ولسمشر کرزی او امریکا دواړه هڅه کوي د خپلو شرایطو لپاره سیمه ییز ملاتړ پیدا کړي، په همدې نیت افغان ولسمشر د سیمې هېوادونو دوره پیل کړې او ظاهراً متفاوتې غوښتنې مطرح کوي.

هندوستان به افغانستان ته درنې وسلې ور نکړي، ځکه هندوستان فکر کوي، چې ولسمشر کرزی د ټولو پښتنو ملاتړ نه لري.

امريکا تمه نه لري، چې هندوستان به ولسمشر کرزی وهڅوي څو له امريکا سره امنيتي تړون ژر لاسليک کړي، بلکې امريکا همدومره تمه لري چې اقلاً د ولسمشر کرزي د شرايطو ملاتړ ونه کړي.

ولسمشر کرزی هندوستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې امريکا سره د امنيتي تړون د ژر لاسليکدا پرسر هم په کور دننه او هم د امريکا له خوا تر سخت فشار لاندې دی. ولسمشر کرزی او هم امریکا له دغه سفر څخه متضادې هېلې لري. ولسمشر کرزی هيله  لري، هندوستان چې تل يې د نوموړي د سولې له پروسې ملاتړ کړی دا ځل به هم  د امريکا پر وړاندې د نوموړي د شرایطو ملاتړ وکړي.

امریکا بیا هیله لري چې د هندوستان او ولسمشر کرزي ترمنځ نږدې اړیکي به وکولای شي ولسمشر کرزي ته قناعت ورکړي، چې د تړون لاسليک کېدل د افغانستان په ګټه دي او په خپلو شرایطو کې نرمښت راولي. خپله هندوستان په ټوله کې  له دغه تړون سره موافق دی او دغه تړون د افغانستان او سیمې لپاره ګټور ګڼي، خو د کرزي او امریکا متضادو  غوښتنو بيا  انديښمن کړی دی، او دواړه لوري د هندوستان ستراتیژیک ملګري دي.

د ولسمشر کرزي او امریکا ترمنځ د تړون د ژر تر ژره لاسلیکولو پر سر سیالي له ډېر پخوا راهیسې پیل شوې وه، د افغانستان دننه په لویه جرګه کې د کرزي  د اټکل خلاف پرېکړه وشوه، ولسمشر هيله لرله چې جرګه به تړون ومني، خو د لاسليکېدو د وخت صلاحيت به يې ولسمشر ته پرېږدي، خو جرګې له ولسمشر وغوښتل چې دغه تړون ژر لاسليک کړي، ځکه خو ولسمشرته بله لار پاتې نه شوه، نوموړي خپلو شرایطو او غوښتنو ته د ملاتړ را جلبولو په موخه د سېمې د هېوادونو ملاتړ هڅې پيل کړې او په دې پلمه هڅه کوي خپلو شرايطو ته سيمه ييز رنګ  ورکړي، چې ښې بېلګې یې کابل ته د پاکستان د لومړي وزير راتګ، ایران ته د نوموړي سفر؛ څوک چې په جدي توګه د د غه تړون مخالف دی او له امريکا سره هم تودې اړيکې نه لري  او بل لوري ته  هندوستان دی چې هم  د تړون موافق او د امريکا ستراتيژيک ملګری دی.

هندوستان په دې حساس پړاو کې  د ډانګ او پړانګ ترمنځ دی، ځکه که پر کرزي په افغانستان دننه د هند له شته نفوذ او اړيکو چې شمال ټلوالې سره یې لري او خپله له ده سره د نږدې اړيکو پر مټ  فشار راوړي ښايي په دې توګه ولسمشر کرزی خفه کړي او بل لوري ته که د امريکا غوښتنه ونه مني، نو د هندوستان او امريکا ترمنځ په افغانستان د دوی په ګډه تګلاره به سم اغېز ونه کړي.

بله اندېښنه چې هندوستان یې لري داده چې دغه هېواد تل هڅه کوي د حکومت ترڅنګ له افغان وګړو سره هم ښې اړیکي وساتي، دا هم د هندوستان لپاره د انديښنې وړ موضوع ده، چې د  افغان ولس د غوښتنو خلاف اقدام وکړي او د ولسمشر کرزي د شرایطو ملاتړ وکړي، ځکه اکثره افغانان د دغه تړون د ژر لاسليکېدو غوښتونکي دي.

بل لور ته یو شمېر هندي کارپوهان وایي؛ هندوستان سره هېڅ د فشار آله نشته چې ولسمشر کرزی مجبور کړي له امریکا سره د امنیتي همکاریو سند لاسلیک کړي، بلکې امریکا یواځې غوښتل د هند د فشار په پلمه د ولسمشر کرزي سیمه ییز ملاتړ راکم کړي او هندوستان د ولسمشر کرزي د شرایطو چې سوله ده ملاتړ ونه کړي.

دویمه موضوع؛ چې ولسمشر کرزی به له هندي چارواکو سره پرې خبرې وکړي هغه افغان امنیتي ځواکونو ته د درنو وسلو ورکول دي. دا به هم د هندوستان لپاره بله لویه ننګونه وي.

هندوستان د هغه تړون له مخې چې افغانستان سره یې لاسلیک کړی و، اړ دی د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ترڅنګ د دغه هېواد امنیتي ځواکونو تجهیز کې هم مرسته وکړي. خو په دې اړه په  هندوستان کې پالیسي جوړونکي په دوو برخو وېشل شوي دي:

 د لومړي نظر خاوندان وایي: هندوستان باید له افغانستان سره د وسلو مرسته وکړي او له پاکستان سره دې خپله دښمني لاهم غښتلې کړي. د دوی په باور هغه جګړه چې هندیان یې د پاکستان او ترهګرۍ پر ضد په کشمیر، هندوستان او پاکستان سره پر پولو کوي، باید هغه په افغانستان کې وشي.

د دویم لید لوري پلویان بیا وایي؛ چې افغانستان ته باید درنې وسلې ورنه کړل شي، د افغانستان په اړه پالسي  له راولپنډۍ سره  په همغږۍ جوړه کړي او هېڅ هغه کار ونه کړي، چې د پاکستان حساسیتونه راوپاروي یا جګړه د هندیانو کور ته راشي. د دوی په باور هندوستان هېڅکله هم له پاکستان سره د دښمنۍ اړیکې په افغانستان کې ونه پالي. د دغه نظر خاوندان فکر کوي افغانستان ته درنو وسلو ورکول به په سویلي آسیا کې د هندوستان په اړه بد ذهنیت رامنځ ته کړي.

خو د وسلو د نه ورکړې په اړه یو شمېر هندي پوځي کارپوهان بيا پدې نظر دي، چې د کرزي حکومت د پښتنو بشپړ ملاتړ له ځان سره نه لري او کرزی نشي کولای د پښتنو استازیتوب وکړي، همدارنګه د دغه هېواد امنیتي ځواکونه اکثره غیر پښتانه دي، نو که موږ دوی ته وسلې ورکړو پښتانه به یو ځل بیا فکر وکړي، چې  هندوستان بیا د ۱۹۹۰ کلونو پالیسي غوره کړې. دوی وړاندیز کوي، چې هندوستان په تېرو لسو کلونو کې په ډېر ماهرانه ډول وکولای شول د ۱۹۹۰ کلونو چې د شمال ټلوالې ملاتړ یې کړی و جبیره کړي، بیا باید دغه تور داغ پر ځان ونه لګوي. بله ستونزه چې هندوستان یې د وسلو ورکړې ته زړه نا زړه کړی هغه له طالبانو د هندوستان وېره ده. دوی فکر کوي د وسلو له ورکړې وروسته به طالبان هندوستان ته د مستقیم دښمن په سترګه وګوري او پاکستان به له دغه فرصت څخه د هندوستان پر ضد ډېره ګټه پورته کړي او په هندوستان کې به د دوی پر وړاندې د طالبانو  جنګېدو لپاره ښه پلمه په لاس ورشي.

که څه هم د هندوستان حکومت په ښکاره ډول دا دلایل یادوي، چې درنې وسلې قوي او باثباته اقتصاد ته اړتیا لري. افغان اقتصاد دومره نه دی، چې د دغو وسلو ساتنه وکړي. دویم داچې که دغه وسلې د ځمکې له لارې افغانستان ته انتقالېږي د پاکستان لخوا به تر بریدونو لاندې راشي او طالبانو ته به یې په لاس ورکړي. دوی وایي، دا ډېره غټه موضوع ده او فکر کوي چې ولسمشر کرزي ته د وسلو ورکول کولای شي د سیمې اوضاع بدله کړي.

هندوستان ځينې نور دلايل هم لري چې د وسلو له ورکړې يې رامنعه کوي.

لومړی؛ داچې هندوستان د درنو وسلو د توليد په برخه کې په نورو هېوادونو لکه اسرائيل او روسيه متکي دی، نو د دغو وسلو نورو ته ورکول د يادو هېوادونو د فابريکو  اجازې ته اړتيا لري.

دويم؛ د وسلو د لېږد په اړه هم انديښنه لري، چې تر افغانستانه رسېدل یې ستونزمن کار دی، د هوا له لارې دا کار ممکن نه دی او د ځمکې له لارې د پاکستان او طالبانو د بريدونو ګواښ له پامه نه شي غورځېدلی.

درېیم؛ داچې افغانستان لا په داسې موقف کې ندی، چې د لست شویو درنو وسلو کارونې او يا  حفاظت سملاسي استعداد ولرلای شي.

له شرايطو اټکل دادی، چې د هندوستان رول د امنيتي تړون په برخه کې يوازې د مشورې او منځګړيتوب په کچه کېدای شي، ځکه له دې پرته ورسره د فشار کومه مؤثره وسيله نه شته او په نهایت کې هندوستان به هڅه وکړي له ولسمشر کرزي او امریکا سره په خپلو اړیکو کې تعادل وساتي، هندوستان کله هم له کرزي او امریکا سره په اړیکو کې لوړ، ځوړ نه غواړي.

ثنا الله تسل

One thought on “محور ورځپاڼه: له هندوستان سره پر کابل د فشار لپاره څه نشته”
  1. زه له دی سره موافق نه یم چی هند د شمال تلوالی ملاتړ کوی. د هند ټولو حکومتونو د پښتونستان په اړه د افغانستان د پخوانیو دولتونو ملاتړ کړیدی اوکه نن هم مونږ خپل دریځ روښانه کړو ، هند له افغانستان سره دی.هند له پښتنو سره دوستی نه ده پریکړی، بلکه پښتانه نور په قدرت کی نه دی چی روابط ورسره وساتی . بل داچی هند په نوییمه لسیزه د طالبانو پرځای د شمال ټلوالی ملاتړ وکړ ، هغه هم د طالبانو غلطه باندینی پالیسی وه. دوی یواځی د پاکستان له خوا په رسمیت وپیژندل شول چی بیا د پاکستان له لاری اماراتو او سعودی هم له طالبانو سره اړیکی ټینګی کړی. سیاست په خپله اتومات مخی ته نه ځی . سیاست د سیاست مدارانو او مسلکی او په کار پوه خلکو له خوا مخ ته ځی. کله چی طالبان قدرت ته ورسیدل دوی لومړی مسلکی کادرونه له خارجه وزارته وشړل او دوی ملاحسن او ملا غوث او شیر محمد عباس ستانکزی چی یو نظامی تحصیلکرده وو ، داسی یوه حساس مقام کی موظف کړل . دوی ورځ په شروط الصلواة او شړومبو تیروله. په مقابل کی شمال ټلوالی له دی فرصت نه ګټه واخیسته او پخوانی مسلکی خلک یی ځان سره وساتل او له هغوی یی دومره څه زده کړل چی لاتر اوسه ددی مهم وزارت ټول کارکونکی له وزیره تر پیاده د همدوی دی. هغوی به هیڅکله کرزی یا پښتنو ته کار ونه کړی . هغوی به د تل په شان د خپلی ټلوالی د موقف د ساتلو لپاره کار وکړی. پښتانه به جنګ کوی او دوی به سیاست.

ځواب ورکول ziahadi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *