د زورواکو یو جال د خورېدو په حال کې دی، لومړۍ هسته یې د ولایتي شورا ځینو وکیلانو تکمیل کړه. د بریالیو کاندیدانو ۹۰ سلنه د زورواکو، تنظیمي قوماندانانو او قومي ټیکه دارانو برخه تشکیلوي.

په پنځو ولایتونو کې د محور څېړنه ښیي چې ددې ولایتونو ایله یو وکیل توانېدلی د ازاد کاندید په توګه ولایتي شورا ته لاره پیدا کړي، د قراردادیانو او پارلماني استازو برخه په نویو ولایتي شوراګانو کې ډېره غښتلې ده.

له قراردادیانو، محلي زورواکو او پارلماني استازو سره د ولایتي شورا د بریالیو کاندیدانو اړیکي ښیي چې راتلونکې ولایتي شوراګانې ددې برخو په انحصار کې دي.

د ولایتي شوراګانو د نهایي لست تر اعلان وروسته داسې کسان هم بریالي شوي چې نه ولسي نفوذ لري او نه یې هم په ابتدایي لست کې رایې د اوس برابر وې.

د ولایتونو او مرکز ترمنځ د زورواکو یو جال د خورېدو په حال کې دی، چې لومړۍ هسته یې ولایتي شوراګانو تکمیل کړه.

په پنځو ولایتونو کې د محور ورځپاڼې څېړنه ښیي، چې د ولایتي شوراګانو ۹۰ سلنه وکیلان له زورواکو، محلي چارواکو، مافیایي بانډونو، تنظیمي قوماندانانو او پارلماني استازو سره اړیکي لري، دغه اړیکي په مستقیم او غیر مستقیم ‌ډول ښودل شوې دي.

د زورواکو د جال لومړۍ بېلګه په بلخ ولایت کې لیدل کېږي. د محور ورځپاڼې خبریال له ځایي خبریالانو او محلي چارواکو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې ددې ولایت له ۱۹ استازو څخه ۶ یې د اوسني سرپرست والي عطا محمد نور کسان دي، چې د نوموړي په مستقیم مالي او معنوي ملاتړ بریالي شوي دي.

رییس عبدالخالق او افضل حبیب د جمعیت ګوند غړي دي، دوی ولسي نفوذ نه لري، خو د والي په مستقیم ملاتړ تر نورو وکیلانو پدې ولایت کې ډېرې رایې لري.

په لغمان ولایت کې د محور موندنې ښیي چې ولایتي شورا ته د بریالیو کاندیدانو ترمنځ یو داسې وکیل هم شته چې د بریالي کېدو لپاره یې دېرش زره ډالره ورکړي دي.

په غزني ولایت کې غلام حسین چنګېز تر ټولو وکیلانو مخکې دی، پداسې حال کې چې د نوموړي ولسي نفوذ ډېر کمزوری دی. غلام حسین چنګېز د ولسي جرګې د غړي علي اکبر قاسمي مستقیم ملاتړ له ځانه سره درلود .

په ننګرهار ولایت کې که بریالي نوماندان په دریو برخو ووېشل شي، نو دوه برخې یې له محلي زورواکو، پارلماني استازو، تنظیمي قوماندانانو او مافیایي بانډونو سره تړاو لري او پاتې یوه برخه ادعا کوي چې قومي نفوذ بریالي کړي دي.

حبیبه کاکړ قاضي زاده د ولسوال معلم معشوق مېرمن ده، چې د خپل خاوند په سیمه کې یې پریمانه رایې ګټلې دي.

د ننګرهار د تېرې ولایتي شورا غړې نیلوفر عزیز د هغو بریالیو کاندیدانو په ډله کې ده، چې د خپل زوی بکتاش قوي مالي ملاتړ له ځانه سره لري، د هغې زوی د ننګرهار کمرګ لوړ رتبه کارمند دی.

د کندز ولایت د ځایي سرچینو په وینا، د ولایتي شورا له پنځلسو غړو لس هغه یې له محلي زورواکو سره د ارتباط، قومي رېښو او پارلماني استازو خپلوۍ په معیار بریالي شوي دي. دا معیار په اکثریت ولایتونو کې صدق کوي، خو یوه کمه برخه وکیلان هم شته چې ولسي نفوذ یې د رایو سرچینه جوړوي.

ددې باوجود چې په ولایتونو کې د بریالیتوب معیارونه په پورته برخو تقسیم شوي، خو د انتخاباتو ناظرین وایي، په دواړو انتخاباتي کمېسیونونو کې له وکیلانو د پیسو اخستو معاملې روانې وې.

5 thoughts on “محور ورځپاڼه: په ولایتي شوراګانو کې یوه خطرناکه حلقه بري ته رسېدلې ده”
  1. دا صرف په نامه انتخابات وه دا یوه کمیشنکاری وه او د یو څو محدودو کسانو او کورنیو د جیبونو ډکولو لپاره جوړ شوی پروګرام وه که چیری تاسی ته معلومات نه وی د کشاف صاحب د کورنی پوری مربوط کسان تعداد چه په شکایتونو کمیسون کی او هم د انتخاباتو کمیسون کی مقرر دی پوښتنه وکړی تعجب به وکړی چی دا څنګه کیدای شی په افغانستان کی قحط الرجال دی او که څنکه. په ننګرهار کی د لطف الله بابا لپاره د ټولو کاندیدانو د راییو شمیر بیدون ددی چی کوم علت یی معلوم شی په قصدی ډول راښکته شوی تر څو ددی محترم رایی د کامیابیدو حالت ته ورسیږی دا ځکه ددی محترم رایی د ۳۵۰۰ په حدودو کی وی. د شکایتونو کمیسون کوم هیت چی د شکایتونو څیړلو لپاره جلال اباد ته راغلی وه په ښکاره یی یوه رایه په ۲۰ دالرو زیاتوله حال دا چی کومو کسانو چی رشوت د شکایتونو کمیسون هیت ته ورکړی وه مګر بیا ددی کمیسون فاسدو اشخاصو د هغه چا رایی چی په شل دالر فی رایه ورته زیاته کړی وه بیا په کابل کی هغه تقلبی رایی ورته جمع نه کړی بلکه اصلی رایی یی هم ورته له منځه یوړی تر څ د زرهاو دالرو معملی لپاره ځانته لاره هواره کړی ددی ترڅنګ د هغه چا چی واقعی رایی زیاتی شوی وی او د انتخاباتو کمیسون ورته نه وی جمع کړی هغه یی هم له منځه یوړی. او همداسی یی وکړه ناکام کاندیدان یی کامیاب او کامیاب یی ناکام کړل

  2. ددې باوجود ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  3. دسلامونو اودرناویو ورو سته !
    کندهار هم همداسی در واخلی د فیسبوک پاڼو ته ورښی چې د جعل کایو دسندونو
    ډ کی دی

  4. وروڼو هر شی زوال لری –دزور په سر زوراور وی دغه فاصد او بیکاره په زور او جبر یا دپیسو په قوت شورای ولایتی ته راغلی دی ددی لپاره چه په مجموع کی خوسری زورزیاتی ترور اختیتاف قتل غله او ټولو بی نظمیوته مو دپای ټکی ایښی وی زه جناب عالیقدر ریس صاحب جمهور ته پیشنهاد کوم چه یوتعداد بی کفایته وزاراتونه مدغم او مستقل ادارات منحل په عوض کی یو تکړه وزارت دامر بالمعروف او نهی عن المنکر ایجاد کړی بیا وګوری سیل او تماشه وکړی چه په څومره کم وخت کی ټولی بی نظمی له منڅه څی او کنه زه درته ضمانت درکوم چه ډیر ښکلی نظم به را منڅ ته شی وزارت داخله -امنیت ملی وزارت دفاع به ورته حیران شی زه طالب نه یم

  5. الله تعالی به ددی زورور اورمیږ مات کړی او دا خاموش ملت به یی د زورولو خلاص شی

ځواب ورکول روغ لیونی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *