د ننګرهار په اچین او سپین غر ولسواليو کې لس داسې زندانونه دي، چې اختطاف شوي ماشومان پکې ساتل کېږي.

محور ته رسېدلي معلومات ښیي، ۲۵ ماشومان چې زیاتره یې د شتمنو او کاروباري خلکو زامن دي، پدغو زندانونو کې بندیان دي او د هر یوه د خلاصون په بدل کې یې له کورنیو له پنځوس زرو تر یو میلیون ډالر غوښتل شوي دي.

ځايي خلک وايي، د طالبانو په نامه ځینې ډلې د اختطاف ترڅنګ د نشه يي توکو له مافیا سره کار کوي او په خپلو سیمو کې یې د تریاکو د کاروبار لوی بازارونه پرانستي دي.

د ننګرهار ولايت د شينوارو دوو غرنيو ولسواليو سپين غر او اچين کې د اسلامي امارت، تورې بوړې محاذ، تحريک طالبان، منګل باغ او يو شمېر نورې ورانکارې ډلې فعاليت کوي، چې د شتمنو اولادونه او يا هم داسې کسان تښتوي، چې له دولت او يا نورو موسسو سره کار کوي.

دغو ډلو په مختلفو کليو کې لس زندانونه جوړ کړي دي او له نورو ولسواليو او مرکز تښتول شوي کسان پکې ساتي.

د سيمې يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي محور ته وويل، همدا اوس په دغو زندانونو کې ۲۵ ماشومان ساتل کېږي :((د سپين غر ولسوالۍ په اسد خېلو کونج کلي کې د ابراهيم او ګلور په کورنو کې، د ترېلۍ کلي د نور په کور کې، د ترګڼۍ کلي د ګل بصور په کور کې چې د طالبانو ولسوال دی، د طالبانو زندانونه فعال دي.))

سرچينه زياتوي، په مومند تنګي کې د ګلاب شېر او د خره شا په کلي کې د هستي په کورونو کې چې دواړه د وسله والو سرګروپان دي پټ زندانونه شته دي :((د دغو کسانو وروستۍ تښتونه د اچين د ولسوال سيد الرحمن وراره دی، چې اوس يې په بدل کې ۶۰۰ زره ډالر له ولسوال څخه غواړي. په لنډي ګوني، خروه، مګړ، سورخاب کې هم زندانونه شته، چې د زندانيانو ډېره برخه يې ماشومان دي.))

د ملنګ په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي محور ته وويل، يوازې د ولسوال وراره ندی، چې وسله والو تښتولی، بلکې درې اوونۍ وړاندې د اچيني خاص نه د سجاد په نوم يو ځوان وتښتول شو، چې طالبانو يې په بدل کې د ۷۰۰ زره افغانيو غوښتنه کوله او وروسته جوړ جاړی وشو، سجاد خوشې شو :((مياشت وړاندې له يادو ډلو يوې د روداتو ولسوالۍ نه دوه وروڼه وتښتول، چې وروسته يې په زندان کې ساه ورکړه او په برتنګي کې همدغو ډلو په خاورو ومنډل.))

دغه تښتونې معمولاً د پيسو په بدل کې کېږي او د يوه تښتول شوي کس د ازادولو په بدل کې له لس زره نه نيولې تر يو ميليون ډالرو پورې اخستل کېږي.

يو شمېر ځايي خلکو د محور له خبريال سره په مرکو کې ادعا کړې، چې ځينې کمپنۍ هم د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي :((په سپين غر کې د ARD استازی هغه مرستَې چې بايد د جګړې په قربانيانو ووېشي، په طالبانو وېشي او ARD دغه پيسې د امريکا له مرستندوی ادارې USID نه تر لاسه کوي.))

دوی وايي، نه پوهېږي، چې په سیمه کې دا کومه لوبه روانه ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، وسله والې ډلې په سيمه کې د نشه يي توکو کاروباريانو ګومارلې دي، څو ګډوډي جوړه کړي او دوی په ښه توګه فعاليت تر سره کړای شي.

ځايي چارواکي وايي، وسله وال طالبان ولسي وګړي اړ باسي، چې په خپلو ځمکو کوکنار وکري او همدا اوس د اچين ولسوالۍ په اتيا سلنه ځمکه کوکنار کرل شوي دي. دوی وايي، جګړه مارې ډلې د همدغو نشه يي توکو له لارې تمويلېږي او د جګړې لپاره وسلې پرې اخلي.

محور ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، همدا اوس د سپين غر ولسوالۍ په حيدرخېلو، شډل کوز بازار کې د نشه يي توکو او وسلو ۶۰ هټۍ فعالې دي. دغه سيمه د سپين غر ولسوالۍ په پنځه کيلومترۍ کې پرته ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، په دغه سيمه کې له اوو کلونو را پدېخوا د نشه يي توکو او وسلو ازاد کاروبار روان دی، چې وسلې له تيرا څخه ورته راوړل کېږي.

په ياده سيمه کې نشه يي توکي له پخوا څخه کرل کېږي او د حيدرخېلو شډل کوز بازار ته د ننګرهار له نورو ولسواليو هم را وړل کېږي، چې بيا له دې ځای نه ان تر بهر نيو هېوادونو پورې رسول کېږي.

د دغه ولسوالۍ په غرنيو سيمو لکه عبدالخېلو، دمګل، تنګي او وچ باندر کې د پوډرو د توليد ۵۰ کارخونې فعالې دي.

ځايي اوسېدونکي حکومت ګرم ګڼي، چې د دغو سيمو امنيت ته پام نه کوي او په لوی لاس يې پکې نا امنۍ جوړې کړې دي.

قومي مشران وايي، که دولت په سيمه کې محلي پوليس او يا هم د ملي پوځ درې پوستې ځای پر ځای کړي، چاڼيز عمليات تر سره کړي، نو امنيت به خوندي شي او يادې سيمې به د مافيا له موجوديت پاکې شي.

بلخوا د ننګرهار امنيه قومندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد دغه معلومات ردوي او وايي، له دوی سره هم په دې اړه معلومات شته، خو هغه خوندي دي او په اړه يې له څه ويلو ډډه کوي.

5 thoughts on “محور ورځپاڼه: په شینوارو کې شخصي زندانونه”
  1. د شینوارو د یوه اوسېدونکي په حیث، د محور ورځپاڼې پورتني معلومات سل په سلو کې رښتیا دي. په شینوارو کې مختلفې وسله والې ډلې پر فعالیت بوختې دي، خو د دولت له لورې یې یادونه هم نه کیږي چې د دولت چوپتیا ته خلک د شک په سترګه ګوري

  2. پښتنو خدای پاک خو هدایت درته ونشو کړی، نپوهیږم کومه بلې دروازې ته لاس اوږده کړو چې د شاوخوا ولسونو په څیر تاسو هم لږ انساني او د ورورۍ ژوند زده کړئ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  3. پښتنو ته خو دې د خوشال بابا لاندې دوه بیتونه ډالۍ وي، نور به څه ووایو :
    دوی ته چې یوه سورۍ ټنګه هم لاسته ورځي، نه به ملي ګټې وپيژڼي نه بین المللي ګټې او نه هم قومي ګټې، زما بیچاره په نظر خو پښتانه د هیڅ ښې ندي، البته دا منم ، چې خدای پاک ډېر ښه انسانان هم پرې لورولي دي، خو کم دي.
    پښتانه په عقل پوهه څه ناکس دي
    کوټه سپي د قصابانو د جوس دي
    او :
    پښتانه د پښتونخوا درانه ښاغلي
    د مغلو سیلاب یووړل لکه خلي

  4. اوسنئ دولتي نظام داسې دئ چې د اولس غم چاسره نشته ، چارواکي د پورته څخه ښکته پورې په هر وزارت کې د ځنځير د کړيو پشان نښتي او یو د بل ګټې ساتي ـ داسې نده چې زمونږ امنيتي چارواکي ندي خبر هغه متل دئ چې وايي ( ښه ېې ګورم خو نه ېې ګورم ) پورته مقامات قصدا غواړي چې د پښتنو سیمې نا آرامه وساتي ترڅو پدې بهانه هلته انتخابات ونشي اود پښتنو وکيلانو شمیر زيات نشي او واليان چې د فرمان او هدايت لاس په نامه قرارداديان دي بې دليله ېې مني ، او چې کله امنيتي مقامات د رسنيو سره مخ شي وايي راپورونه راغلي ، تحقيق روان دئ ، په خپل وخت به لاس په کار شو خو پدې حقله نور څه د وخت نه مخکې دي { اګر اینطور ملا واينطور مسجد باشد ، کار طفلانرا خراب میبینم }

  5. دا معلومات ټول صحی دی دا کوم معلومات چی دی ورکړی دی او کنه را شه ځه چی زه یی در وښایم که څوک شک لری دی چی لیکلی اوس هم کم دی

ځواب ورکول lala battanwaal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *