په هرات کې د اختطافونو لړۍ ددې ښار امنیت سخت زیانمن کړی دی. ځايي خلک وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د سړي تښتونو ګڼې پېښې سبب شوې چې په هرات کې عادي ګرځېدل ناممکن کړي.

په وروستیو دوو میاشتو کې ۲۳ کسان د نامسوولو وسله والو ډلو او طالبانو له لوري وتښتول شول، چې دوه یې ووژل او يوولس نور يې بيا له شل زره تر یوسل او شل زره ډالرو په بدل کې راخوشې شوي دي.

په هرات کې د نني افغانستان په نوم اوونيزې له لوري تر سره شوې څېړنه چې راپور يې محور ته رالېږلی، په ډاګه کوي، چې په ياد ولايت کې په تېرو دوو مياشتو کې د تښتونو ګراف لوړ شوی او په دغه موده کې ۲۳ کسان تښتول شوي، چې له ډلې يې دوه کسان د پيسو د نه ورکړې له امله وژل شوي، يوولس تنه د پيسو په بدل کې ازاد شوي او لس کسان لاهم د تښتوونکو په منګلو کې دي.

سرچينه وايي، په دغو تښتوونکو کې ډېره برخه نامسوولې وسله والې ډلې، افراد او ان وسله وال طالبان ښکېل دي، چې د هر برمته شوي د ازادولو په بدل کې له لس لکه افغانيو نيولې تر ۱۲۰ زرو ډالرو پورې غوښتنه کوي. دوی وايي، دغو پرلپسې پېښو د خلکو اندېښنې زياتې کړې او د هرات د هر اوسېدونکي ژوند يې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

هغه کسان چې په تېرو دوو مياشتو کې تښتول شوي دي:

۱ـ  شعيب د ابو وفا زوی د هرات د اتمې ناحيې اوسېدونکی، د تېرې روژې مياشتې په ۲۰ مه د پښتون پله له سيمې وتښتول شو. ياد کس د يوه دولتي مامور زوی دی.

۲ـ عبدالرازق د مير احمد زوی د چهار برجک د کلي اوسېدونکی د روژې په شلمه د مالان پله له سيمې وتښتول شو. ياد کس په عبدالرازق خان واټ کې د علافۍ هټۍ لري.

۳ـ شرف الدين ۲۳ ورځې د مخه د هرات له ښاره وتښتول شو. ياد کس د حفيظي پلازې هټيوال دی.

۴ـ محمود نورزی يوه مياشت د مخه له غوريان ولسوالۍ وتښتول شو. ښاغلی نورزی د ولايتي شورا کانديد هم و، چې پلار يې اوس په دې لټه کې دی، چې د خپل زوی د خلاصون لپاره پيسې ټولې کړي.

۵ـ فېروز نورزايي د بادغيس ولايت د بالا مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی، د هرات ښار د فرقې له سيمې وتښتول شو.

۶ـ هندي الاصله پرېم کمار د GRS (Jesuite Refuge Service ) دفتر رييس، چې د وسله والو طالبانو له لوري د زنده جان له ولسوالۍ وتښتول شو او ګلران ولسوالۍ ته ولېږدول شو.

۷ـ د هرات د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکی او موټر چلوونکی چې د هرات او ادرسکن په لاره وتښتول شو.

۸ـ محمد عمر د ګلران ولسوالۍ اوسېدونکی د هلوترېست موسسې کارکوونکی، يوه مياشت د مخه وتښتول شو.

۹ـ حاجی حیدر د محمد عثمان زوی بزګر، د هرات له اوبه ولسوالۍ نه د اختر په لومړۍ شپه وتښتول شو، تښتوونکو يې د ازادولو په بدل کې  د ۲۰ لکه افغانيو غوښتنه کړې ده.

۱۰ـ صميم نورزايي د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی، د هرات د فرقې له سيمې وتښتول شو، خو د پيسو په بدل کې خوشې شو، چې اوس امريکا ته تللی دی.

۱۱ـ عيسی مهربان د محمد جان زوی د کشک رباط سنګي نه وتښتول شو، چې وروسته بيا د پيسو په بدل کې ازاد شو.

۱۲ـ عبدالله د کشک رباط نه وتښتول شو او د پيسو په بدل کې خوشې شو.

۱۳ـ رفېع تيموري د سيکاوست موسسې کارکوونکی، له هرات نه وتښتول شو او د پيسو په بدل کې ازاد شو.

۱۴ـ حامد مايار د سيکاوست موسسې کارکوونکی له هرات نه وتښتول شو او د پيسو په بدل کې خوشې شو.

۱۵ـ استاد عنايت د سیکاوست موسسې کارکوونکی په هرات ولايت کې وتښتول شو او د پيسو په بدل کې ازاد شو.

۱۵ـ همایون په سیکاوست موسسه کې موټر چلوونکی دی، په هرات ښار کې وتښتول شو او د پيسو په بدل کې خوشې شو.

۱۷ـ امين الله د غوريان ولسوالۍ اوسېدونکی، د ملک له دروازې وتښتول شو، وروسته بيا د پيسو په بدل کې د تښتوونکو له منګلو را خلاص شو.

۱۸ـ امام الدین د امرالدین زوی چې ۱۶ کاله عمر لري، د هرات ښار د سلجوقی بکراباد له سيمې وتښتول شو، خو وروسته بيا د پيسو په بدل کې خوشې شو.

۱۹ـ سردار محمد د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکی او د هلوترست موسسې کارکوونکی، چېيوه مياشت د مخه وتښتول شو او د پيسو په بدل کې را خوشې شو.

۲۰ـ امان الله د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکی او د هلوترست موسسې کارکوونکی، يوه مياشت د مخه تښتول شوی وو، د پيسو په بدل کې ازاد شو.

۲۱ـ سردار دهرات گمرک کارکوونکی د زمري مياشتې په ۱۴مه د تورغونډۍ له بندر نه وتښتول شو، په همدې حال کې ياد کس د طالبانو لاس ته ورغی او وروسته بيا د قومي مخورو په منځګړيتوب ازاد شو.

۲۲ـ غلام برادر د نظام په نوم د يو چا له لوري د مالان پله له سيمې وتښتول شو، خو د پيسو د نه ورکړې له امله د روژې په لسمه و وژل شو.

۲۳ـ د سوداګرۍ خونې د يوه صفاکار دوست ۱۲ ورځې د مخه وتښتول شو، د پيسو د نه ورکړې له امله ووژل شو.

بلخوا بيا د هرات پوليسو وياند وايي، په تېره يوه مياشت کې د تښتونو يوازې لس پېښې رامنځته شوې دي. دی زياتوي، په دغو پېښو کې نهه کسان د تښتوونکو له منګلو ژغورل شوي او يو بهرنۍ تبعه لاهم د تښتوونکو په منګلو کې دی.

د هرات د پوليسو وياند ردوي، چې د برمته شويو په بدل کې دې پيسې اخستل شوې وي. د ده په خبره دغه ټول کسان د امنيتي مسوولينو د هڅو په ترڅ کې ازاد شوي دي.

د هرات د پوليسو وياند وايي، ځينې اينجيو ګانې او موسسې له موږ سره همغږي نه کوي، نو له دې امله له ګواښ سره مخ کېږي، خو موږ حاضر يو چې د همغږۍ په صورت کې يې امنيت خوندي کړو.

One thought on “محور ورځپاڼه: په هرات کې د سړي تښتونو تر شا”
  1. تر څو پوری تښتونکی اوغله په دار ونه ځړول سی او شرعی قانون پر جاری نسی پولیس هیڅ کله امنیت نسی راوړای قاضیان څارنوالان اوس دغلو تر تاثیر لاندی دی یا ورسره شریک دی
    ماته ښه معلوم ده

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *