ولسمشر غني د یوولسم رسمي سفر په ترڅ کې په ترهګرۍ ضد جګړه کې له لویدیځ سره د همغږۍ رامنځته کولو لپاره د جرمني مونیخ ته رسېدلی، د مونیخ امنیتي کنفرانس په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر لارو چارو بحث کوي.

((ولسمشر غني تر پسرلي وړاندې امنیتي اندېښنې د نړیوالو تر غوږونو رسوي او په سیمه کې د ثبات لپاره به د کنفرانس له ګډونوالو پر ګاونډیانو د فشار زیاتېدا غوښتنه وکړي.)) ډاکتر اصف بکتاش

شنونکي وایي، پاکستان له نړیوالو فشارونو د خلاصون لپاره د طالب پروژه پر داعش اړوي او د پسرلي موسم له پیل سره په افغانستان کې د خپلې نوې پروژې د بریالي کېدو کلک تصمیم لري.

ولسمشر غني به د مونیخ کنفرانس په دریمه ورځ د افغانستان د امنیتي حالت په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي. پدې کنفرانس کې افغان پلاوی له لویدیځ سره په ترهګرۍ ضد جګړه کې د همغږۍ رامنځته کولو پر لارو چارو بحث کوي.

د سیمه ییزو چارو شنونکی عبدالرشید ارین وایي، له لویدیځ سره د همغږۍ تر ټولو مهمه موضوع پر ګاونډیانو د فشار راوړل دي، چې ولسمشر غني به یې په سیمه کې د ثبات لپاره د کنفرانس له ګډونوالو غوښتنه وکړي: ((د سیمه ییز ثبات لپاره پر پاکستان د فشار راوړل په سر کې دي، ځکه دغه هېواد په یوه نوي چوکاټ کې د طالب رژېدلې پروژه له سره ترمیموي.))

ښاغلی ارین وایي، پداسې حال کې چې داعش په افغانستان کې د پراختیا په حال کې دی او طالب له کاره لویدلې پدیده ګڼل کېږي، نو ولسمشر غني باید له لویدیځ سره د همغږۍ په رامنځته کولو کې دې مسلې ته هم پوره پام وساتي.

د چارو شنونکی ډاکتر اصف بکتاش وایي، له لویدیځ سره په همغږۍ کې باید په افغانستان کې د داعش پر برخلیک هم خبرې وشي، ځکه دغه ډله بېرته د تیت پرک شویو طالبانو په چوکاټ کې د پاکستان له لوري د راټولېدا په حال کې ده: ((د پسرلي په موسم کې پاکستان د خپلې نوې پروژې د بریالي کولو کلک تصمیم لري، نو باید د نوي افرطي چوکاټ پرضد د مبارزې لپاره چمتووالی او د ګډې همکارۍ روحیه او تضمین رامنځته شي.))

ترلاسه شوي معلومات ښیي چې په افغانستان کې د داعش ډله د سیمې د ۳۰ وړو او لویو وسله والو ډلو هغه تیت پرک شوي وسله وال دي چې له سره د منسجم کېدو په حال کې دي.

په مونیخ کنفرانس کې د افغانستان د امنیتي اوضاع لویه برخه به روان امنیتي حالات وي چې له لویدیځ سره په ګډه به  یې د مبارزې پر لارو چارو بحث کېږي.

د پوځي چارو شنونکی محمد ظریف ناصري وایي، د داعش په نوم د نوې پدیدې په مقابل کې ګډو سیمه ییز او نړیوالو همکاریو ته اړتیا ده او مونیخ کنفرانس د همدغو همکاریو د همغږۍ په موخه بلل شوی دی: (( د همکاریو د همغږۍ ګټه تر هر څه زیات د افغانستان امنیت ته ده، چې افغان سوله هم ورسره تړلې ده. ولسمشر غني به پدې کنفرانس کې د افغانستان د امنیتي حالت د سمون لپاره د سیمې په هېوادونو د فشار غږ هم وکړي.))

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: مونیخ ته د غني پیغام د پسرلنۍ جگړې په تړاو جدي دی”
  1. كه طا لُب په أفغانستان كى دخارجانو دوتولو په خاطر جنكيدله او ملا عمر افغانى و أوس ابوبكر دكوم هدف دلاسته راورولو دباره به جنك وكرى دى خو يهود أصلا عرب أفغانستان يى دده په خه؟سر پياز كون پياز څه كاره دى نو موز ته به كارده جه ددى مرض بر ضد ودريزواوكلكه مبارزه ورسره وكرو

  2. دوستانو لوستونکو دټولو سر خلاص دی چی طالب جان چا دجنګ صحنی ته راوړندی کړی او اوس يي داعش ته دطالب پروګرامونه ور کړی،او که دچا سر پری خلاص نوی نوسوچ دی وکړی چی دامريکا بی پيلوټه الوتکی په وزيرستان کی هدفونه ويشتلی سی اما په افغانستان کی چی دداعش ډلی په راټوليدو دی اود ټولنځايونو جايي هم ورته په ښکاره ډول معلوم دی اما بيا ورته هيڅ نه وايي ،نوبيا مو سر ښه خلاص ده چی دپاکستان سره امريکا،انګريز اواسراييل ،ددی پروژی تطبيق کونکی دی.نو غنی ته زما مشوره داده چی دټولو سياسی ګوندونو سره يوګډ کنفرانس جوړ کړی او پدی هکله ورسه مشوری وکړی.

  3. کله چی طالبان نوی زیږیدلی ول ، احمدشاه مسعود میدان ښار ته د مبارکی او ستړی مشی لپاره ورغلی و او استاد ربانی به هره ورځ سلاح او پیسی د کندهار هوایی میدان له لاری ور رسولی تر څو د حکمتیار ځواکونه له منځه یوسی . په پای کی داسی ورځ راغله چی « چاه کن خودش در چاه » متل ورباندی تطبیق او «د افغانستان د اسلامی دولت » تخت یی کولاب پوری له ځان سره یو وړ.
    د طالب او مجاهد پروژه نوره ختمه شوی ده، د افغانستان دښمنان غواړی چی اوس د خپلو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره یوه بل طاعون ته ضرورت لری چی داکترانو یی نوم داعش ایښی دی. د ایدز او ایبولا له طاعونه خلک ډیر ویریدل خو پدی دیرشو کلونو کی یی تر یوه حده د مخنیوی وسایل تشخیص او پکار اچول شویدی. هر طاعون ډیر خطرناک وی ، وچ او لانده نه پيژنی. داعش هم همداسی طاعون دی . نه مسلمان تری خلاص دی نه کافر. نه سنی پیژنی نه شیعه. نه خپل پيژنی نه پردی. د دی پروژی یا طاعون هدف د اسلامی هیوادونو امنیت خرابول، اقتصادیی له منځه وړل او تر ټولو مهمه دنده یی د انسانانو وژل دی ، ترڅو هغه بل طاعون ته چی ورپسی را روان دی ، ټول موانع او خنډونه له مخی لری کړی.
    د افغانستان ټول ولس ته پکار ده چی د دی طاعون د مخنیوی لپاره پخوانی اختلافات او جنجالونه ختم کړی ، سره متحد شی او په کلک او متین عزم سره د هغوی ریښی له بیخه وباسی . او که دا کار ونکړی بیا به ټول پښيمانه وی.

ځواب ورکول بشير رشاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *