د بدخشان د اب باريک کلي ۳۵۰ کورنۍ لاهم تر خېمو لاندې ژوند کوي، له ژمنې سره سم د هغه ښارګوټي کارونه نه دي پيل شوي، چې بې ځايه شويو کورنيو ته يې وعده ورکړل شوې وه.
د ولسي جرګې غړي وايي، که د ارګو بې ځايه شوو سره بېړنۍ مرسته ونه شي، د بشري ناورين جدي وېره شته.
له بې ځايه شويو سره د ځايي چارواکو له لوري د پنځو مياشتو لپاره د ۱۵زره افغانيو کرايې ژمنه شوې، خو دوی وايي، بدخشان کوم سوداګريز ښار نه دی، چې ۳۵۰ کرايي کورونه د مياشتې په ۳۰۰۰ افغانۍ پکې وموندل شي.
د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په اب باريک کلي کې شديد باران او سخت ساړه د ۳۵۰ هغو بې ځايه شويو کورنيو ژوند ګواښي، چې د روان کال د غويي مياشتې په دوولسمه د غره ښويدنې له امله دخپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول.
دغه کورنۍ د خېمو په يوه پنډغالي کې ژوند کوي او له څو مياشتو راپدېخوا د دولت د مرستو په تمه دي.
د اب باريک کلي د غره ښويدنې په پېښه کې تر ۳۰۰ زيات کسان تر خاورو لاندې شول.
ځايي خلک له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په دې تمه وو، چې دولت به ورته ښارګوټی جوړوي، خو کله چې پوه شول، کار نه پيليږي، نو خپله يې مټې بډوهلې، خښتې يې وهلې، څو د ژمي لپاره سر پناه جوړه کړي، خو دوه ورځني شديد باران يې ټول کار په اوبو لاهو کړ، د خښتو ډېره برخه له منځه تللې ده. دوی وايي، که ژمی هم په دغو خېمو کې پاتې شي، نو د ژوندي پاتې کېدو امکان يې کم دی.
د بدخشان د اب باريک کلي ۳۵۰ کورنۍ لاهم تر خېمو لاندې ژوند کوي. دوی وايي، د ژمنې سره سم لا هم د هغه ښارګوټي کارونه نه دي پيل شوي، چې بې ځايه شوو کورنيو ته يې وعده ورکړل شوې وه، چې د ژمي تر را رسېدو د مخه به يې ور چمتو کوي.
يوه ځايي اوسېدونکي محور ته وويل، له تېرې يوې اونۍ راهيسې د هوا سړوالي شدت نيولی، په پنډغالي کې مېشت ډېری ماشومان او بوډاګان ناروغان شوي، نه د درملنې امکانات شته او نه هم نور.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی ذکريا سودا وايي، د حکومت ژمنې يوازې د ژمنو تر بريده پاتې شوې او عملي جنبه يې پيدا نکړه. دی وايي، چارواکو به کله ويل، چې بودجه نشته او کله به يې بيا نورې نورې بهانې کولې، همدا لامل شو، چې د شپږو مياشتو په تېرېدو سره د ښارګوټي کار پيل نشو.
د ولسي جرګې غړي اندېښنه ښيي، که د هوا د سړوالي تر شدت د مخه د بې ځايه شوو کورنيو غم ونه خوړل شي، لومړني توکي او سرپناه ورته برابر نشي، نو په سيمه کې به د تېر په څېر يو بل بشري ناورين رامنځته شي.
خو د بدخشان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس همايون دهقان وايي، په پلان کې ده، چې هرې بې ځايه شوې کورنۍ ته د پنځو مياشتو لپاره ۱۵زره افغانۍ کرايه ورکړي، تر څو دوی وکولای شي، د خپلو ځانونو لپاره کرايي کورونه ونيسي.
خو بې ځايه شوې کورنۍ وایي، بدخشان کوم سوداګريز ښار نه دی، چې ۳۵۰ کرايي کورونه دې د مياشتې په ۳۰۰۰ افغانۍ پکې وموندل شي. دوی وايي، دلته په کليو کې هر چا د ځان لپاره يوه يوه کوټه جوړه کړې، دوی به څه کوي، چې هغه موږ ته په کرايه راکړي: ((زموږ په نوم ډېرې مرستې وشوې، خو فکر کېږي، چې ټولې په خپله مخه لاړې.))
آیا همدا سې خیمې په کا بل کې نشته