وردک ولایت

په ولایتي چارو کې والي، ویندوی او سکرتر یې په مساوي ‌ډول صلاحيتونه کاروي او د اداري فساد پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې دي.

د میدان وردګو ولایت د نورو ریاستونو مامورین وايي، د مقام ماڼۍ ته د ننوتو پر وخت د والي ساتونکي د سړي‌ پرسر ۲۰۰ افغانۍ اخلي او بیا مو والي ته ورپرېږدي.

یوه سرچينه وايي، د اقتصاد ریس خپله کارخونه یوې انجینو سره وېشلې او د میاشتې ۷ زره افغانۍ کرایه ځینې اخلي.

د ميدان وردګو ولايت یو شمېر ادارې چارواکي ادعا کوي، چې د والي مجيد خوګياڼي ساتونکي ولايت ته له مراجعه کوونکو څخه ۲۰۰ افغانۍ اخلي او بيا ورته د داخلېدو اجازه ورکوي.

د چارواکو په خبره، ياد والي ۶۴ نا روزل شوي کليوال ساتونکي لري، چې ټول يې خپلوان دي او په هېڅ ډول اصولو او مقرراتو نه پوهېږي.

راپورونه وايي، څلور مياشتې دمخه د ميدان ښار د لومړي قرول چارو مسووليت دوی په زور اخستی وو، چې د شپې له خوا به يې له لويو موټرو باج اخيست.

يوه امنيتي چارواکي وويل، هر نوي امنيه قومندان له والي غوښتنه کړې، چې ساتونکي يې وروزي، خو د والي ساتونکو له روزنې ډډه کړېده.

د ميدان وردګو ولايت يوه چارواکي محور ته وويل، په ياد ولايت کې د والي تر څنګ د هغه وياند عطاءالله خوګياڼی او سکرتر يې حسن هم د والي په رول کې دي، ددې تر څنګ چې د خلکو ستونزې اوارې کړي، خلک ځوروي او ان د نورو چارواکو په کارونو کې لاسوهنه کوي.

يوه ولايتي رييس چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله محور ته وويل، له کله چې والي له خپل ټيم سره ياد ولايت ته راغلی، د کارونو پر وړاندې خنډ جوړوي او د ولايتي ادارې د کارکوونکو ترمنځ سيمه ييزو او ژبنيو تبعيضونو ته لمن وهي. دی وايي، د والي د يو کلن کار په جريان کې تر اوسه يو صنعتي ښارګوټی پرانستل شوی او بس: ((د والي ټيم د خپل يو کلن ماموريت په جريان کې د نورو ادارو په ځانګړې توګه د امنيه قوماندانانو د کارونو پر وړاندې هم ننګونې را ولاړې کړې، چې ښه بېلګه يې د دريو امنيه قومندانانو بدلېدل دي. باقي زوی، سردار محمد ځاځی، پغمانی او احمد فهيم قايم چې اوس په دنده دی، له ستونزو سره يې مخ کړي دي.))

سرچينه زياتوي، د ولايت ټول واک د والي له سکرتر او د هغه له وياند سره دی او د ستونزو پيدا کېدو اصلي لاملونه همدوی دي: ((د والي د وياند او سکرتر په غوښتنه تېره اونۍ د والي ساتونکو د ولايت قراردادي نانوای وهلی وو. کله چې قراردادي، د خپلو پنځو مياشتو پور غوښتنه وکړه، نو دوی داسې وواهه، چې تر روغتونه ورسول شو.))

د ولايتي ادارې يو شمېر مسوولين وايي، په دې وروستيو کې د ولايتي ادارې کارونه سره شنل شوي دي. دوی وايي، د وردګو ولايت د اقتصاد رييس انجینر رحم الدین شفق خپله کاري خونه د ټاکنو د عامه پوهاوي يوې انجيو ته په مياشتنۍ ۷۰۰۰ افغانۍ کرايه ورکړې، چې له يوې خونې هم انجيو د دفتر او هم د اقتصاد رييس د کاري خونې په توګه استفاده کېږي: ((د دوو مياشتو پېشکي کرايه يې ترې اخستې، ځکه چې اقتصاد رياست يو له هغو ادارو دی، چې له بلې لارې عوايد نلري او مسوول يې د ګټې ښه سرچينه دا ګڼلې ده.))

بلخوا د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګيانی په ولايتي اداره لګېدلې تورونه نه مني او وايي، دا ټول د ولايت مقام لپاره جوړه شوې توطيه ده.

دی وايي، د والي ټول ساتونکي روزل شوي کسان دي او کېدای شي ځينې وخت ورسره يو شمېر کسانو پخپله خوښه مالي مرسته کړې وي، او له چا یې په زور پیسې ندي اخستې.

د ده په وينا په ولايت کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده او يوازې تېر کال د ولايتي ادارې ۳۰ کسان د فساد په تور نيول شوي.

د ښاغلي خوګياڼي په خبره، کېدای شي، په ځېنو وختونو کې ما او سکرتر له دې امله په ځينو کارونو کې مداخله کړې وي، چې چارې په ښه توګه پرمخ لاړې شي، خو د چا لپاره مو ستونزې ندي را ولاړې کړې.

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: په وردګو مقام کې درې والیان”
  1. د وردكو والي مجيد خوكياني فساد دي حد ته رسيدلي سي د ولايت اصلاح شوي تخمونو نومرو د خرسلاو سربيره يي د ولايت د مقام نوي زرهي موتر يو خصوصي شركت ته فه 3000 دالر فه كرايه وركري او د موتر رنك يي هم ورته بدل كري مخكي سفين رنك و اوس تور رنك وركي او داسي اطلاعات شته دي سي دا د يو وكيل شركت دي. همدا اوس يي كرايه اخلي

  2. ما اورېدلي چې مجید خوګیاڼی پخپله ښه سړی دی خو د خوګیاڼیو کنټرول له شک پرته چې یوې غټې قوې ته اړتیا لري 🙂 خدای دې وردکو په حال ورحمېږي.

  3. د وردګو ولی اوس هم انصاف کړی دی، کله چی د یو ډاکټر فیس ۱۰۰ افغانی دی، نو د والی صاحب فیس خو۲۰۰ افغانۍ بی انصافی نده. د والی صاحب بل ښوالی تر ډاکټر دادی چی یو خوروار دوا خو نه لیکی او نه د لابراتوار لیږی چو نور د هم کل کړی

ځواب ورکول عثمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *