د کابل د خلکو استازي او د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق په ولسي جرګه کې له وکالت څخه استعفا کړې.

راپورونه وایي، محقق د زلمي رسول دویمې مرستیالۍ ته کاندید دی او پېنځلس ورځې وړاندې امریکې ته په یو ناڅاپي سفر وربلل شوی هم وو.

وړاندې تر دې چې محقق له ولسي جرګې څخه استعفا وکړي د ملي جبهې په چوکاټ کې ژور اختلافونه ددې سبب شوي و، چې محقق د کاندیدانو له یو بل ټیم سره یوځای شي، خو محقق ته یوې بلې نږدې سرچینې ویلي، چې د ډاکتر عبدالله د لومړۍ مرستیالۍ لپاره یې ابتدایي موافقه کړې ده.

حکومت ته نږدې سرچینې خبر ورکړی، چې یونس قانوني به د زلمي رسول لومړی مرستیال وي.

له ولسي جرګې څخه د محقق په استعفا سره به د ولسمشرۍ لپاره د کاندیداتورۍ د نوم لیکنې بهیر پیل کړی شي. تردې مهاله هم حکومتي او هم اپوزیسوني کاندیدان د مرستیالانو پرسر د یو او بل معاملې او وار ړومبي کولو ته په کمین کې دي. محقق هغه فکتور شو، چې دا لړۍ به ورسره پیل او رقابت به جدي شي.

وړاندې تردې چې محقق له ولسي جرګې څخه استعفا وکړي له احمد ضیا مسعود او دوستم سره یې روابط ترینګلي شوي دي. اوس به ملي جبهه ونه توانېدلی شي مستقل کاندید ولري.

راپورونه وایي، جنرال دوستم هم له یوه بل اړخ سره د دویمې مرستیالۍ په چوکۍ موافقه کړې ده او ډېر زر به له ملي جبهې سره بايکاټ وکړي.

یوه سرچینه وایي، امریکې ته د محقق بلنه د انتخاباتو په بهیر کې د امریکا د نفوذ زیګنال ورکوي.

که څه هم دقیق راپورونه دادي، چې محقق به د زلمي رسول لومړی مرستیال وي، خو محقق ته نږدې سرچینې وایي، له ډاکتر عبدالله سره یې هم ابتدايي موافقه کړې ده.

د ولسي جرګې یوې سرچینې د محقق له قوله ویلي، چې دده د کاندید لومړی مرستیال به یونس قانوني وي. سرچینه زیاتوي، چې ښایي د محقق اشاره د زلمي رسول کاندیداتورۍ ته وي.

د ولسي جرګې یو غړی وایي، اوس په ولسي جرګه کې د محقق د ځای ناستي په اړه بحثونه ګرم دي. لومړني معلومات ښیي، چې د محمد محقق د چوکۍ لپاره د صاحب زاده په نوم کس ټاکل شوی او د محقق د استعفا په علني کېدو به د نوموړي وکالت په رسمي ډول ومنل شي.

رسنیو ته د وروستیو درز شویو راپورنو په اساس، عبدالهادي ارغندیوال له ډاکتر عبدالله سره د لومړۍ مرستیالۍ په چوکۍ موافقه کړې او خبرې یې لا په ابتدایي مرحله کې دي.

راپورونه وایي، که محمد محقق د ډاکتر عبدالله مرستیال شي او جنرال دوستم هم د حکومتي کاندید حمایت وکړي، نو ملي جبهه به د اوسني حکومت په مقابل کې د سیاسي اپوزیسون په توګه سخت شکست وخوري.

11 thoughts on “محور ورځپاڼه: محقق له استعفا وروسته: د زلمي رسول که د عبدالله معاون؟”
  1. که چیری زلمی رسول دریاست جمهوری چوکی ته جان کاندید کری نو یونس قانونی یی چی لمری معاون دی اودوهم یی محقق دی نو دپشتنو نماینده زلمی رسول دی کوم زلمی رسول چی تراوسه نه پشتو ویلی او نه پشتون دی پشتانه به هیچ کله هم له زلمی رسول نه حمایت ونه کری او که مستقل نه وی دامریکای په لاس کی وی نو بیا گیله نشته

  2. جي هر سه به أمريكا كي فيصله شوي وي
    ولسمشر او معاونين يي تول حالته اينتخاب شوي وي نو اينتخاباتو ته سه ضرورت
    ملت لوبه هسي هم فيصله شوي جي زان د اينتخاباتو به نوم مر نه كي
    مننه

  3. ښاغلی حیات، خبره د وړتیا نه ده، خبره د معاملې ده او بدبختانه بیا هم د قومي معاملې. تاند، په ۶ پاراګراف کې تاسو د احمدشاه مسعود نوم یاد کړی دی هیله ده چې سم یې کړئ.

  4. grano watan walo da Khudai(j) roy ta wa gorei mazlom aw bichara wolas ta wagorei tiri nakhoali dar pa yad kri nor azmoiely ma azmoiey dasi kas ta raia war kri chi da di wolas haqiqi gham khowar wi

  5. دا به احمدشاه مسعود نه وي، احمدضیا مسعود به وي. که داسې وي نو هیله ده چې دغه عبارت مو اصلاح کړئ

  6. انتخابات اووټ یعنی رایه اچول دهر افغان حق اووجیبه ده یوڅوک که خپله وجیبه په درسته توګه اداکوی نوباید په ډیره زیرکی اوهوشیاری سره یی اجراکړی ځکه دایوډیر غټ مسوولیت دی ترپنڅو کلونو پوری چی دی ملک کی څه کیژی دابه دهمدغی یوی یا څو رایو نتیجه وی اووروسته بیا پشیمانی هم په درد نه خوری ځکه چی وخت به تیر وی یعنی تر پنځو کلونو پوری بیا به رایګیری نه کیژی نو فلهذا دیو داسی شخص نه باید مونژ ملاتړوکوو چی هغه پوه اوعالم سړی وی اوکاری تجربه ولری زما په شخصی نظر داینده ریاست جمهوری لپاره غوره شخص اشرف غنی دی چی یوقطع عالم اومتفکر شخصیت دی کولای شی چی دافغانستان هغه له لاسه تللی حیثیت چی په اداری فسادکی یی اول نمبرترلاسه کړی وه بیرته اعاده کړی ځکه دده کاری تجربه مونژ اوتاسو په وزارت مالیه اودکابل په پوهنتون کی ګورو زه فکر کوم چی داتاسو دهغه وخت له محصلینو اودمالیی وزارت له کارکونکو نه پوشتنه کولای شی .

    په درنښت
    عبدالهادی

  7. ای زما افغانانو خویندو او ورونو:د خپلو اعمالو د اصلاح او بښنی په موخه الله ج ته په زاری شی او د خپلو رایو په ذریعه ددی دردیدلی وولس په زخمونو ملهم او پټی ولګوی. او که بی پروایی مووکړه نو د ډیرو بدو حالاتو شاهدان به شئ.نو اهل ته رای ورکړئ یعنی هغه څوک چی ملی خائین،دملت قاتل او د چا ایجنټ نوی نوره ستاسو خوښه

ځواب ورکول حبیب ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *