ولسمشر غني وویل: ((د لندن په کنفرانس کې په مطرح شویو ژمنو متعهد یو، سیاسي اراده شته، ولس مو ملاتړی دی، خو دا ټول کارونه په یوه ورځ کې نه کېږي. د دوامداره اقدماتو لپاره باید تعادل په پام کې ونیول شي.))
د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل وویل: ((امریکا به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي. د جنوري تر لومړنۍ نیټې وروسته به امریکایي پوځیان د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې چارې پرمخ بیایي.))
امریکا په افغانستان کې پخپلو پاتې کېدونکو سرتېرو یو زر نور هم ور زیاتوي، خو دا یې واضح کړې نده، چې د کوم توافق او ضرورت په اساس له امنیتي تړون دباندې داسې یو اقدام کېږي. بل د اندېښنې ټکی دادی چې د پنټاګان چارواکو ویلي، چې دوی به په افغانستان کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
ولسمشر غني د لندن او برسلز غونډې له لاسته راوړنو ډکې وبللې او د افغانستان له نړیوالو متحدینو یې د مرستو د ژمنو په تړاو مننه وکړه.
ولسمشر غني وویل، چې د لندن په کنفرانس کې د افغان حکومت په استازیتوب مطرح شویو ژمنو ته متهد یو، خو د وخت او شرایطو ترمنځ یې په تعادل ساتلو هم ټینګار وکړ.
ولسمشر غني دغه څرګندونې بېګاه ناوخته په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې. نوموړي سره پدې خبرې غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل هم حاضر و. نوموړي له افغانستان سره د امریکا د مرستو په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل؛ افغانستان یوازې نه پرېږدو.
چک هېګل وویل، د افغان ځواکونو د روزنیز ماموریت لپاره امریکا تر ۲۰۱۴ ز کال وروسته په افغانستان کې ۱۰۸۰۰ سرتېري پرېږدي، وړاندې د ۹۸۰۰ سرتېرو په پاتې کېدا هوکړه شوې وه. دا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتو وروسته په افغانستان کې د امریکا د ماموریت مهالوېش روښانه کوي، خو د پاتې کېدونکو ځواکونو د شمېر زیاتول او د شپنیو عملیاتو دوام په ښکاره د امنیتي تړون خلاف بلل کېږي.
په امنیتي تړون کې د بهرنیو ځواکونو پخواني ټاکل شوي صلاحیتونه د امریکا له اوسنیو پرېکړو سره ټکر لري او دغه موضوع ناحل برېښي.
امریکا په پلان کې لري، چې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو ځواکونو اوسنی اعلان شوی شمېر په ۲۰۱۶ ز کال کې ۵،۵۰۰ تنو ته راټیټ کړي او په ۲۰۱۷ ز کال کې به یې د سفارت تر مامورینو را محدود کړي.
په ورته وخت کې ولسمشر غني، په سیمه ییز ثبات کې د افغانستان په رول هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې د سولې لپاره باید ملي، منطقوي او بین المللي شرایط اماده شي. ښاغلي غني وویل، افغانستان د سیمې د ثبات کیلي ده.
ولسمشر غني وړاندې وویل، د افغان ځواکونو د تجهیز په اړه د نړیوالو د مرستو د عملي کېدو وخت را رسېدلی او په اعظمي او ښه ډول له دغو مرستو استفاده زموږ په مدیریت پورې اړه لري او په امنیتي سکتور کې یې اصلاحاتو ته هم ژمنتیا وښوده.
ښاغلي غني په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو یوې بېلګې ته اشاره وکړه، نوموړي وویل، ټاکل شوې اوه کسان د جنرالۍ رتبه واخلي، چې له دغو کسانو سره به پخپله مرکې وکړم.
موږ
خو داسی فکر کوه چی امریکا به په خپلو وعدو ودریږی نو چی دوی اوس بیا د شپی عملیات پیلوی او د افغانانو کورنو ته د تلاشۍ د
ورځی معنی یی دا ده چی امریکایان په لوی لاس جګړه اوږدول عواړی. هیله ده چی اشرف غنی یی مخنیوی وکړی.
دوهم دا چی موږ خو د اشرف غنی په هکله فکر کوه چی د جنرالانو د چاپولو یا جوړولو ماشین به بند کړی، خو بند یی نه کړ ولی نور تیل یی هم ورواچول. دا دی ۷ جنرلان به له خیره سره نور هم درته چاپ کړی.
ښاغلیه ولسمشرته زموږ وړاندیز دا دی چی تاسو د نورو ۷ کسانو د چاپولو پوری تر هغه صبر وکړی، مه یی چاپوی لومړۍ دا بیسواده او بی کفایته چاپ شوی خنرالان د ملی اردو او ملی پولیسو له لیکو وباسی بیا یی پر ځای سم پوهه، با کفایته او د کار اشخاصو ته جنرلۍ ورکړی