په ټاکنو د څار بنسټونه خبرداری ورکوي، که ژر تر ژره د ټاکنو صندقونه په کابل کې د ټاکنو کمېسيون مرکزي دفتر ته ونه لېږدول شي او بې پرې ځواکونه يې د امنيت خوندي توب ته ونه ګومارل شي، نو د ټاکنو پايلې به بحران ته ولاړې شي.
دوی وايي، بايلونکې کړۍ او ځينې دولتي چارواکي هڅه کوي، چې د خپلې خوښې نوماندانو د ناکامۍ له کبله د ټاکنو نتيجې او مشروعيت ته زيان واړوي.
شنونکي وايي، له تېرو تجربو داسې جوتېږي، چې د طالبانو په نوم يو شمېر کړۍ هڅه کوي د ځينو ناکامو نوماندانو باخت وپوښي او په دې ډول سره د ولس روحيه وځپي.
د ټاکنو څارونکي اندېښنه ښيي، چې که د رایې پاڼو د امنيت د خونديتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته نشي، نو د درغليو لپاره به پراخه زمينه برابره شي.
دوی غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې د ټاکنو صندقونه په کابل کې د ټاکنو کمېسيون مرکزي دفتر ته ولېږدول شي او تر څنګ يې بايد بې پرې ځواکونه د امنيت خونديتوب ته وګومارل شي، څو د افغانستان د ټاکنو پايلې بحران ته ولاړې نشي.
دا اندېښنې وروسته له هغه را پورته کېږي، چې وړمه ورځ په بلخ کې د ټاکنو کمېسيون په ګدام بريد وشو، په خوست کې د ټاکنو په پايلو کې د نامعلومو کسانو له لوري لاسوهنه وشوه او په کندوز کې د رايو د صندقونو د لېږد يو موټر په ماين والوزول شو.
د خوست ولايتي چارواکي وايي، وړمه شپه يو شمېر نامسوول وسله وال د رايو صندقونو مرکز ته ننوتي اوپه يو شمېر صندوقونو کې يې لاسوهنه کړې ده.
سرچينې چې د نوم له اخستو ډډه کوي، په دغه پېښه کې د زلمي رسول د ټاکنيز کمپاين ځايي مسوول تورنوي، چې له خپلو وسله والو سره يو ځای د ټاکنو کمېسيون پر هغه برخه چې رايو صندقونه پکې شمېرل کېدل بريد کړی، شپږ صندقونه يې مات کړي او بيا يې د زلمي رسول رايې پک�� ځای پر ځای کړې دي.
په ورته وخت کې په کندز ولایت کې د رایو په صندقونو بار یو پېکپ موټر په داسې حال کې چې د دوو مرکزونو د رایو صندوقونه یې د خان آباد ولسوالۍ مرکز ته لېږدول، د سړک غاړې ماین په چاودنه کې له منځه لاړل. د چارواکو په وينا، په پېښه کې د رایې پاڼو اته صندوقونه له منځه تللي دي.
وسله والو کسانو وړمه ورځ غرمه مهال په مزارشريف ښار کې د رايو د صندقونو پر عمومي ګدام بريد وکړى، خو کوم زيان يې وانه ړاوه. ځايي مسوولين وايي، د وسله والو طالبانو تر څنګ يو شمېر نورې ځايي ډلې هم په دې لټه کې دي، چې مزاحمتونه وکړي، دوی غوښتل، د رايو صندقونه وسوځوي او يا يې وتښتوي.
د ټاکنو څارونکي وايي، په يو شمېر ولايتونو کې د ولايتي شورا نوماندانو او د ولسمشرۍ څوکۍ د نوماندانو کمپاينرانو په ټاکنو کې د درغليو هڅې کړې او لاهم يو شمېر زورواکي په دې لټه کې دي، چې خپل باخت وپوښي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه او شنونکي وايي، د افغانستان په ټاکنو کې درغلۍ په هغه پيمانه نه وې، چې ټاکنې تر خپل اغېز لاندې ونيسي. دوی زياتوي، يو شمېر کړۍ هڅه کوي، چې اوس اوس درغليو ته لار اواره کړي او د خپلو ناکامو شويو کانديدانو ناکامۍ په دې ډول سره پټې کړي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، تېرو پرلپسې پېښو ته په کتو، داسې اندېښنې شته، چې په ولايتونو او لرې پرتو سيمو کې د رايو په صندقونو کې لاسوهنه وشي.
د افغانستان �� ازادو او عادلانه ټاکنو فيفا بنسټ مشر جانداد سپين غر وايي، د ډيموکراسۍ دوښمنان او زورواکي اوس ددې سياسي بهير د ګډوډولو په لټه کې دي.
دی وايي، په لنډ مهال کې پکار ده، چې د ټاکنو کمېسيون او همدا ډول امنيتي ارګانونه په همغږۍ سره هغه ډول امنيت خوندي کړي، لکه څه ډول يې چې د ټاکنو پرمهال تامين کړی وو: ((دوی بايد ضمانت وکړي، چې چاته اجازه نه ورکوي، چې لاسوهنه وکړي. په اوږد مهال کې پکار ده، چې د ټاکنو سيستم پياوړی شي، په عصري هغه واوړي، څو له لاسوهنو خوندي شي.))
د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي، په ۳۴ ولايتونو کې د ټاکنو د رایو شمېرل پای ته نېږدي شوي، خو خو د رايو د صندقونو د لېږد پر وړاندې ځينې امنيتي ننګونې شته او د اړينو توکو لېږد به پيل شي. دوی وايي، له تېرې ورځې يې پلازمېنې کابل ته د رايو لېږد پيل کړی دی.
بلخوا د افغانستان امنيت شورا ټولو امنيتي ارګانونو ته امر کړی، چې د رایې پاڼو د خوندي لېږد په برخه کې دې کوټلي ګامونه اوچت کړي.
په خوست کې د زلمی رسول د کمپاین مسؤل عارف الله پشتون صبری چې د خوست ولایت له خوال په مشرانو جرګه کې سناتور هم دی په یاده شپه د خوست ولایت د ټاکنو کمیسیون باندې ننوتی او د رایو سندوقونه مات کړي، چې د خوست ولایت د ناامنه ولسوالی باتورو خلکو له اوسنې شرایطو ته په نظر کې نیولو سره ښاغلی پشتون خیانت کړی او د خلکو ارادې او رایوته یې په سپکه سترګه وکتل دا بدي د خپل ولس قوم سره وکړه!!