سپنتا له ترهګرو سره مرسته رد کړه

د لويې جرګې د مخالفينو هغه کړۍ چې افغان دولت پېژندلې او لا يې کسان نيول شوي ندي، عام خلک سخت قهرولي دي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر سپنتا ولسي جرګې ته ويلي و، چې په کوټه کې له طالب مشرانو يې د دوی ټليفوني اړيکي ثبت کړې او د دوی حمايت کوونکي بهرنيان پېژني.

سرچينې وايي، بېلا بېلې استخباراتي کړۍ د جرګې د تخريب هڅه کوي او داسې شواهد تر لاسه شوي، چې د وړمې ورځې ځانمرګی بريد طالبانو ندی کړی.

په کابل کې هغه ځانمرګی بريد چې وړمه ورځ يې ګڼ کسان ووژل، د لويې جرګې او له امريکا سره د تړون په هکله يې د بهرنيو مخالفتونو شدت په ډاګه کړی دی.

سره له دې چې د دا ډول بريدونو پړه هر وخت طالبان پر غاړه اخلي، خو د ماهيت له اړخه دا کم مثاله بريد و، مواد د سورلۍ په موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د جرګې چاپيريال ته له ګڼو تالاشيو خوندي را تېر شوی و. اټکل کېږي، چې ځانمرګي ته له ساحې لارښوونه شوې وي.

سيمې ته رسېدلو خبريالانو ادعا کوله، چې بريد بېساری و او فکر نه کېږي طالبان په اسانۍ دومره حساسې ساحې ته ځان ورسولای شي. د بريد د تلفاتو په اړه د طالبانو په ادرس له نامعلوم لوري د رالېږل شوې اعلاميې او افغان امنيتي سرچينو راپورونه بيخي سره ورته وو.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو ادرس له مبالغې پرته د پېښې دقيق جزيات ورکوي. په کابل کې تر طالبانو ورها خوا هم د لويې جرګې او تړون په اړه غبرګونونه جدي او دوامدار دي. ځينې کړۍ تورنې شوې، چې تقلبي اسناد يې په امريکا کې د افغان سفارت په ادرس ليک کړي، په ولسي جرګه کې د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا هم دغه خبره تاييد کړې ده.

له ولسي جرګې دباندې د ښاغلي سپنتا څرګندونو خلک سخت قهرولي دي. سپنا وايي، د جرګې يو بېرغي مخالف له کابله د مظاهرو او مخالفت جزيات د ټليفون له لارې په کوټه کې د طالبانو له وياند سره شريک کړي او دوی يې ثبت لري.

ډېری کتونکي په افغان دولت او امنيتي سرچينو نيوکې کوي، چې د ملي خيانت لپاره تعريف نلري او د ملي رازونو په افشا کولو هم يو څوک نه محکوموي.

په کابل کې د محور خبريال ته ډېری خلکو د دريو هغو کسانو نومونه هم په ډاګه کړي، چې ګومان کېږي ګاونډيو هېوادونو ته د امنيتي تړون په مخالفت کې جاسوسي کوي.

د تړون په اړه ذهنيت سوکه سوکه په بدلېدو دی، تر تېرې اونۍ د تړون څرنګوالي ته په دقت کتل کېدل او ډېری خلکو ټينګار کاوه، چې په تړون کې دې له احتياطه کار واخستل شي، دوی د افغانستان د ملي ګټو تضمين باندې ټينګار کاوه، خو د وړمې ورځې ځانمرګي بريد او د ګاونډيو استخباراتو مداخلې ذهنيت د تړون پرخوا مات کړی دی.

عام خلک د جرګې رابلل حتی حتمي نه ګڼي او وايي، دا د يو ولسمشر صلاحيت دی چې دا پېچلې دوسيه وتړي.

4 thoughts on “محور ورځپاڼه: ملي امنيت دې له پټو رازونو سره احتياط وکړي”
  1. زموږعجبه ساده خلګ دی په پشتوکی متل دی وای جنګ که دچغال کوی تایه به ده زمری نسی
    طالبانودادولس کاله دکم تکتیک سه کارنه واخستی چی اوس موژوه وایوچی هیس مشکل نسی جوړه وی

  2. دغه فرید چه مخکی په پارلمان کښی وه او اوس ځان جدا ګڼی دغه یو ملی خاین دی، دی او دده فامیل د پخوا څخه د نورو لپاره کار کوی، او دغه غونډه چه جوړه هم وه نو د پردو ګټو لپاره. سپانتا صیب ډیر ښه خبری وکړی

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *