د ناټو د ترهګرۍ ضد جګړې پیل شوی ماموریت پرون رسماً پای ته ورسېد، خو ترهګري مخ په پراخېدا ده، د افغان ځواکونه تجهیز نیمګړی دی او له ښې حکومتدارۍ سره د ناټو او امریکا ژمنې ندي عملي شوې.
ناټو داسې مهال خپل جنګي ماموریت پای ته رسوي چې یوازې په تېرو لسو میاشتو کې ۴۶۰۰ افغان سرتېري وژل شوي دي، چې د ناټو د دیارلسو کالو له تلفاتو یې شمېر زیات دی. په تېرو دیارلسو کالو کې د ناټو ۳۴۸۵ سرتېري وژل شوي دي.
د اروپایي اتحاديې استازي او روسیې د ناټو د ماموریت له پای ته رسېدو سره اندېښنه ښودلې. روسیې ویلي، له افغانستانه دغسې بې دلیله وتل به د داعش ډلې په شان ترهګرو ته د فعالیت زمینه برابره کړي. دا داسې یوه جگره وه چې مسوولیت یې هېچا ونه مانه.
پرون په کابل کې د ناټو نظامي ماموریت رسماً پای ته ورسېد، خو نا امني د پراخېدا په حال کې ده، افغان ځواکونه د جګړې لپاره لازم تجهیزات نه لري او په افغان حکومتدارۍ هم انتقادونه پر ځای پاتې دي.
د جنوري تر لومړۍ نیټې وروسته د (قاطع ملاتړ) په چوکاټ کې د افغان ځواکونو په روزنیز پروګرام هم ځکه شکونه شته چې په تېرو دیارلسو کالو کې د ناټو نظامي ملاتړ لویې نیمګړتیاوې لري.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی نادر خان کټوازی وایي، د ناټو همدغه نیمګړتیاوې ددې باعث شوې چې مهار شوې جګړه بېرته پراخه شي او اوس یې یوازې په افغان ځواکونو مهارول اسانه کار ندی: ((ناټو بې پایلې جګړه تر شا پرېږدي. په تېرو دیارلسو کالو کې د ناټو افغان ځواکونو ترمنځ د بې اعتمادۍ فضا حاکمه وه، چې د هوایي تجهیز نه ملاتړ یې هم د همدغه بې اعتمادۍ له وجې وو. په کور دننه موږ روزونکي کادرونه لرو، خو که ناټو او امریکا په صداقت مرسته وکړي دغه خالیګاه ډکېدلی شي.))
ښاغلی کټوازی وایي، حکومت باید په نړیوالو حامیانو فشار راوړي او داسې شرایط برابر کړي چې د بې باورۍ دغه فضا لمنځه ولاړه شي.
د ناټو نظامي ماموریت پای ته ورسېد، خو د نا امنیو له وجې هره ورځ افغانانو ته ځاني او مالي زیانونه اوړي. د ډسمبر تر میاشتې پورې ۳ زره او ۱۸۸ ملکیان شهیدان شوي، ۶ زره او ۴۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
په تېرو دیارلسو کالو کې له لسو زرو زیات افغانان وژل شوي دي. ځانمرګو بریدونو، سړک غاړې بمي چاودنو او هوایي بمبارۍ د ملکیانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه ساتلې ده.
خو په افغانستان کې د ناټو د نظامي ماموریت له رسماً پای ته رسېدو سره د سیمې د هېوادونو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
په تازه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د افغانستان اوسنۍ وضعې ته په کتو له نظامي ماموریت څخه د ناټو لاس اخستل به یو شمېر ترهګرو ډلو ته پدې هېواد کې د فعالیت زمینه برابره کړي. ددې معنی داده چې روسیه د امریکې په نیت پوهېدلې ده، چې تر وتلو وروسته به د داعش فعالیتونو لپاره په افغانستان کې زمینه سازي وشي.
په ورته وخت کې په امریکا د روسیې هغه انتقاد هم بې ځوابه پاتې چې امریکا دې امنیت شورا ته راپور ورکړي چې که ترهګري ختمه وي، نو اډې څه کوي او که ختمه نه وي، نو ولې له افغانستانه وځي؟
د افغان پولیسو د روزنیز ماموریت لپاره د اروپایي اتحادي استازي کارل اکي روګي ویلي، افغان ځواکونو ته له ناټو خطرناکه جګړه پاتې کېږي چې د تلفاتو د زیاتېدا امکان یې شته.
د پوځي چارو شنونکی فقیر محمد فقیر هم پدې نظر دی چې ناټو له افغانستان سره پخپلو وعدو کې پاتې راغلې او د سیمه ییزو فشارونو له وجې یې ځینې وعدې په شعوري او اګاهانه ډول ماتې کړې دي.
د جنوري تر لومړۍ نیټې وروسته به د ناټو په چوکاټ کې ۱۲۵۰۰ سرتېري د افغان ځواکونو د روزنیز ماموریت لپاره په افغانستان کې پاتې شي.
ناټو د افغانستان د نیواک ، لوټ او غلا له پاره را غلې وه ، او د اوکراین او منځنۍ آسیا د زېرمو له پاره داسې ووتله چې په اصطلاح قانوني بېسونه به یې په افغانمستان کې وي او نوره به په منځنۍ آسیا کې لګیا وي تر څو د منځنۍ آسیا او اسلامي نړۍ ټولې زېرمې د لاسپوڅو سیمه ییزو حکومتونو پر مټ غرب ته له ځانه سره یوسي . او اسلامي نړۍ د تل له پاره غریبه او دوی ته محتاج وي . دا د غرب د یونیم دوه سوه کالو لیدلي خوبونه وو ، چې اوس یې تعبیر ریښتیا او دوی خپلو موخو ته د سیمه ییزو ځان پلورونکو پر مټ په کې ورسېدل .
كرانو او عزتمندو وطن فرستانو!او عزتمندو وطنوالو !
ستاسي تشويش كاملا دغور ور اوبه خاي خبره ده.
١-داجه أمريكا دخه مطلب دباره راغلي وه او ولي ووته دا يواخي افغانستان ته دي به نورو هيوادو كي هم ورته عمل تر سره كري تكتيكي أهداف ءي جه لرل هغه ءي تر سره كره جور اوجباول ءي وكر دمخدره مو أدو بز نيس ءي هم تر سره اوهم ءي مافيا ءي كري دبعدي فسق او فساد دباه رامنخ ته اوهمءي به دولتي اوهمءي به اولسي خلكو كي خاي به خاي كري او دخبل حماي لاندي ونيولي.
بعضي زير زميتي معدنيات ءي انتقال دخبلو لكول شوو مصرف خخه خو جنده مادي كتي تر لإسه كري.
٢-.دستراتيزيكي أهدافو دتر سره كولو كي نا كأم راغله داولي بحث دي همدومره ياد
وني بكارده.
٣-ناتو ديته ورته اعمال تر سره كره او زمونز بيشماره بيكانه نر اوشخي ،كوجنيان او بود إكان ي تر خاورو لاندي او كورونهءي ورته بمبارد اوبي كوره ءي كره داوه ددوي دلسوز انه دنده.
٤-راشم بعدي حالاتو او دامنيت جارو ته:
٥-كه ووايم د تشويش ورده هم رشتيا ده او كه ووايم تشويش ورنه ده هم رشتيا ده.٦-
٦-كه ددولت همدا رنكه بي اتفاقي او بي اعتمادي به خبل منخ او بي اعتمادي به ملت موجوده وي كاملاء تشويش ور أودّ خطر زنك دي تول ملت ته.
٧-كه بي اعتمادي دمنخه لاره شي دحل لاره لري.
دحل لاره؟
/كران وطن افغانستان نظامي او استخباراتي دكتورين حربي او بياوري كار بوه تيوريسين لري.مكر اعتماد بري خوك نه كوي هغه وطن فرستان دي بايد را ميدان ته شي.
/افغانستان كاربوه او مسلكي اوسرسبرده دننك او ناموس أوسر حداتو سأتو نكي منصوبين لري بايد را ميدان ته شي.
/افغانستان دسلاح او وسايطو ترميم خاني او فابريكي لرلي او كاربوه تخنيكي إنجينر ان او متخصصين لري بايد رامنخ ته شي.
/زمون جوراوجباول شوي داردو سلاحوي جه دامير شي علي خان دونته به بشو ولار اردو وو ديو كوجني ستني نه نيولي تر بيشماره او مختلفالنوع توب،طياري اوتا نكونه،زره بشؤونه،اوراكان.اونوري سلاحوي او مهمات او تجهيزات بي له كومه عذره دوطن دفاع به خاطر را وسباري.
/داجه دوي تجهيز نه بلكه جورءي كرو غرامات جنكي هم بايد ومني.
دا كارونه دي ترسره شي زه جنرال حبيب الله د دغو زمر يأنو او شا زلميانو او سر سبرده وفاداره منصو بينو به نمايندكي اطمئنان دركوم جه مونز به دخبلي خاوري دفاع او امنيت دسر رسولي امادكي ولرؤ او لرؤ ءي.
مونز خبل بيرق هميشه لور ساتلي او دساتلو متضمين يو مونز صلحه غوارو ، وروري او برابري غوارنو مونز نفاق نه غوارو نفاق زرهاوو بد بختيو مور ده.
زوندي دي وي متفقين
مره د ي وي نفاق غوشتو نكي
مونز هغه خوك غوارو جه خبلي كتي دملت دكتو خخه قربان وي.
وایی چه یو ماشی د یو فیل په غوږ دژمی تیرولو لپاره ننوت او ژمی یی په ګرمه تیره کړه کله چه پسرلی شو نو ماشی د فیل د غوږ نه اووته او د فیل نه مننه وکړه فیل په ځواب کی ورته اوویل چه نه په راتګ دی پوه شوم او نه په تګ
مننه
ممکن د امریکا متحده ایالات خپل هدف ته رسیدلی وی او دا ښه کار وشو چی د امریکا او ناتو نظامی ماموریت پای ته ورسید. اما د افغانستان مشکل لا ندی حل شوی لکه چی تاسو د محور ورځپاڼی په حواله لیکلی دی چی:« د ناټو نظامي ماموریت پای ته ورسېد، خو د نا امنیو له وجې هره ورځ افغانانو ته ځاني او مالي زیانونه اوړي. د دسمبر تر میاشتې پورې ۳ زره او ۱۸۸ ملکیان شهیدان شوي، ۶ زره او ۴۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
په تېرو دیارلسو کالو کې له لسو زرو زیات افغانان وژل شوي دي. ځانمرګو بریدونو، سړک غاړې بمي چاودنو او هوایي بمبارۍ د ملکیانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه ساتلې ده.»
لازمه ده چی امریکا او د هغوی متحدین چی اوس زمونږ متحدین هم دی افغانان یواځی پرینږدی. علاوه له نظامی او اقتصادی مشکلاتو چی مونږ یی لرو د ولسمشر اشرف غنی ترڅنګ بل قلابی « ولسمشر » چی اوس د روس او ایران په خوښه د پنځم ستون رول لوبوی ، تر ټولو غټ مشکل دی. که زمونږ غربی متحدین وغواړی هغوی ډیر ژر پرخپل ځای کښینولی شی.
د نظامی تجهیزاتو مشکل هم په ډیره آسانی سره حل کولای شی . هغه موجودی وسلی د اوکرایین ته نه انتقالوی . که ضرورت وی دلته د دوسلو د جوړولو څو کارخانی جوړی کړی چی له بلی دنیا راوړل یی آسانه شی.
که دا ټول ناممکن ښکاری د افغانستان دولت باید د خپلی مشروع دفاع لپاره نوری سرچینی ولټوی.