معلومات په ډاګه کوي چې د افغانستان په وروستیو جګړو کې دطالبانو تر نامه لاندې پاکستاني پوځیان او نور استخباراتي ځري په جنګ بوخت دي. د هلمند په سنګین کې ۷۰۰، د لوګر په ازره کې ترشپږ سوو زیات او په کندوز کې د ۲۵۰ په شمیر پاکستانیو جنګیالیو د طالبانو په نوم له افغان ځواکونو سره مقابله کړې ده.
له نورستان څخه ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې حتی طالب جنګيالیو د پاکستانیو پوځیانو یونیفورم اغوستی وي او زخمیان یې سملاسي له سیمې اېستل کېږي.
پوځي څارونکي او د دفاع وزارت سرچينې وايي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې، پاکستاني پوځيان او استخبارات په افغانستان کې جګړه مستقيماً پرمخ وړي، یوازې د طالبانو له نومه استفاده کوي.
په افغانستان کې سیاسي کړکېچ امنیتي خلا ته زمینه سازي کړې او پاکستاني استخباراتو ته اوس تر بل هر وخت ښه زمینه مساعده شوې، چې ټول افغانستان ته د جګړې د پراخولو پلان عملي کړي.
د کندهار په ریګستان ولسوالۍ او ددې ولایت د امنیه قوماندان په کور د وسله والو په جامه کې د پوځيانو تر بریدونو وروسته د سنګین په جګړه کې د ۷۰۰ پوځیانو ښکیلتیا، د کندز په چاردرې ولسوالۍ برید کې د ۲۵۰ پوځیانو ښکیلتیا، د لوګر په ازرې ولسوالۍ له شپږو سوو د زیاتو پوځیانو بریدونه او له دریو کالو راهیسې په کونړ د ډیورنډ کرښې له هاغې غاړې د پوځ له لوري توغندویي بریدونه، په افغان جګړه کې د پاکستاني پوځیانو مستقیمه مداخله ثبوتوي.
په تازه کې کورنیو چارو وزارت هم تائیدوي چې ۱۶۸ وسله والې ډلې د افغانستان د دولت پرضد جنګېږي.
د دغو ډلو یوه یې د کوټې شوراپه کنټرول کې ده، نورې ټولې ډلې له پاکستاني استخباراتو مستقیم دستور اخلي، او د جنګ په صحنه کې د استخباراتو مامورین او پاکستاني پوځيان د جنګ قومانده ورکوي، ماینونه جوړوي، ماین خښوونکي روزي او د جنګیالیو په اکمالاتو بوخت دي.
د پوځي چارو شنونکی فقیر محمد فقیر وایي، ددې ټولو ډلو په منځ کې د افغانستان په اړه اتئلاف شته، خو د بېلابېلو اهدافو لپاره په څو برخو ویشل شوي دي.
د نوموړي په وینا، ددې ډلو قومانده د پاکستاني استخباراتو په لاس کې ده او په چوکاټ کې یې پاکستاني پوځیان بېلابېلو ولایتونو ته د جګړې لپاره را استول کېږي.
په افغانستان کې د پاکستاني استخباراتو د لاسوهنې او مداخلې تاریخ اوږد دی، خو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د پاکستاني پوځیانو د مستقیمې مداخلې راپورونه ورکړل شوي دي.
سرچینې په ډاګه کوي، چې نورستان ولایت کې ان طالبان د پاکستاني پوځ په یونیفورم کې لیدل شوي او ټپیان یې سملاسي له سیمې اېستل کېږي.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړي نادر خان کټوازي له محور سره په مرکه کې وویل؛ پاکستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د یوه مشخص کاندید ملاتړ وکړ، خو دا چې نوموړی بریالی نشو، نو اوس د نظامي فشار له لارې راتلونکی حکومت اړباسي چې غوښتو ته یې غاړه کېږدي: ((د بهرنیو ځواکونو د وتو مهالوېش او د یوه کاندید په ملاتړ کې پاتې راتلل هغه دلایل دي چې په افغانستان کې د پاکستاني استخباراتي کړیو جګړې زور اخستی دی.))
محترم كتوازي صاحب؟
واءي سيال بين دنخي منخ ولي.
ستا خبره ديره بخه او منطقي ،او به واقيعتو ولاره خبره ده.
ستا دشه صحت او كاميابي به كور