له وزيرستانونو بې شمېره طالب اورپکي د افغانستان ختيځ او سوېل ختيځو ولايتونو ته را اوښتي، چې د ځايي خلکو په خبره اوس په يادو سيمو کې سره بسيج کېږي.
د پاکستان پوځيان له يوه لوري په شمالي وزيرستان کې د اورپکو د له منځه وړلو په هدف جګړه کوي، خو له بل لوري يې ورته د وتلو لار پرېښې ده.
له دې عملياتو نه د پاکستاني پوځ اهداف په افغانستان کې د سياسي پروسې ګډوډول، د دوی پوځي مداخلې ته لار اوارېدل او افغانستان د اورپکو په ځاله بدلول دي.
ادعا کېږي، چې له شمالي وزيرستانه ټول طالب اورپکي د افغانستان ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو ته د را اوښتو په حال کې دي او په دې وروستيو کې په يادو ولايتونو کې سره بسيج کېږي.
شنونکي او د ولسي جرګې غړي وايي، د پاکستان د پوځ له لوري په ډېرو حساسو شرايطو کې په طالبانو پسې چاڼيزعمليات پيل شوي، ځکه چې په افغانستان کې ټاکنو ته کمې ورځې پاتې دي. دوی وايي، پاکستان له يوه لوري عمليات کوي او له بل لوري طالب جنګياليو ته لار پرېږدي، چې افغانستان ته و وځي.
د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي، له دې نه پاکستان دوه ډوله ګټه اخلي، له يوه لوري په افغانستان کې روانه سياسي پروسه (ټاکنې) ګډوډوي او له بل لوري د پوځي مداخلې لپاره لار هواروي، چې د پوځي مداخلې ښه بېلګه يې په تېرو څو کلونو کې په افغان خاوره د توغنديو وېشتل دي.
ښاغلی لېوال وايي، په بېړنۍ توګه پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر او ان د کابل تر څنډو پورې جګړه را لېږدولای شي: ((له دې سره به هڅې دا وي، چې دا سيمې د طالبانو په خوندي پټنځایونو بدلې کړي او له دغه ځايه به بيا طالبان په هر لوري کې چې وغواړي، خپله جګړه وغځوي.))
له دې وړاندې به چې کله پاکستاني پوځ په وزيرستانونو کې د وسله والو اورپکو پر ضد جګړه کوله، نو هغوی به يا په شمالي وزيرستان کې پټېدل او يا به هم سويلي وزيرستان ته اوښتل، خو دا ځل په جنوبي وزيرستان کې له وړاندې پاکستاني پوځ پروت دی، چې هورې يې تلل ناشوني دي.
په ولسي جرګه کې د ختيځو او سوېلي ولايتونو استازي وايي، په دې وروستيو کې د کونړ، نورستان او ننګرهار په ګڼ شمېر ولسواليو کې وسله والو طالبانو شپې پاڼې خپرې کړې او خلکو ته يې ګواښ کړی، چې په ټاکنو کې دې ونډه نه اخلي.
دوی وايي، دغو سيمو ته وزير او ازبک هغه جنګيالي راغلي، چې له وړاندې به په شمالي او يا هم جنوبي وزيرستان کې په جګړه بوخت وو.
په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازی مولوي احمدالله موحد وايي، په ټوله کې طالبان د پاکستان د استخباراتي کړيو زېږنده دي او هر ډول چې وغواړي، په خپله خوښه يې جنګولی شي.
ښاغلی موحد زياتوي، دا له شک وتلې خبره ده، چې اوس د وزيرستانونو ټول هغه جنګيالي افغانستان ته رالېږدول کېږي، چې وړاندې به په هغو سيمو کې په مرچلو کې ناست وو: (( کله چې پاکستاني پوځ په وزيرستانونو کې جګړه پيل کړې، له هماغه ورځو په افغانستان کې د وسله والو ليکې غښتلې شوې دي، ځکه چې دوی له يوه لوري عمليات کوي، له بل لوري يې ارپکو ته د وتو لارې پرېښې دي.))
په غازي آباد کې د سرتېرو وژنه، دننګرهار له ګوشتې ولسوالۍ نه د خلکو تښتول، د شپو پاڼو خورول او د لارو نيول، ټول هغه څه دي، چې افغان او ځايي طالبان يې د قومي جوړښتونو له مخې پخپلو سيمو کې نشي تر سره کولای او په دې کې د بهرنيو وسله والو لاس ښکاري.
ځايي خلک او خبريالان وايي، په ننګرهار، کونړ او نورستان کې له وزيرستان نه راغلي اورپکي، له خلکو سره ناوړه چلند کوي، ولسي وګړي په نښه کوي او د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې خنډونه جوړوي. دوی وايي، د طالبانو لومړنۍ هدف دا دی، چې ټاکنې ګډوډې کړي او دا کار د پاکستان په غوښتنه تر سره کوي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارين يون وايي، په شمالي وزيرستان کې د عملياتو له پيل نه داسې ښکاري، چې پاکستان غواړي اورپکي د افغانستان سرحدي ولايتونو ته راواوړي او دلته ګډوډۍ جوړې کړي.
دا زياتوي، پاکستان، طالبان د پښتونو د تباهۍ لپاره جوړ کړي دي: ((دا توپير نه کوي، چې جګړه په افغانستان کې ده او که په قبايلي سيمو کې، خو دوی يوازې خپل هدف ته د رسېدو لپاره جګړه کوي. په هر لوري کې چې د جګړې اړتيا وليدل شي، طالب هورې ور استول کېږي.))
اغلې يون هم د ننګرهار د ګوشتې، اچين، مومند درې، نازيانو، سپين غر او نورو ولسواليو نومونه اخلي، چې وسله والو طالبانو پکې د شپې پاڼو له لارې خلکو ته ګوتڅنډنه کړې، چې په ټاکنو کې دې ونډه نه اخلي.
ددوی دلته په پارلمان کښی ناست استازی، په کابینه کښی وزیران معینان، د کرزی ډیری مشاورین همدا اوس د ایران او پاکستان استازی توب کوی. او هرڅه چه کیږی ددغو چارواکو لخوا کیږی
Da lary taso pa khpala bande krrai kana.Da staso da dre laka fauzian da sa da para dee.Ajeeba khabara da koom kar che afghanano la pa khpala pakar dy da kar da hum Pakistan waka.Wale Pakistan mo da plarano nokar dy ka sa ?