طالب ولسوالان، امنیه قوماندانان او ټولی مشران میرانشا ته بلل شوي چې د راتلونکي کال د جګړې د تاکتیک بدلون روزنه واخلي او په تشکیلاتو کې تغیرات راولي.

طالب جنګیالیو ته ویل شوي، چې راتلونکی کال بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي او دوی باید وتوانېږي، چې په لومړيو درېيو میاشتو کې خپل تسلط ثابت کړي.

سرچينې وايي، طالب قوماندانان د جدي په لومړۍ اونۍ کې لومړی شمشتو او له هغه ځایه میرانشا ته لېږدول شوي او هلته په څلورو کمپونو کې چې د استوګنې په سیمو کې دي، ځای پر ځای شوي دي.

دا لومړنی ژمی دی، چې د طالبانو مهم مشران د افغانستان له بېلابېلو سیمو د یو مشترک کتبي هدایت په اساس میرانشا ته بلل شوي دي. سرچینې وايي، هغه روزنځایونه چې طالب جنګیالي ‌پکې دېره دي، د استوګنې سیمو ته څېرمه دي او حتی طالبانو خپل بېرغونه هم ورباندې درولي دي.

دوی لومړی شمشتو ته وبلل شول، په جوماتونو کې د انفرادي لېږد تګلاره ورته تشریح شوه او له هغه ځایه له بېلابېلو لارو میرانشا ته لاړل.

په پاکستان کې مېشت طالبان ګڼي چې په راتلونکي کال کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي او د افغان امنيتي ځواکونو پرضد دوی باید خپل حاکمیت چې له اتو کلونو راهیسې یې په تمه جګړه کوي، ثابت کړي.

په شمشتو کې د حزب اسلامي ځايي غړي وايي، سږ کال دوی د شمشتو په جوماتونو کې طالبان ندي پرېښودي اوشاید همدا لامل وي، چې هغوی میرانشا ته لېږدول شوي دي، خو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، په میرانشا کې د طالبانو څلور لوی روزنیز مرکزونه دي،‌ د دوی بېرغونه پرې ولاړ دي او نوې وسلې او د جنګ تاکتيکونه ورښودل کېږي.

طالبان د ټول افغانستان او په تېره نا امنه ولایتونو او ولسواليو لپاره تشکيلات لري، والي، ولسوال، امنیه قوماندانان او د قضايي پرېکړو کمېسیونونه یې فعال دي. په هغو سیمو کې چې د دوی حاکمیت زیات دی هلته خلک تر دولتي زیات د طالبانو محاکمو ته مراجعه کوي. په ځینو ولايتونو کې طالباني حاکمیت غرنی دی او د فیصلو لپاره خلک غرونو ته ورغواړي.

په پاکستان کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې افغان طالبانو ته تبليغ کېږي، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، افغان ځواکونه د دوی د دفاع جوګه ندي او د پسرلي په لومړیو درېیو میاشتو کې طالبان باید خپل قوت ثابت کړي. سرچينې وايي، د پاکستان استخباراتي مامورین د طالبانو غونډو ته د  طالبانو په جامو کې راځي، د ویناوو وخت ورکول کېږي او هره دولس کسیزه ډله یو پاکستانی څارونکی لري.

غلام جان احمدزی

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: په میرانشا کې د طالب اورپکو روزنځایونه”
  1. د چنګیز هره جنګی ډله له زرو جنګیالیو جوړه شوی وه او په هر ځل به زر زر کسان د جنګ میدان ته دانګل نو له دی امله په فارسی کی ورته هزاره وویل شول اوپاته شونی یی په همدی نوم مشهور دی. البته دوی اوس د افغانستان متساوی الحقوقه اتباع دی او نورو سره یی د حقوقی له لحاظه کوم توپیر نشته او باید چی نه وی. هغه د اتو نهه سوو کالو پخوانی تاریخ دی.
    د آی اس آی جنګیالی له دولس کسیزو ډلو جوړی شویدی نو له دی امله باید ورته دولس کسیزی وویل شی .
    آی اس آی د شورویانو د وتلو وخت کی هم زمونږ هیواد وال او مهاجرین د هغه وخت دولت سره د جنګیدو لپاره تشویقول اوپه جلال آباد یی رڼا ورځ توره شپه کړی وه خو افغان دولت د خپلی خاوری د ساتلو لپاره په میړانه مبارزه وکړه او تور مخی پنجابی ته یی داسی درس ورکړ چی تر نن پوری یی زړه درد کوی او اوس بیا غواړی یوځل بیا خپل بخت وآزمایی. که د الله ج رضا وه داځل به تر هغه غاښ ماتوونکی ځواب او مقاومت سره مخامخ شی. سلام

  2. اسلام علیکیم ورحمت الله
    به گفته آقای ریس جمهور آین جز خیال مهال جنون چیزی دیگری نیست این نوکر های ای اس ای این آرمان در گور خواهند برد

  3. سلامونه
    تر سو چه انگريزي استعمارگرو خپله ستراتيژي بدله كري نوي نو د خپل ناجايز اولاد (پنجابيان) په لاس به افغانستان مدام د خپلو اجيرانو(مسعود گلبودين لوند عمر او راتلونكي نوي نسل كه به يي هم زيژوي) په لاس ناامنه ساتي

    لاره د حل ماشومان له مدرسو وژغوري او پر زاي يي شونزي ودان كي چه د گلانو غوندي ماشومان د دونيا له ميني نه مه محروم نسي او د جهل او وحشت لار ونه نيسي
    كبان چه هر وخت له اوبو راباسي نو تازه وي وس هم ناوخته نده

    راتلونكي انتخاباتو كي كدون وكي او رايه مو داكتر اشرف غني ته واچوي دا يو حساس وخت دي او كه چيري واك د كرزيخيلو او يا عبدالله خيلو ته بيا په لاس ورغي نو پشتنو دود به مو بيا جيگ كي نور نو ستاسو گريوان او قضاوت

    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

ځواب ورکول salaam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *