معلومات په ډاګه کوي، چې د افغانستان ځينې مخابراتي شرکتونه هڅه کوي، د سلام په نوم د دولتي مخابراتي شبکې فعاليتونه محاصره کړي او دغه شرکت چې تر ټولو د ټيټ نرخ په لرلو رقابت کوي، له پښو وغورځوي.

۴۰۰زره کسان د سلام له سيم کارتونو ګټه اخلي، خو په بازار کې د يادې شبکې کرېډېټ کارتونه نه موندل کېږي. تر لاسه شوي معلومات دا دي، چې د نورو مخابراتي شرکتونو دلالان په بازار کې د سلام مخابراتي شرکت کرېډيټ کارتونه په عمده ډول په لوړه بيه اخلي او له منځه يې وړي.

په معلوماتو کې راغلي، چې د کرېډېټ کارتونو له توزيع تر بازاره د سلام شرکت ځينې کسان په دې دسيسه کې ښکېل دي.

معلومات په ډاګه کوي، چې د افغانستان ځينې مخابراتي شرکتونه په دې هڅه کې دي، چې د سلام په نوم د دولتي مخابراتي شبکې فعاليتونه محاصره کړي او دغه شرکت چې تر ټولو د ټيټ نرخ په لرلو رقابت کوي، له پښو وغورځوي.

سلام مخابراتي شرکت د ۱۳۹۲ کال په سلواغه مياشت کې په فعاليت پيل وکړ. د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې په دې شبکه ۶۵ميليونه ډالر پانګونه شوې او دا مهال يې د استفاده کوونکو شمېر ۴۰۰زرو ته رسېدلی دی.

په بازار کې د سلام سيم کارت کاروونکي او کرېډېټ پلورونکي وايي، له هغه وخته چې دې شرکت د خصوصي هغه په پرتله په کم نرخ خپل خدمات وړاندې کولو اعلان کړي، په بازارونو کې يې کرېډېټ کارتونه هم نه موندل کېږي. دوی وايي، ډېری وخت ځينې نامعلوم  کسان ګرځي، له بازارونو د سلام کرېډېټ کارتونه په لوړه بيه پېري او نه پرېږدي، چې څوک يې استفاده کړي.

تر لاسه شوي معلومات دا هم په ډاګه کوي، چې د نورو مخابراتي شرکتونو دلالان په بازار کې د سلام مخابراتي شرکت کرېډيټ کارتونه په عمده ډول په لوړه بيه اخلي او له منځه يې وړي. په معلوماتو کې راغلي، چې د کرېډېټ کارتونو له توزيع تر بازاره د سلام شرکت ځينې کسان په دې دسيسه کې ښکېل دي، لاره اواروي، چې د دې شرکت کرېډيټ کارتونه بازار ته را ونوځي.

په افغانستان کې د پنځو مخابراتي شرکتونو د نرخونو په پرتله د سلام دولتي مخابراتي شبکې د مکالمو او انټرنېټ نرخ ټيټ دی، د يو جي بي انټرنېټ بيه ۲۵۰ افغانۍ او د هرې دقيقې مکالمې نرخ بيا ۲،۵ افغانۍ دی، چې د نورو کمپنيو بازارونه يې ساړه کړي دي.

د مخابراتو وزارت مسوولين وايي، تر اوسه داسې څه نه دي پېښ شوي، خو که چېرې د ياد شرکت مسوولينو له نورو مخابراتي شرکتونو سره لاس يو کړی وي، د قانون منګلو ته به يې وسپاري او دا مسئله به په جدي توګه تعقيب کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وياند نصرت رحيمي محور ته وويل، کله چې سلام دولتي مخابراتي شرکت په فعاليت پيل وکړ، د نورو په ځانګړې توګه د خصوصي شرکتونو اندېښنې يې زياتې کړې.

د ښاغلي رحيمي په خبره، د کرېډېټ کارتونو د کموالي لامل دادی، چې لاهم ياد شرکت نوی دی او پانګونه پرې کېږي. دی زياتوي د خلکو علاقه زياته ده او تر راتلونکي يو نيم کال پورې به ۱۰۰ميليونه ډالر نوره پانګونه هم پرې وشي.

تر اوسه پورې سلام مخابراتي شبکې د ۲۲ ولايتونو په مرکزونو کې خپل فعاليت پيل کړی دی.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: مخابراتي شركتونه د سلام د ناكامۍ هڅې كوي”
  1. Asana hal ye da de.che Salam de hapal dealerano ta cardona jor kare.awo faqat haghue la de cardona warka we.awo pa haghue de pabandi walagawe che pa de meqdar cardona de palore ziyat na.awo haghue na de hesab akhestal kegi da hare waraz.Matlab da de che da istimal mutabiq de cardona waploral she.awo da Salam mamoreen de hom wsaral she.

ځواب ورکول ahmadsafi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *