د محلي پولیسو په نامه حزب اسلامي ته منسوبو وسله والو د نرخ ولسوالۍ په کریمدادو کې د خلکو په کورونو کې پوستې جوړې کړې او کلیوال یې اړ کړي، چې د دوی هر یو ته به د میاشتې لس زره افغانۍ ورکوي.

پاټکچیان له کلیوالو د یو توبرې زردالو، کچالو او مڼو په بدل کې لس افغانۍ مالیه اخلي، چې په اوسط ډول هر پاټک د ورځې ۳۰۰ زره افغانۍ ټولوي.

محور د ګڼ شمېر هغو کلیوالو تصویرونه ترلاسه کړي، چې په نرخ ولسوالۍ کې حزبیانو ته د کله پولي او مالیې نه ورکولو له امله سخت وهل شوي او دمګړۍ په میدانښار روغتون کې بستر دي.

د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي وسله وال یو ځل بیا د منسجم کېدو په حال کې دي. دوی تر دویم دور ټاکنو وروسته طالب وسله والو له دې سیمې اېستلي وو.

د حزب اسلامي وسله وال د نرخ په کانغرت سیمه کې د محلي پولیسو په خالي پوستو کې راټولېږي، خو د سیمې خلک ادعا کوي چې ددې ډلې یو شمېر وسله والو د عامو خلکو په کورونو کې ځای نیولی او په کورونو یې خپل بیرغونه درولي دي.

په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او طالب ډلو ترمنځ له تېرو دریو کلونو ګرمه جګړه روانه ده، چې ډېر زیان عامو خلکو ته اوښتی دی. د کلیوالو په وینا، تر اوسه پکې له دوه سوو زیات عام خلک وژل شوي دي.

په تازه کې محور ورځپاڼې داسې تصویرونه ترلاسه کړي، چې حزب ته د منسوبو وسله والو لخوا د نرخ ولسوالۍ عام خلک په مرګ ډبول شوي او درې کسان همدا اوس د میدانښان په روغتون کې بستري دي.

یوه سرچینه چې د نوم له ښودو ډډه کوي، محور ته وویل: ((پدغو دریو ډبول شویو کسانو کې دوه یې کروندګر او یو یې د جوکول سیمې ښوونکی قدرت الله دی.))

کلیوال ولایتي اداره ګرموي، چې د محلي پولیسو په پوستو کې یې د حزب جنګیالیو ته ځای ورکړ، خو اوس پرې کنترول نه لري.

د کریمدادو سیمې اوسېدونکی عبدالطیف چې پخپله کروندګر دی، محور ته وویل: ((دوی د طالبانو په مقابل کې زموږ له سیمې د کلک سنګر په توګه استفاده کوي، خو د دوی په جنګ کې ډېر وخت عامو خلکو ته تاوان رسېږي. له موږ څخه د هر پاکټ یا توبرې میوې په بدل کې لس افغانۍ د مالیې په نوم ټولوي. موږ یې له خپلو کروندو پېښیمانه کړي یو.))

کلیوال وایي، ولایتي اداره باید دغه وسله وال د محلي پولیسو په رسمي چوکاټ کې داخل کړي او نور پرېښنودل شي، چې عام خلک وځوروي.

د معلوماتو له مخې په اوس وخت کې چې میوې پخې شوې دي، هر پاټک په اوسط ډول د میاشتې ۳۰۰ زره افغانۍ له کروندګرو ټولوي او له همدغو پیسو د دوی هر کس ته لس زره افغانۍ برابرېږي.

درې مشهور پاټکیان قوماندان ښامار، نبي او شمس الله د باج په راټولو شویو پیسو همدا اوس د کابل په کمپنۍ کې درې پوړیزې ودانۍ او نور بې شمېره جایدادونه لري.

اوسمهال د دوی په لیکو کې د بېکاره ځوانانو او حتی ماشومانو جلب و جذب په چټکی سره روان دی او په دې هڅه کې دي، چې د پاټک په پیسو د خپلو جنګیالیو شمېر زیات او قوي کړي.

د وردګو د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی هم په نرخ کې شته ستونزې مني، خو وایي، یو امنیتي پلان طرحه شوی چې له مخې به یې په ټول ولایت کې چاڼیز عملیات پیلېږي او سمدستي د نرخ امنیت په پام کې دی: ((د دولتي چوکاټ هېڅوک هم د خلکو د ځورونې باعث نشي کېدای، مخالفین د نظامیانو له لباسونو استفاده کوي او شاید همدغه شان پېښه د نرخ له اوسېدونکو سره هم شوې وي. د میدانښار په روغتون کې د وروستیو پېښو د بستریانو په اړه معلومات نه لرو.))

0 thoughts on “محور ورځپاڼه: په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي پاټکونه”
  1. حزب إسلامي ته لاره وركول ،او لاس وركول دخبل لاس بريكول او دملت دزوريدو دير يو لوي عامل او سردردي ده

  2. حزب اسلامی د ابتدآ څخه یوه جنایتکار بانډ وه، او په رآس کی یو څو جانیان وه.

  3. چاته چی الله ج د نیکی هدایت نه وکړی ، هغه به تر قیامته پوری په زړه سخت او جاهل پاته شی. د خپل مسلمان ورور زورول په هر نوم چی وی غیر اسلامی ، غیر اخلاقی او غیر قانونی کاردی.

  4. حزب اسلامی پاټکیان تر اوس پوری 300 عام وکړی په شهادت رسولی دی او اوس هم په ولایت کی حزبیان په ازادانه تک را تک کوی او دولت هیڅ مانع نه کیږی اوس هم عام خلک په وردکو په غرونو تک راتک کوی جی کرایه فی نفر 400افغانی راځی چی غریب ته به کرانه تمام کیږی حتا ښځی چی دی امیدواری وی ولادت په خاطر یی روغتون ته ورسوی چی په لاره کی خپل ساه ورکړی چی حزبیانو لاره نه ورکوله عامو خلکو میدان ښار چارواکو ته دی باره کی شیکایت هم کړی دی هغو ورته تر اوس پوری مثبت ځواب نه دی ورکړی نومړی حزبیانو پاټکونه له نرخ ولسوالی څخه 300متره لری موقعبت لری او حزبیانو سره بعضی محلی چارواکی کی هم شریکان هم دی دغو چارواکو کابل او میدان ښار کی مارکیټونه کورونه جوړکړی چی هر کور باندی 6 لکه نه پورته پیسی لکول شوی دی چی د غریب بزکرانو یا دهقانانو سر په وینو اخستی دی الله داسی ظالمان سیتمیان شر او ظلم څخه میدان ښار او په خاص ډول دی نرخ مظلوم څخه زر خلاص کوی ثم امین ثم امین

  5. په حزب اسلامی کی وهل ممنوع دی.هر چوک چه وايی توله دروغ دی.Who banned Islamist party Pepe Vhl Dy.hr choke the puppy lying Vayy January.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *