هره شپه له چمن څخه د کندهار د بولدک له لارې ۳۰۰ لارۍ ناقانونه توکي را وړل کېږي، چې د ياد ولايت امنيه قومندان د خپل ورور تاالدين په مرسته له هرې لارۍ ۱۰۰۰ ډالر تر لاسه کوي.

د ولسي جرګې غړي وايي، د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق خان خپل ورور په دغه ولايت کې د تور کاروبار مسوول ټاکلی، واردات يې پخپل انحصار کې اخستي، دی له هر سوداګر سره د میاشتې او يا هم اوونۍ لپاره د ونډې پر سره معامله کوي، هېڅوک د تاالدين له اجازې پرته حق نلري کندهار ته واردات وکړي.

ځايي مشران وايي؛ کندهار، شاولي خان کرزی، امنيه قومندان جنرال عبدالرازق خان او والي توريالي ويسا، په خپل منځ کې وېشلی، مقررۍ د دوی په خوښه کېږي او عوايد د همدې کسانو جيبونو ته ځي.

ځايي خلک وايي، په کندهار کې په ټولو دولتي ادارو يوه کړۍ واکمنه ده، چې له خوښې پرته يې په ياد ولايت کې په عادي پوست هم څوک نشي مقررېدای. دوی وايي، د ټول ولايت عوايد همدې کړۍ پخپله ولکه کې اخستي او ټول څه شخصي جيبونو ته اچوي.

ځايي خلک اندېښمن دي، چې کندهار اوس د وژنو او قومي بديو په يوه مرکز بدل شوی، هېڅوک غږ نشي جګولای او که څوک دا ډول يو حرکت تر سره کړي، نو له منځه وړل کېږي.

ځايي مشران وايي، کندهار د شاولي کرزی، امنيه قومندان او والي په وېش رسېدلی او ټول عوايد د همدغو کسانو ترمنځ وېشل کېږي: ((ګمرکونه، پوستې، ځنځيرونه، بازارونه او ان سوداګر وېشل شوي دي.))

1په کندهار کې د پوليسو يوه لوړپوړي افسر چې د نوم له اخستلو يې ډډه کوله محور ته وويل، د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق خان اوس تر امنيت اخوا خپل شخصي او مافيايي کاربار پر مخ وړي، چې له درکه يې هره اونۍ ميليونونه ډالر عوايد تر لاسه کوي.

دی زياتوي، هره شپه له چمن څخه د کندهار د بولدک له لارې ۳۰۰ لارۍ ناقانونه توکي را وړل کېږي، چې د ياد ولايت امنيه قومندان د خپل ورور تاالدين په مرسته له هرې لارۍ څخه تر ۱۰۰۰ ډالر پورې اخلي او دوی ته د داخلېدو اجازه ورکوي، په دې کې د پوليسو واړه قومندانان هم شامل دي.

د ولسي جرګې غړي وايي، د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق خان خپل ورور په دغه ولايت کې د تور کاربار مسوول ټاکلی، واردات يې پخپل انحصار کې اخستي، دوی له هر سوداګر سره د میاشتې او يا هم اوونۍ لپاره شراکت او يا معامله کوي، خپله ونډه ترې اخلي، چې بيا په دغه موده کې هېڅوک د تاالدين له اجازه پرته د وارداتو حق نلري.

دوی وايي، په کندهار کې ډېرې پيسې ورکې شوې، خو په اړه يې تر اوسه هم غږ نه دی پورته شوی.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحيم ايوبي وايي، دا د نن خبره نه ده، ټول کندهار د يوې مشخصې کړۍ په لاس کې دی، چې هسته يې تشکيل کړې، هېڅ ډول کار ددې هستې له خوښې پرته نشي تر سره کېدای. دی زياتوي، واردات او ان د لاس غوټه هم دغو کسانو ته له ونډې ورکولو پرته نشې ګرځولای.

ښاغلی ايوبي وايي، په کندهار کې تر امنيه قومندان جنرال عبدالرازق خان د تاالدين واک ډېر دی او دغه واک امنيه قومندان ورکړی، ان د پوليسو په ليکو کې بدلونونه هم د ده په خوښه راوړل کېږي: (( داسې ښودل کېږي، چې که ياد چارواکي په کندهار کې له واک لرې شي، نو ياد ولايت به سقوط وکړي، خو حال داچې همدې کسانو کندهار سقوط ته برابر کړی دی. که يې غم ونه خوړل شي، بويه چې کندهار به د قومي بديو او لانجو د بحران له امله سقوط وکړي.))

له افغانستان نه بهر ته د اوسپنې او کباړ په ايستلو بنديز دی، خو د ځايي امنيتي چارواکو په مرسته، هره ورځ ۷۰۰ زرنج کباړ اوسپنه د بولدک له لارې پاکستان ته اړول کېږي.

دغه اوسپنه د ايساف له کمپونو او بازار څخه راټوليږي، چې بيا د زرنج رکشا وو په وسيله وړل کېږي، ځکه چې سترو موټور ته اجازه نشته او واړه هغه کولای شي، هر څومره چې وغواړي انتقال کړي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک محور ورځپاڼې ته ټول دغه تورونه رد کړل او ويې ويل، ځينې کسان هڅه کوي، چې والي او امنيه قومندان بدنام کړي او له ډېره وخته بې بنسټه تورونه پورې کوي.

دی وايي، کندهار ته هر څه د ګمرکونو له لارې را د ننه کېږي او په ټول څه پوره کنټرول شته دی.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د کندهار امنيه قومندان نظر واخلو، خو له هڅو سره سره يې په اخستلو بريالي نشو.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: په كندهار كې د زورواكو امپراتوري ملي اقتصاد ګواښي”
  1. دقندهار خواږه او تلخه!
    دتاند ورځ پاڼی په قندهار کي دزورواکو امپراتوري ملی اقتصاد ګواشي.
    تر عنوان لاندی ليکی:
    هره شپه له چمن څخه دقندهار دبولدک دلاري( ۳۰۰)لارۍناقانونه ټوکی راوړل کيږی چه دياد ولا يت امنيه قوماندان دخپل ورور تاالدين په مرسته د هری لارۍ څخه ( ۱۰۰۰)دالره تر لاسه کوي.
    داولسی جرګي غړي وآی دقندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق خپل ورور په دغه ولايت کي دتور کار او بار مسول ټاکلی.
    ددی عنوان لاندی دقندهار ولايت دمسولينو ټول جنايات ئ په ګو ته کړی.

    دبلی خواافغان جرمن ورځپاڼه د؟
    جنرال رازق: دسرپه قيمت به دخپلو خلکوخدمت وکړی.
    دکورنيو چارو له وزارت له لوري دقندهار دامنيه قوماندانۍ دولسواليو دقوماندانانو او دامنيتی حوزو دامرينو رتبی ترفيع شوی.
    په دی ارتباط په غونډه کي دکورنيو چارو له لوری دقندهار امنيه قوماندان ته د لوي پاسوال رتبه ورکول شوه او دا رازدولسواليو او امنيتی حوزو امرېنو ته درتبو دترفيع شعاع ور کړل شوی.
    توريالی ويسا په غونډه کی ټولو ته مبارکي وويل او ددوي کارونه ئ وستايل.
    دا ده يو بام او دوه هوا انارشي څه ته وائ.
    دريس صاحب جمهور دمطبو عاتی دفتر څخه احترامانه هيله کوم چه دا دوه متضآد ی ليکنی اويا راپورونه دمحترم ريس صاحب جمهور تر نظر ه ورسوي.دحقايقو دلاس ته راوړنی وروسته جعل کارته سزآ ورکړل شي چه دحکومت په ضد داسی بی ځايه پروپاګندی چه دحکومت حيثيت اوکار نامي ټيټی راولی مخه ونيول شي.

  2. د يوه کندهار په صفت چی روزمره د احال ما هم لیدلی دی نوموړی لیکنه بالکل پر ځای او حقیقت ولاړه ده ، او د اوسپنی قاچاق و پاکستانه ته کومه نوی خبره نه ده .

ځواب ورکول sayed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *