د افغان ټاکنو په ترڅ کې د سیاسي بحران د نه رامنځته کېدو له کبله پاکستان اړ شوی چې یو وار بیا په افغانستان کې نا امنیو ته زور ورکړي، دولتي تاسیسات او ملکي وګړي په نښه کړي.

شنونکي وایي، وزیرستان کې عملیات د امریکا او پاکستان ګډه پروژه ده، چې طالبان د افغانستان مرکزي او شمالي سیمو ته وشړي او هلته یې د جکړې لپاره مجبور کړي.

د پاکستان په هوایي ډګرونو د دوو بریدونو په غچ کې پاکستان د خپلو طالبانو په ذریعه د افغانستان په هوایي ډګر دوه ځلي بریدونه وکړل، دا جګړه د پاکستان له مجبوریته اخري جګړه ګڼل کېږي.

د ۹۳ کال ولسمشرۍ ټاکنو په وخت پاکستان ونشوای کولای په افغانستان کې سیاسي بحران رامنځته کړي، اوس یې په غچ کې د امنیتي بحران په هڅو لګیا دی.

د نظامي چارو شنونکي نورالحق علومي محور سره په مرکه کې وویل، د ټاکنیزو جنجالونو وروستی هواری له امنیتي وضعې سره مستقیمې اړیکي لري او له تېرې اونۍ راهیسې چې د ملي وحدت پر بنسټ د راتلونکي ګډ حکومت اوازه پورته شوې، نا امنیو هم زور اخستی: ((پدغو نا امنیو کې د بهرنیو استخباراتو او په ځانګړي ډول د پاکستاني هغو لاس دی. د وزیرستان عملیات د همدې لپاره دي چې پاکستان ځان هوسا کړي او لاسي وسله وال افغانستان ته را واړوي.))

خو په ورته وخت کې ښاغلی علومي وایي، د هغو پاکستاني طالبانو شمېر هم په ډېرېدو دی چې د هغه حکومت له ولکې په وتو دي او بېرته د پاکستان امنیت ګواښي. د وزیرستان د عملیاتو په یوه څنډه کې له دغو طالبانو د پاکستان پاکول هم یو هدف دی.

په ملکي تاسیساتو او ملکي وګړو بریدونه د امنیتي بحران د پلان په سر کې ځای لري، چې بېلګې یې د جمهوري ریاست په کارکوونکو برید او په ارګون کې عامه وژنه ده.

شنونکي وایي، د وزیرستان د عملیاتو د ګډې پروژې یو بل هدف دادی چې جنګیالي منځنۍ اسیا ته انتقال شي او دا لړۍ همدا اوس هم روانه ده.

په کابل نړیوال هوایي ډګر تر برید وروسته امنیتي چارواکو وویل، چې بریدګر په اردو ژبو غږېدل او د هلمند د سنګین ولسوالۍ په جګړه کې هم د دغو را انتقال شویو جنګیالیو د ښکیلتیا په اړه راپورونه شته دي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت جرګګۍ غړې جنرال نظیفه ذکي وایي: ((د خلکو د توقع خلاف د انتخاباتي جنجالونو په وخت د نا امنیو هڅې دومره نه وې، خو اوس چې لږ هم ټاکنیز جنجالونه هوارېږي ورسره په ډراماتیک ډول نا امني ډېرېږي.))

د اغلې ذکي په وینا، همدا اوس د بدخشان په جرم، یمګان او وردوج ولسوالیو سربېره یو شمېر نورو ولسوالیو کې له وزیرستانه فراري جنګیالي جګړه سازمان دهي کوي او ټول شمال ته یې د غځولو په هڅو اخته دي.

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: وروستۍ نا امنۍ له انتخاباتي جوړجاړیو سره ارتباط لري”
  1. داچه دو مره معلومات هم شته چه دغه وزیرستانی کډوال اکثره طا لبان دی نو بیا دغه ړوند او ګډ افغانستان ټنده او کاڼه چارواکی ولی کمکونه کوی که دوی وای دا انسانی اخلاقی کمکونه دی باالکل اخما قت دی ددښمن قوی کول دی لږ ویښ شی ای غا فلو بیکاره چار واکو وطن مه تباه کوی .

  2. ښاغلئ زيارمل صيب ! په تاند کې تبصرې کولو لپاره باید د ډېر دقت څخه کار واخستل شي ، خاصتا د الفاظو د استعمال او علمي تحليل په برخه کې ـ ګرانه وزيرستاني طالبان او د وزيرستان پښتانه سره فرق لري او وزيریستان میشتي خلک په هغوی کې مه ګډوۍ ، وزيریستان میشتي طالبان په دوه ډلو ویشل شویدي يو ېې د پاکستاني پنجابي طالبان اود هغو بین المللي ملګري عرب ، چيچنيايي ، ازبک او حتې د برما څخه راتښتيدلي چې یوه برخه ېې د افغان او روس په جنګ کې د غرب په مرسته راغلي اوبله ېې د حقاني ډله ده ، هغه مرستې چې افغان دولت د وزيریستاني کډوالو سره کوی د ډېر قدر وړ بولم ، خفه مه شې { د تاند څخه په منـنه }

  3. دا د کابل زړه ته چی عام کس وسله له امنیتی تلاشی څخه په اسانه نه شی تیرولی نو بیا پنجابی سنکه کولای شی.باید ټولو دولتی چارواکو ته خاص خیال پری وساتی چی له طالبانو سره همکاریانی ونه کړی او دداسی حملو مخنیوی وشی

  4. په دی نا ارامیو کی تر ډیری اندازی په ټولټاکنو کی د ماتو شویو کړیو پټي شبکی دی چی چاودنی کوي. مصنوعی بریدونه کوي ،او همدارنګه ددی لیکنی لیکوال هسی په اوتو بوتو لګیا دی پاکستانی طالبان د افغانستان په جګړه کی ونډه نلری هغه پاکستانیان چی دلته راځي هغه پوځیان او د استخباراتو مامورین دی چی د طالبانو تر نوم لاندی ځانونه پټوی.
    په وزیرستان کی جګړه د افغانی طالبانو په وړاندی نه ده هغوی وختی وزیرستان خوشی کړی هلته د وزیرستان د خلکو د مقاومت د ځپلو د پاره دا جګړه راوانه ده
    لیکوال د بی خبره او غرضی خلکو سره خبری کړی دی هغه کسان چی په عمومی صورت سره د پښتنو ضد پروګرام لری جنرال ذکی او علومی هسی د شمالی ټلوالی کسان دی چی د پښټنو سره دښمنی لری. د وزیرستان جګړه د پنجاپ په وړاندی د خلکو د مقاومت د ماتولو د پاره رامنځته شوی ده

ځواب ورکول بلال ستانکزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *