشتې راپدېخوا په غوربند دره کې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې. دى وايي، طالبان او نورې وسله والې ډلې اوس تر ډېره کمزورې شوې، خو په لرې پرتو سيمو او درو کې يې فعاليت نه ردوي :((په غوربند دره کې د امنيتي ځواکونو شمېر لوړ شوى، خو په غرنيو سيمو او لرې درو کې جغرافيوي جوړښت د طالبانو او نورو ډلو ټپلو لپاره د فعاليت زمينه برابره کړې ده.))
په کابل کې د غوربند جلا وطني وايي، غوربند د جميعت قوماندانانو چې په پروان حاکم دي او ځايي پخوانيو حزبيانو ترمنځ د دښمنۍ په ډګر بدل شوی دی. د دوی په خبره هم دولتي ځواکونه هلته د شخصي ملېشو په ډول ذوقي او عقديي عمليات کوي او هم د حزب او طالبانو قوماندانان د شخصي دښمندارانو په ډول د پروان د ولايتي مسوولينو پرضد سنګر شوي دي. د ځايي خلکو په خبره ددغې سيالۍ د مهار کولو لپاره تر ټولو مخکې بايد د پروان ولايت په دولتي لوړو پوستونوکې تغيرات راشي او د نورو سيمو کسان دې هلته د والي او قوماندان په توګه واستول شي.
هاهاهاهاهاها داچه حال دی چی دکابل په دروازو کی دا حال دی شه دی چی موژ لاژوندی گرجو