پاکستانيو او افغان طالبانو له حصارک څخه نيولې د لوګر تر ازرې ټوله سيمه له څلورو مياشتو محاصره کړې ده، دلته د طالبانو لوی لوی مرکزونه دي. دا د چرسو او جلغوزو د عشر سيمې دي، چې طالبان يې ګټه وړي.

په ازره کې د لارو د بندښت له کبله خلک ګیاوې خوري. يوه ۴۹ کیلويي بورۍ اوړه په ۵۰۰۰ افغانۍ، يو ټيم غوړي په ۳۰۰۰ او همدا ډول يو پاکټ نصوار ۶۰ افغانیو ته رسېدلي دي.

قومي مشرانو د حزب اسلامي له قوماندانانو غوښتي، چې د سيمې محاصره ماته کړي او هلته خپل ساتونکي ځای پر ځای کړي.

دوه کاله وړاندې د لوګر ولايت د ازرې ولسوالي د طالبانو له خوا لاندې شوه، خو هغه مهال د حزب يو پياوړي قوماندان مداخله وکړه او خلک يي سره يې را ټول کړل. د حزب اسلامي د یاد قوماندان پلويانو چې له طالبانو سره دوه ځله په سيمه کې مخامخ جګړه هم وکړه، طالبان وګواښل، چې د عام المنفعه پروژو له مخنيوي او د قومي مشرانو له ځورونې لاس واخلي.

ځايي خلک وايي، ځکه يې يوار بيا د حزب اسلامي مرسته غوښتې، چې د دوی ښوونځي يې ور پرانستي وو، اينجوګانو ته يې د سړکونو، پلونو او ښوونځيو د جوړولو اجازه ورکړې وه.

تېر ځل د حزب قوماندانان په ژمي کې د سختې يخنۍ له کبله له سيمې ووتل، خو په پسرلي کې تر راتګ وړاندې طالبانو دغه سيمې لاندې کړې وې.

په ولسي جرګه کې د لوګر استازي انجينر صاحب خان محور ته وويل، ناشونې ده، چې حزب اسلامي دې مرسته وکړای شي، ځکه دا ځل په دغو سيمه کې تر اندازې زيات طالبان له تجهيزاتو سره دېره شوي، چې له منظمو پوځي عملياتو پرته يې شړل نا ممکن بريښي.

د ښاغلي صاحب خان په خبره حکومت د وضعيت د بهبود دروغجن تبليغ کوي: ((يوازې ۲۴ کلي د حکومت په ولکه کې دي، نوره ټوله سيمه د طالبانو په ولکه کې ده.))

د لوګر د ولايتي شورا ځينې غړي وايي، ازره ولسوالي، د ننګرهار له حصارک، پکتيا، کابل او یوه برخه يې له پاړه چينار سره پوله لري، چې درې لارې يې له دريو کلونو راهیسې تړلې وې او يوازې د ننګرهار د حصارک هغه پرانستې وه، چې له تېرو څلورو مياشتو دا لاره هم تړل شوې ده.

پدغو غرنيو سيمو کې ملي پوليس او محلي پوليس دواړه فعال دي، خو سيمه د طالبانو په انحصار کې ده.

ځايي خبريالانو محور ته وويل، اوس مهال ازره ولسوالي د طالبانو له خوا محاصره ده او سيمې ته يې د خوراکي توکو ټولې لارې تړلې دي: ((په ياده سيمه کې هېڅ خوراکي توکي نه پيدا کېږي، يوه ۴۹ کیلويي بورۍ اوړه په ۵۰۰۰ افغانۍ، يو ټيم غوړي په ۳۰۰۰ افغانۍ او همدا ډول يو پاکټ نصوار په ۶۰ افغانۍ هم په ډېره خوارۍ تر لاسه کېدای شي. هغه سيمې چې د طالبانو په ولکه کې دي، هورې په کمه اندازه خوراکي توکي پيدا کېږي.))

دوی وايي، خلک د خوراک لپاره څه نلري، له پټيو ګياوې شکوي او په اوبو کې ورته ځوښ ورکوي.

د لوګر د ولايتي شورا غړی عبدالخالق محور ته وويل، په کابل کې د بيړنيو پېښو د مبارزې کمېټې د ازرې ولسوالۍ له خلکو سره ۳۰۰ ټنه غنم او پنځه ميليونه افغانۍ مرسته کړې، خو دې سيمې ته يې رسول ګرانه چاره ده .

د ښاغلي عبدالخالق په وينا، سږ کال د ازرې ۷۰ سلنه فصلونه سېلابونو خراب کړل: ((ددې سيمې د کښت ډېره برخه چرس تشکيلوي، چې له دې نيولې تر جلغوزو او نورو کرنيزو محصولاتو پورې د ټولو عشر طالبان ټولوي.))

ځايي خلکو محور ته ويلي، چې طالبانو له دې کبله لارې بندې کړې، چې د محلي پوليسو تشکيلاتو کې د سيمې ځوانان د دوی د ټينګار سره سره شامل شول. دوی وايي، حکومت عمليات پلان کړي وو، خو پرې ونه توانېد، ځکه نو د سيمې خلک په محلي پوليسو کې ودرېدل.

د مسوولينو په خبره په ازره ولسوالۍ کې طالبانو ګرځنده ټليفون بند کړی دی.

تقريباً درې مياشتې وړاندې د ترکي شرکت د يوې الوتکې کارکوونکي هم د ازرې طالبانو وتښتول، چې وروسته بيا ترکان يې خوشي کړل او افغان او يو بهرنی لاهم ورسره بنديان دي.

8 thoughts on “محور ورځپاڼه: په محاصره کې راګير لوګريان ګياوې خوري”
  1. pakhtana da hamdy layeq di che talib warbandy zulm wakri. hamda khalk di che talibano ta panaah warkawi aw da dawlat pa khelaf tal jang kawi. ka pakhtana da talibano palawi na wai, talibano ba heskala da de twan na darlod che da pakhtano seemy landy kri. Ghazni ke pasoonwalo khpala khpal zaan wasatalo kho nor welayatona la ham da islami shariyat khobona gori

  2. داخلک مخصوصآ پښتانه ولی دومره بی غیرته شول چی واښه خوری خو ځان دغلامی ځخه نه خلاصوی داخوماچیرمخکی نوه اوریدلی دپښتون ناموس دی واښه خوری او دی ده ورته ګوری

  3. وروڼوخبره داسی ده چه دین قربانی غواړی اوهر هغه څوک چه واقعی مسلمان وی نوددین پخاطرګیاه اوپاڼی خولاڅه چه داورسکروټی هم خوری اوبل داچه دغه خلک دی دجهادکولوهوډوکړی مالۍ لګښت ورته الله دیوی لاری برابروی اوپه اخرکی داوایم چه لوګرته باب الجهاد وایی اوددغه ولایت زیاتره اوسیدونکی به په جنت کی وی ځکه چه جهادیان دی.

  4. یو خو تبصری په پښتو لیکی، ځکه چه د انګلیسي حروفو لوستل خورا ګران دي. د روغ لیونی په اند پښتانه له یوی خوانه د امریکایانو ښکار ګرځیدلی دی، او له بلی خوانه د بیغرته طالبانو له خوا ځوریړی. خدای دی حزب اسلامی ته دا توفیق ورکړی چه د پهجابیانو او چچنیانو ټغر ور ټول کړی او د چرسو عشر اخستونکی په سزا ورسوی، آمین

  5. Mr. Karzai announced to their all national forces, that after that no one is allowed to take NATO Air Force help, so, now it seems that once again he proved that we are only talking but in reality we are nothing, we don’t have the capability to remove Taliban only from one district.

  6. درنوورونواسلام علیکم ورحمت الله
    هیله ده چی روغ جوراوسی ورونوالله دی داخلک وشرموی چی تش دخولی تبلیغات کوی اوسیمه یی هیس لیدلی نده چی مشکلات چارامینج ته کری ؟
    دولتی ادارو اوکارکونکیویی اوکه مخالیفینو؟
    داخلک اوس پدی اوتوبوتو
    خپل جیبونه دکوی اوبس الله دی ددوی خیتی ددوزخ په اوردکی کری

  7. ملا غونډله وروره د خندا نه دی مړ کړم. د جنت چابیانی اوس په ازره کی ورکول کیږی. د ازری خلک که جنت ته لاړ نه شول نو کم ار کم د عذاب نه خو به خلاص وی ځکه دوی خو ګیا خوری او د ګیا خوړونکو سره چا حساب کړی دی.

ځواب ورکول همت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *