تازه معلومات په ډاګه کوي، چې د حمل په ۱۶ سهار وختي د رایو مرکزونو له رسمي وخت مخکې د محقق پلویانو د کابل په لویدیځ کې ډېری صندقونه د عبدالله عبدالله په پلوۍ ډک کړي، خو کله چې خلک د رایې کارونې لپاره راووتل، نو رای پاڼې په لومړیو شېبو کې خلاصې شوې، همدا لامل شو، چې د ولایتي شوراګانو کاندیدانو د خپلو ملاتړو رایې له لاسه ورکړې وې.

د کابل ولایتي شورا په تېره دوره کې ۱۳ هزاره وکیلانو د خلکو استازیتوب کاوه، خو دا ځل یوازې ۴ کسان کامیاب شوي دي. د عبدالله عبدالله مرستیال محقق د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء په مشر ضیاءالحق امرخېل تور پورې کړی، چې تقلب یې کړی، په پایلو کې یې لاسوهنه کړې او د کابل لویدیځ ته یې لږې رای پاڼې استولې دي.

محقق هله ددغې ستونزې ژورو ته متوجه شو، چې د کابل ولایتي شورا ته د کابل له لویدیځ څخه د کاندیدانو د رایو کچه د شمېر پر مهال د توقع خلاف ټیټه وه. کابل یوازینی ولایت و، چې د ولسمشرۍ کاندید ته ډېرې پاملرنې یې ولایتي کاندیدان له صحنې تجرید کړل؛ اما ډېری ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو کمپاینران توانېدلي و، چې د خپل کمپاین په ترڅ کې د ولسمشرۍ ټاکنې لپاره هم د رایو  ګراف لوړ کړي.

د کابل له لویدیځ څخه ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د حمل په ۱۶ د سهار په لومړیو کې رای پاڼې ختمې شوې، د ریاست جمهموري صندقونه د عبدالله لپاره ډک شوي وو، رایو پاڼې نه وې، د ولایتي شوراګانو ځینې رایې د عبدالله د نېږدې کسانو له خوا هغو کاندیدانو ته اچول شوې وې، چې د کابل د شمالي ولسوالیو او خیرخانې مېنې اوسېدونکي دي او ځینې رایې سپینې هم پاتې شوي دي، خو داچې د مرکزونو مامورینو د تقلب د افشا کېدو له وېرې خلک د رایو مرکزونو ته دننه نه شول پرېښودای، ځکه نو ډېری خلک اړ شول، چې له رایې کارونې پرته کورونو ته ستانه شي او دا کار سبب شو، چې هزاره کاندیدان د پام وړ رایو په تر لاسه کولو ونه توانېږي.

محسن رجايي په قلعه شاده کې د کمپیوټرونو د یو ورکشاپ مالک دی، دی هم تائيدوي، چې د محقق پلویانو رایو مرکزونه محاصره کړي و: ((زه له ټولو وړاندې د خپلې سیمې د رایو مرکز ته لاړم، خو د مرکز دروازه پرانستې وه، د خلکو او ناظرینو غالمغال و، یو خبریال ګواښ ‌کاوه، چې که نامسول کسان له مرکزه ونه وځي، دی به راز رسوا کړي، وروسته خبره غلې شوه.)) ښاغلی رجايي وايي، هلته درغلي د پټېدو وړ نه وه.

د انتخاباتو په کمېسیون کې د اعلان شوو رایو له کټګورۍ څرګندېږي، چې د کابل د لویدیځ تر ټولو ډېرې رایې عبدالله عبدالله ته کارېدلې دي، خو ولایتي شورا کاندیدانو ته په یاده سیمه کې د کارېدلو رایو شمېر تر هغو په مراتبو ټيټ دی او همدا تفاوت په تقلب سره د رایو د کارېدلو اندازه جوتوي.

د کابل له لویدیځ څخه د ولایتي شورا کاندیدان له ګڼو پوښتنو سره مخ دي، که له یوې خوا د انتخاباتو کمېسیون ته ګوته نیسي، نو له بل لوري ډاکترعبدالله عبدالله ته د کارول شوو رایو لوړ ګراف او ولایتي شورا کاندیدانو ته د کارېدلو رایو ټیټ ګراف یې په ښاغلي محقق شکونه زیات کړي دي.

له طلوع ټلویزیون سره په یوه تازه مرکه کې د ډاکتر عبدالله عبدالله دویم مرستیال حاجي محمد محقق د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء په ريیس ښاغلي امرخېل تور پورې کړی، چې په پلان شوي ډول یې د انتخاباتو په پایلو کې لاسوهنه کړې او هم یې د کابل لویدیځ ته د رایو کمې پاڼې لېږلې دي، خو د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي، مراکزو ته د رای پاڼو د استولو پروسه واضح وه، د کاندیدانو ګڼ شمېر ناظرین د کابل د لویدیځ په شمول په انتخاباتي مرکزونو کې د رای پاڼو د تسلیمولو پر مهال حاضر ول.

د کابل د ولایتي شورا په ټاکنو کې د ناکامانو ځينې یې په شکایتونو کمېسیون نیوکه کوي، چې په ټاکنو کې د محقق د پلویانو له خوا د دا ډول درغلیو په هکله شکایت یې تر نوموړي‌ کمېسیون رسولی، خو نه یواځې چې کمېسیون دا موضوع په انصاف سره ونه څېړله، بلکې د قضیې د پټولو هڅه یې وکړه.

دوی ادعا کوي، چې شکایتونو کمېسیون دې د کابل په لویدیځ کې د تېرو ټاکنو په وضعیت او د دوی په شکایتونو له سره غور وکړي، چې په ادعا یې کېدای شي، دا څېړنه حتی د کابل په لویديځ کې د ټاکنو یاده پایله باطله اعلان کړي.

افغان ژورنالېست او شنونکی بشير هاتف وايي، يوشمېر کسان په دې هڅه کې دي، چې خپلې کړې درغلۍ په نورو واړوي او هغه وپوښي. دی زياتوي، ځينو دې ډول کسانو هڅه وکړه، چې د ولسمشرۍ کانديد ترڅنګ ولايتي شوراګانو ته هم خپل کسان په درغليو سره د ننه کړي او ټول واک په خپل انحصار کې ونيسي: (( ځينې کسان د ذهنونو د اغوا لپاره کارکوي او هڅې يې روانې کړې، چې په ټاکنيزو کميسيونونو د خلکو باور کم کړي.))

په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاء مشر ضیاء الحق امرخېل په خپل فېسبوک پاڼه ددې تورونو په اړه لیکلي دي: ((که له هر نوماند سره ددې شک وي چې د دوی د رایو په اړه ظلم شوی، هر وخت کولی شي خپلې پوښتنې موږ سره شریکې کړي،څو یو بل ته قناعت ورکړو. د رسنیوو له لارې څرګندونې نه یوازې دا چې د ستونزې په حل کې مرسته نه کوي، بلکې د خلکو د اذهانو مغشوشولو سبب کېږي.))

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: محقق ولې امرخېل ته قهرېدلی دی؟”
  1. په دری کی یو متل دی چی وایی: آنرا که حساب پاک است از محاسبه چه باک.
    امر خیل صاحب ته ولی ګوته نیسی ؟ درغلی د خمینی لمسی کړیده او زړه یی په امر خیل ډک دی. کله د ایرانی لاسپیکر یعنی طلوع نه انتقاد پری کوی چی په پښتو خبری کول تعصب دی او کله ماکک خپلی داړی ورته جونګی نیسی چی د کابل لویدیز کی د ولایتی شورا بریالی کاندیان ولی لږ دی. آیا فکر نه کوی چی اوس به د کابل ښاریان پوهیدلی وی چی دوی خپل واک بیرته په خپل لاس کی واخلی او پردی پالو ته نور غاښ ماتونکی ځواب ورکړی. ماکک ته دی وویل شی چی داځل به هغه پخوانی ګوړی او شکری نه وی او لکه زوړ غوایی نوری کنجاړی په خوب کی مه وینه. انشاالله د ایرانی آخندانو د لاس پوڅو ټغر مخ په ټولیدو دی. داځل خلک راویښ شویدی. بیا به د 2009 کال د غزنی ولایت د ټولټاکنو تجربه نه تکراریږی چی د 14 ولسوالیو ټولی څوکی د ماکک پلویانو ونیولی او تر نن پوری مزی چړچی پری کوی او هڅه کوی چی په افغانستان کی رافضیت رواج کړی. د ټولو مسلمانانو دنده ده چی د محقق میخونه چی دژوندیو انسانانو په سر به یی وهل او رقص مرده منحوسی ډلی مخه په قانونی ډول یعنی د انتخاباتو په شرکت سره ونیسی.

  2. دغه دخلکو قاتل او جنایتکار خپل امتحان ورکری بل وار دکامیابی چانس نشته.دغه درغل خپل جیبونه دکری.امرخیل صاحب جرآت ولره افغانان له حق سرهدی.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *