د حرفیي غلو، زورواکو او د تورو کاروبارونو د مالکانو بانډونه سره لاس ورکوي او په افغانستان کې یوه نوې خطرناکه مافیا تشکیلوي.

دغه بانډونه یا رسما ً‌په تېر حکومت کې ځای پر ځای وو، ګټې یې تامینېدې او یا د محوه کولو لپاره یې حکومت اقدام نه کاوه.

دغو کړیو چې خپل میراثي دولتي ملاتړ له لاسه ورکړئ او په راتونکي حکومت کې خپل موقعیت او مصؤنيت په خطر کې ويني کټ مټ یې د طالبانو په څېر غلچکیو بریدونو ته لاس غځولی او غواړي‌ نوی حکومت تر خپل اغېز لاندې راولي.

ځينې دولتي‌ سرچينې تائیدوي چې یو شمېر خلک په دولت کې دننه په دولت ضد فعالیتونو بوخت دي.

د ولسمشر غني لومړنۍ رسمي مداخله له کابل بانکه پیل شوه، له هغه ځایه چې د هر مافیايي کاروباري د اقتصادي ژوند یوه رېښه ورته راغځېدلې وه، دغه راز په امنيتي برخه کې د اصلاحاتو غږ او وروپسې زندانونو ته تګ هغه اقدامات ول، چې ځینې کړۍ چې له تېرو اتو کلونو راهیسې ددې دريو مراجعو ترمنځ چلېدلې وې، په وېره کې شوې.

د افغانستان د زندانونو څېړنه که له یوې خوا د بې ګناه زندانیانو مخه خلاصوي له بلې خوا د نشي توکو او امنيتي مافیا رېښې هم رابربنډوي. دغه رسوایۍ کولای شي ډېر لوړپوړي دولتي چارواکي او معتبر کرکټرونه له اجتماعي مقامونو راوغورځوي.

بل لور ته په نوي حکومت کې د پخوانيو چارواکو د مقرریو پروړاندې دېوال درول، د ۱۷۰ جنرالانو د رتبو د وېش پوښتنه ګروېږنه او په امنيتي سکتور کې د مقامونو د ټيکه دارۍ د دود ختمولو شعار پخوانۍ نظامي دستګا لړزولې ده.

ولسمشر غني‌ وايي، د کار اویا سلنه وخت یې د پخواني‌ حکومت د دود شوي غلط میراث پاکول دي او ۳۰ فیصده نور په کار او له خلکو سره په بحثونو تېروي. دا اقدامات ډېرو هغو کړیو ته په زړه پورې ندي چې د پخوانيو تظیمونو له ادرسه په موقت او انتقالي‌حکومت کې ځای پر ځای شوي وو او همداسې په میراثي دود په انتخابي حکومتونو کې یې ارتقا وکړه.

دغه ستونزې په ولایتونو کې ډېرې محسوسې دي. ډیری پخواني جنګسالاران او محلي زورواکي چې له خپلو مرکزي مشرانو هدایت اخلي‌ په ولایتونو کې د دولت پر وړاندې ستونزې جوړوي او د زورواکانو یو موازي‌ دولتي جوړښت یې تشکیل کړی دی. د دوی یو تعداد یې په هدفي‌ وژنو تورن دي، ځينې دولتي امکانات لوټي او یو لوی تعداد نورو یې امنيتي‌ دستګاه ته سرخوږی جوړ کړی دی.

داسې بېلګې هم شته چې په ولایتونو کې ځينې طالبان له محلي‌ زورواکو او د ځینو شرکتونو له مالکانو سره لاره لري‌ او ځينو مصؤنو ځایونو ته د بریدونو په موخه د طالبانو په رسولو کې حتی مهم دولتي کسان ښکېل دي.

له دې کبله چې طالبان د هر غلچکي برید پړه د برید د ګټې او تاوان له سنجولو پرته په غاړه اخلي،‌ نو ځکه ډېر وخت د برید اصلي‌ عاملان رسوا نشي.

د راپورونو او معلوماتو په پټ ساتلو کې اړوند امنيتي چارواکي تر ټولو ډېر بېغوره او حتی په ځينو مواردو کې ښکېل دي.

ځينې څارونکي وايي، په امنيتي دستګاه کې د ګړندیو اصلاحاتو تر تطبيق او د یوې منظمې امنیتي ستراتيژي تر جوړولو پرته دغه ډول هدفي‌ وژنې پراخه کېدونکې دي او وېره ده چې یوه ورځ د ارګ دنګ دېوالونه هم د دغو بریدونو پر وړاندې ممانعت ونکړای شي.

دوی د کابل د امنیه قوماندان د دفتر امریت ته اشاره کوي، چې پرون یوې چاودنې د دفتر مشر وواژه او څو نور پولیس افسران یې ټپيان کړل.

ډېری څارونکي باور لري، چې په امنیه قوماندانۍ کې د طالبانو د حملې امکان نشته او ښايي د یادې مافیا لاس تر دغه ځایه رسېدلی دی.

تردې وړاندې د کندهار د ولایت مرستیال عبدالقدیم پتیال ددغه ولایت په پوهنتون کې ووژل شو، سره له دې چې هم طالبان او هم چارواکي ادعا کوي چې دا د طالبانو کار دی، خو ډیری ځايي خلک او د وضعیت مشاهدین دا هدفي وژنه د یوې مافیايي کړۍ کار ګڼي.

6 thoughts on “محور ورځپاڼه: په افغانستان کې یوه خطرناکه مافیا د رُشد په حال کې ده”
  1. مخه یی په عاجله موګه ونیول شی دوی خپل مرګ لیدلی نه غواړی مړه شی نورههم مزبوط شیګناه دریس صاحب جمهور ده یوه ورڅ یی باید ساتلی نه وه دغه فاسد والیان همدغهیی کاروبار ده جه عاجل لیری نشی نوری ګمراهی به هم وزګوی که دکابینی تعیندل وخت غواړی نو والیان هو وخت غواړی هغه څایونه چه ډیر تر شک لاندی دی لکه دخوست ولایت فوری دبل کس ور ولیږی.

  2. تر هغه چې خلک د حکومت سره همکاري ونکړي نو دا به ناشونۍ وي چې پوره امن راشي او بیا خو خلک هم د ګیلو حق نلري، او د کابل برید په اړه به وایم تر هغه چې د کابل امنیه قومندان په سیاست کې ښکیل وي نو د امنیتي پیښو پیښیدل عادی کار به وي ( هیله ده چې د کابل امنیه قومندان خپله زیات مصروفیت یې چې سیاسۍ دۍ خپل کار او د کابل ښار امنیت ته واوړي)

  3. As long i am thinking these gang need the money and power and when obstacle comes in it they want to finish it. Come to life example of Gul karim from Dara -E – Noor , Jalalabad, Nangarhar. He is a high class abducted person and has hands with his counterparts who is supporting of Hazrat Ali, a parliament member. Gul karim was recently accused by beating engineer who were building a bridge on Pool Bahso which join Kunar, Nooristan with Nangarhar Province but luckily Gul karim was beaten by Dr Ashrif Ghani order and keep as prisoner. Before he was a king in Karzai government cause Gul Agha Sherzai was supporting him. IF such kind of people are arrested or beaten then they make crises and even making them selves as mujaheden as we are the witnessed at 2014 Election: we will go to hill , We are mujaheden, we are this an that. Actually they can’t say we are thieves, we are murderer but easily taking benefit from a holey name of Jehad. Wish Ghani cut their roots from the government. If Dr Ashraf GHani took the heart of people then no one can be obstacle in his government.

  4. Very Interesting indeed. I love Taand newspaper even I only understand half of Pashto. But next year I will understand full Pashto. My grandfather was a Pashtun frm Afghanistan who went to Swabi then Gujerat in British India and then South Africa. I hope there will be peace in Afghanistan and the new president will bring about a more better Afgahnistan for all its people Pashtun, Tajik, hazara and all others. Afghans have suffered a lot and the only thing that will help them is peace,national unity and economic and social development. I also hope the Punjabis stop their terrorrism and interference in Afghanistan.

  5. دوستانو په نظامی اړوند ارګانونو کی کارکول دسياسی احزابو اوسازمانونو غړو لپا ره ممنوع وه،نوبيا ولی (دنظار شورا ،حزبی اسلامی (ارغندیوال )،وحدت حزب،،دسياف دحزب،دمحسنی دحزب،دوحدت حزب،دجمعيت حزب )او داسی نور احزاب سته چي په نظامی لوړو مقامونوکی وظايف لری، زموږ نظامی موسسات بايد داحزابو دنفوس څخه پاک شی او واقعی ملی اردو،ملی پوليس او ملی امنيت ارګانونه رامنځته شی چي وکولای شی دهرراز توطيو په وړاندی چي دهر چا له لوری وی، په خپل وخت اوزمان شنډ کړی،انشالله دخاينينو مخ تور دی او دماتی سره مخ دی موږ، ولس بايد دجمهورريس سره په دی کی مرسته وکړو .خاينين رسوا کړو.

ځواب ورکول zinat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *