محور ورځپاڼه

د حزب ځايي قوماندانانو په نرخ ولسوالۍ کې پاټکونه جوړ کړي او له خلکو پولي او د زراعتي محصولاتو ماليې اخلي.

ځايي خلک وايي، ‌د حزب د قوماندان ښامار سربېره طالبانو هم یو پاټک جوړ کړی، چې د ورځې ۷۰ زره افغانۍ عوايد لري.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د سيمې مخور مشران چې په کابل کې د دولت په لوړو څوکیو کار کوي، په سیمه کې د قوماندانانو د سیالۍ او جګړې ترشا لاس لري او تر خپل منځ حريف واله پالي.

د حزب او طالبانو د محلي ‌قوماندانانو ملېشو په هغو لارو پاټکونه اچولي، چې د سيمې مڼې او نور سیمه ییز حاصلات ورباندې کابل ته انتقالېږي. پاټک ساتونکي خلک ګواښي، چې که په بدیل لاره له سیمې خپل محصولات وباسي، نو په لارو کې به یې په کنټرولېدونکو ماینونو والوزوي.

کروندګر او باغوانان وايي، لایې هم د مڼو زیاته اندازه په باغونو کې پرته ده او د پاټکونو له وېرې یې ښار ته نشي انتقالولای. دوی ادعا کوي، چې د ۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت محصولاتو ۳۰۰۰ افغانۍ پاټک ته تسليموي.

له ډېره مهاله نرخ د حزب او طالبانو د سيالۍ په لالچ کې راګير دی. نه خلک کروندو ته تلای شي او نه له له یو بل سره د ناستې ولاړې مصونیت لري. دغه سیالي اوس په قومي‌لانجه بدله شوې او د خلکو په خبره چې ددې جګړې او سیاليو اصلي لوبغاړي په دولت، ‌ولسي جرګه، ولایتي شورا او سولې شورا کې ناست دي. دوی د خپل سیمه یيز قدرت د پراختیا لپاره په سیمه کې د ځوانانو او وزګارو جنګیاليو په مرسته سيالي کوي او په ترڅ کې یې ډېر خلک وژل شوي او ترور شوي هم دي.

ځايي خلکو محور ته ويلي، چې ډېری عامې لارې په ماینونو فرش دي، خو د جنګياليو د حريفانو پر ځای عام خلک پکې وژل کېږي.

ځايي خلک وايي، په نرخ ولسوالۍ کې دوه ستر پاټکونه فعال دي، چې يو يې د حزب د پخوانيو قوماندانانو او بل د وسله والو طالبانو دی.

د دوی په خبره، په دغه ولسوالۍ کې د هر پاټک ورځني عوايد تر ۷۰ زره افغانانيو لوړېږي :((د حزب قوماندان ښامار په خانخېلو سيمه کې یوه لاره بېله کړې او پاټک يې جوړ کړی، خو طالبانو بيا په سر مرده کې پاټک اچولی دی، چې په لاره د تېرېدونکو نه پيسې اخلي، که سيمې ته له ښاره هم څه راوړل کېږي، نو محصول يې بايد په دغو پاټکونو کې تحويل شي.))

 د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکی انجينر ننګيالي محور ته وويل، نرخ ولسوالي له ډېره وخت را پدېخوا نا امنه ده او په دغه ولسوالۍ کې هر کور د دغو وروستيو جنګونو له امله يو تن قرباني ورکړی دی.

دی وايي، د بزګرانو سږني عوايد په ځمکو کې خوسا شول، ځکه چې د لارو په اوږدو کې يې د حزب پخوانيو قوماندانانو او طالبانو پاټکونه اچولي او تر اندازې زياته ماليه ترې ټولوي او ځوروی ېې، نو له همدې امله خلک زړه نه ښه کوي، چې له خپلو فصلونو حاصلات بازارونو ته وباسي.

نرخ ولسوالي د مڼو، کچاليو او پيازو له اړخه ښه حاصلات لري، ان ددې ولسوالۍ ياد حاصلات د ټول کابل ښار لپاره بسنه کولای شي.

په دغه سيمه کې د حزب د وسله والو ټول لګښت له همدې لارې کېږي او تر دې وړاندې خو يې له ځينو بهرنيو مؤسسو هم باج اخيست :((په روان کال کې د کلیو او پراختیا ریاست له لارې، سیکا امریکایي مؤسسې درې پروژې لرلې، چې د ده حیات، کریمداد او عمرخېل په سیمو کې وې او له همدې پروژو څخه د قوماندان ښامار ډلې ۸۰۰ زره افغانۍ باج واخست.))

د حزب دغه قوماندانان په راټولو شويو عوايدو موټر سایکلونه، وسلې، کالي او نور د اړتيا وړ جنګي توکي برابروي.

ځايي قومي مشر چې د نوم له اخستلو يې ډډه کوله محور ته وويل، په نرخ ولسوالۍ کې د دولت هېڅ ډول کنترول نشته او ان کله ناکله خو دولتي لوړ پوړي چارواکي هم پکې ښکېل شي.

دی وايي، په تېرو دوو کلونو کې د نږدې کليو ۱۴۰ کسان د طالبانو او حزب اسلامي په جګړه کې وژل شوي دي. د ده په وينا، طالبان له وزیرستان او نورو سيمو جنګيالي راولي، خو د حزب قوماندانان له سيمې خپل پلويان راټولوي او جګړه پرې کوي، چې سختو زلميانو سرونه پکې وخوړل :((قوماندان ښامار ۱۵۰ جنګيالي لري، خو د طالبانو شمېر بيا مشخص ندی، دوی هم په خپلو کې جنګېږي او هم له بهرنيو ځواکونو سره جګړه کوي.))

دی زياتوي، دولت همدغې سيمې ته هېڅ ډول پام نه کوي او نه يې هم کله غوښتي، چې امن پکې ټينګ شي.

د وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي :((د تېر په پرتله اوس په دغه ولسوالۍ کې امن راغلی، په ولسوالۍ کې ولسوال شته او په ډېرو برخو کې خلک ولسوالۍ ته مراجعه کوي.))

ښاغلی خوګياڼی په نرخ ولسوالۍ کې د پاټکونو خبره ردوي، خو وايي، کېدای شي، وسله والو غلو او نورو ډلو په پټه کله ناکله له خلکو او بزګرانو پيسې اخستې وي.

One thought on “محور ورځپاڼه: په نرخ ولسوالۍ کې د مجاهدینو پاټکونه”
  1. وايي د سروبي پاټک به هم ډیر ژر په کار پیل وکړي او د خلکو په خدمت کې به وي، ګران هیوادوال د خبر وي، د ګولبیدین ډګرجنرال زرداد له لندنه را راوان دی.

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *