محور ته رسېدلي معلومات په ډاګه کوي، چې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ لپاره د محلي پوليسو له ۲۸۰ کسيزه تشکيلاتو څخه يوازې ۵۰ تنه يې جګړې ته اړايستل شوي دي.

د هلمند استازي وايي، د پوليسو په تشکيلاتو کې درغلي له ډېره وخته شته، د دوی معاشونه او په نوم يې حواله شوي امتيازات د ځينو لوړپوړو چارواکو جيبونو ته ځي. په څو مشخصو کسانو يې تور دی، چې وسلې او مهمات يې د وسلو په ځايي سوداګرو پلورلي دي.

له دوو مياشتو راهيسې په سنګين ولسوالۍ کې د ذوالفقار په نوم عمليات روان دي، خو ځايي خلک وايي، په جګړه کې پرمختګ نه دی شوی، د جګړې له امله تر ۱۰۰۰ زياتې کورنۍ له سيمې کوچېدلې دي، دغه کورنۍ بې برخليکه دي او د ژوند هېڅ راز امکاناتو ته لاسرسی نلري.

له تېرو دوو مياشتو راپدېخوا په هلمند ولايت کې د ذلفقار په نوم چاڼيز عمليات پيل شوي، خو ځايي خلک وايي، په جګړه کې تر ۴۰۰۰ پورې کورونه نړول شوي دي.

ځايي خبريالان وايي، يوازې ۲۰۰۰ کورونه په شکر شېله او ۱۰۰ کورونه د سنګين د بازار شاته په ګنبدو کلي کې نړول شوي دي.

دوی وايي، دغه عمليات له خلکو سره له همغږۍ پرته پيل شول او د امنيتي ځواکونو قومندانان داسې کسان دي، چې په سيمه کې هېڅ راز بلدتيا نلري.

د ځايي خبريالانو او د مدني ټولنو د فعالينو په وينا يوازې له سنګين ولسوالۍ څخه تر ۱۰۰۰ پورې کورنۍ کډوالې شوې دي.

د کورنيو چارو وزارت يوې سرچينې پرته له دې چې نوم يې خپور شي، محور ته وويل، د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د سنايفر زده ګړې تر لاسه کړې او اوس مهال د جګړې په ډګر کې له دې وسلې کار اخلي او په مټ افغان سرتېري په نښه کوي.

ځايي خلک وايي، له دوو مياشتو راهيسې په سنګين ولسوالۍ کې بې شمېره افغان امنیتي ځواکونه ملي پوځ، د عامه نظم پوليس، ملي پوليس او محلي پوليس دېره دي، جګړه کوي، خو په جګړه کې د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کېږي. دوی وايي، ددې پرځای چې وسله وال وځپل شي، کليوال ځپل کېږي، کورونه يې نړول کېږي، چې تر ډېره پورې خلک له دې څه ناراضه دي.

د کورنيو چارو وزارت دغه سرچينه وايي، په سنګين کې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ۲۸۰ تنه دی، خو يوازې ۵۰ خوا وشا يې فعال دي. دغه خبرځای زياته وي، چې د پوليسو څو مشخص کسان وسلې او مهمات د وسلو په ځايي سوداګرو پلوري، چې له هغوی نه يې بيا طالبان پيري.

ځايي خلک وايي، د ملي او محلي پوليسو په ليکو کې فساد په لوړه کچه دی او دا هغه سيمې دي، چې له سترګو پناه دي، حساب کتاب پسې نشته، نو ځکه خو امنيتي سرتېري په خپلو مرميو وژل کېږي.

په ملي شورا کې د هلمند د خلکو يو شمېر استازي وايي، دوه مياشتې د مخه يې په دې اړه راټول کړي معلومات د کورنيو چارو له پخواني وزير سره شريک کړي، خو تر اوسه فکر کېږي، چې کوم اقدام نه دی شوی.

د ولسي جرګې غړی عبدالحی اخندزاده وايي، سيمه ييز پوليس د باور په فضا کې رامنځته شول، خو د هغوی نه ملاتړ د دې لامل شو، چې يا ليکې پرېږدي او يا هم په جګړه کې ووژل شي. دی زياتوي، د هلمند په ډېری ولسواليو کې د محلي پوليسو تشکيل شته، خو عملاً وجود نلري او هغه امتيازات چې ورته حواله شوي، هغه د محلي چارواکو جيبونو ته ځي.

د مشرانو جرګې يو بل غړی نعمت الله پوپل وايي، د سنګين په سروان کلا او ګرما سيمو کې پخوا محلي پوليس فعال شول، خو ډېريو يې د امنيتي ځواکونو ليکې پرېښودې او يا هم په جګړه کې قربانيان شول، خو اوس هغومره محلي پوليس نشته، يوازې معاشونه او امتيازات يې ځينې چارواکي اخلي.

په دې اړه د هلمند امنيتي مسوولينو له څه ويلو ډه ډه وکړه، خو د کورنيو چارو وزارت په نظر اخستلو بريالي نشو.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: په سنګين کې امنيتي سرتېري په خپلو مرميو وژل کېږي”
  1. داجه سيميز بوليس منخ ته راغله داهم يو خائنا نه او هم صادقانه طرحه وه.ولي؟
    ١/صادقانه به دي وه جه دسيم يزو وليسو مشران او سرباز ان كه دوزارت داخلي به مصلحت او مستقيماء تول مسايل ءي أعاشه او آباطه ءي دمحل دقومانداني خخه أجرا كيده او مستقيماء كنترول ءي به درلودي .او دامنيت قومانداني تر قوماندي لاندي تول اجرات تر سره كول او أطاعت ءي كول بياءي مثبته بنه درلوده
    ٢/مكر زما به عقيده جه محلي بوليس كه دامنيت دولتي تر لاس لاندي وي كته ءي درلوده امنيت كولي شول جه داخلك داكنتانو به توكه استخدام او دمنطقي تول رابور نهءي ددوي دلاري لاس ته راوري او بعدي اجرات به شه توكه به مخه تلائ شوه.اوهمءي كنترول به لرلي شو خكه امنيت دهريوه خخه جداً،جداً رابور ونه او وظائف غوشتل،دلته دي جه دزور واكو تأثير هم كمي ده
    ٣/خائنا نه به دي ده جه دا لاره دزور مندانو ،وكيل صاحبانو او دخاي د امنيه قوماندانانو دغلا او فساد لاره خلاصه كري .
    مثلاء!تشكيل دي ٣٠٠ نفره موجود دي ٥٠نفره دا ٥٠نفره هم تول ددوي دكورني غري دي
    باقي مانده د٢٥٠ نفرو معاشات ،أعاشه او آباطه حتي سلاح وي هم ددغه خائنا نو تر منخ تقسيميزي دا دفسق او فساد هغه لار ده جه دولت به خبله منخ ته راوري.
    أضافه تبصره به نه كوم دومره درته وايم تر خو جه تنظيم او تنظيمي مسايل به دولت كي دمنخه لار نه شي دنظام إصلاح كول او يو واقعي نظام به بشو درول ناممكن دي.
    دخوست موضوع ته وكوري يو خوا خاين وكيلان دبلي خوا خاين تنظيمي والي جه فير صاحب بوري تعلق لري دبلي خوا دنظام ضعيف مشران جه قاطعانه او وطن فرستانه هود او تصميم نه لري.
    واءي ؟
    اسمان جه غوريزي هغسي نه وريزي.
    به اخر كي به دومره ووايم كه جيري ريس جمهور قاطع تصميم او يو بياوري نظام جه به وطن فرستي متكئ نظام منخ ته رانه وري أودّ مصلحت نظام به سر دردي او ناكامي به لور يو نظام وي أودّ بدنامي لقب او تور داغونه به ددوي به لمنه براته وي.داتورداغونه هم دملل متحدد تورليست جه ترهكر به كي ثبت كري خه كمي و نه لري .

  2. درنو دوستانو سلامونه ،داغيابی تشکيلات په ټولو خود سرومليشو،اردو ، پوليسو او امنيت کی موجود دی ځکه زموږ ټول نظامی عمليات موفق ندی زه دمحترم جمهورريس څخه په درناوی هيله کوم چی پخوانی نظامی کدرونه بيرته داستادانو اونظارت کونکو په توګه وګماری دا کوم شخصی خواست ندی بلکه دا دوطن اوخلکو دنجات لپاره يو لوړ ګام دی د پخوانيو نظامی کدرونو څه ،ګناه ده ؟ بلی يوه ګناه لری چی دوطن ټول خلک پری خبر دی هغه دا چی،رشوت يي ندی اخيستی ،ملی ثروت يي ندی لوټ کړی ،غلا ويي ندی کړی اوځان يي دوطن په لاره کی قربانی کړی اوبس

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي2 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *