پاکستاني رسنۍ، حکومت او دولتي بنسټونه په یو مخ داسې تبلیغات کوي، چې د پېښور په پوځي ښوونځي برید د افغانستان کار دی او د خپل پوځ لخوا د کونړ په څېر بریدونو ته د زور ورکولو لپاره توجیه لټوي.
د پېښور په پوځي ښوونځي برید د پاکستاني استخباراتو یوه ډرامه وه، چې له نړۍ څخه د ترورېزم د قرباني په توګه امتیازات واخلي او له بلې خوا د ډیورنډ په کرښه د خندق اېستلو لویه پروژه د دغه برید په غوغا کې له سترګو پټه کړي.
سره له دې چې پاکستان بیا، بیا افغانستان ته د ترهګرۍ په لمنځه وړلو کې د همکارۍ ژمنې ورکوي، خو په افغانستان کې یې د ملا فضل الله په لټون پسې د خپلو پوځیانو د را استولو خبره توده کړې ده.
پداسې حال کې چې د افغان سولې په اړه پر پاکستان د نړیوالو فشارونه مخ په زیاتېدو دي، پاکستان د پېښور په ډراماتیکي پېښې له نړیوالو د ترورېزم د یو قرباني هېواد په نوم د سولې په بهیر کې هم د ډېرو امتیازاتو ترلاسه کولو په لټه کې دی.
پېښور کې پر پوځي ښوونځي د وسله والو تر برید وروسته پاکستان سمدستي د پوځ مشر راحیل شریف کابل ته راواستوه. نوموړي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ادعا کړې، چې دغه برید په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پټ شوي مشر ملا فضل الله طرح کړی دی.
ملا فضل الله د پاکستان له امنیتي ادارو سره نږدې اړیکي لري او د پاکستاني طالبانو په مشرۍ یې له افغان طالبانو سره په ګډه د افغان حکومت ضد ډېرو عملیاتو کې برخه اخستې ده.
له بل لوري پاکستاني مقاماتو ويلي، چې له ولسمشر غني سره توافق ته رسيدلي چې په افغانستان کې د ملا فضل الله په موندلو کې ورسره مرسته کوي. البته چې افغان لوري کې له راحیل سره د مذاکراتو جزيات پټ ساتل شوي او دې ګونګتيا انديښنې زياتې کړې دي.
شنونکي وایي، اسلام آباد پدې کار سره غواړي په کور دننه د پاکستاني پوځ په اړه عامه ذهنیت بدل کړي، خپلو کمزورو ته دلایل ومومي، له ترورېزم سره په مبارزه کې د مدني ټولنو فشار راکم کړي او همدا شان له نړیوالو د تروېزم د قربانیانو په نوم لا زیات امتیازات ترلاسه کړي.
پر دې سربېره پاکستان غواړي سمدستي د پوځي ښوونځي په غوغا کې په ډیورنډ کرښه د خندق کېندل له خلکو هېر کړي.
د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال له محور سره په مرکه کې وویل، په کور دننه، نړیواله سطحه او سولې بهیر کې د امتیازاتو اخستو لپاره د پېښور برید د پاکستاني پوځ او استخباراتو یو مانور وو.
ښاغلی لېوال وایي، خو افغان حکومت باید د دا شان ادعاوو په مقابل کې د حقیقت څرګندولو پراخ تبلیغاتي مراکز درلودای، چې متاسفانه په افغان حکومت کې د رواني جګړې رهبري ډېره کمزورې ده: ((افغان حکومت باید د دا شان ادعاوو په مقابل کې د تبلیغاتو داسې ارګانونه درلودای چې سمدستي یې د یو مشخص افغاني او رسمي موقف څرګندولو لپاره لابینګ کړی وای. د پاکستان خلکو او نړیوالو ته یې حقیقت څرګند کړی وای.))
د سیاسي چارو شنونکی کبیر رنجبر وایي، نړیوال او پاکستان پدې ښه پوهېږي چې افغان حکومت اوس په هغه حالت کې ندی چې د پاکستان زېږنده تروریستانو سره دې مرسته وکړای شي، خو پاکستان پخپلې دې ډرامې سره ډېر پلانونه لري چې افغان حکومت یې په مقابل کې باید محتاطانه اقدام وکړي: ((افغانستان د خپلو ادعاوو لپاره سلګونه اسناد او شواهد دوی ته وړاندې کړي، خو پاکستان د ترورېزم په ضد رښتینی اقدام نه کوي. دوی ان د خپلو اهدافو لپاره د ښوونځیو له ماشومانو هم استفاده کوي.))
همدا اوس افغان پوځ په دانګام کې له پاکستاني طالبانو او پوځیانو سره په جګړه بوخت دی، پاکستان په دا شان ادعاوو غواړي د کونړ په څېر بریدونو ته توجیه پیدا کړي.
په پردۍ خاوره کې د خندقونو کیندل پنجابیانو ته هېڅ ګټه نه کوي . ځکه غصب هر وخت د هر ښکرور له خوا کېدای شي . خو حقوق او حقدار دواړه پرخپل ځای لا شته .دافغان خاوره هېڅکله هم د انګرېزانو . امریکایانو جرمنیانو او د هغوی د لاسپوڅو په خوله او ملاتړ د پاکستان نه شي کېدای . هسې خوشې په خوشې دې بې اوماچه ځان نه خولې کوي . او نه دې د افغانانو پر عامه ذهنیت باندې رباب وهي . که نه نو پانجاب به یو ځل بیا د لوی هندوستان یوه برخه جوړه شي . او افغانستان به خپل (۵۰۰۰) کلن اصالت هماغسې د تېر په څېر ژوندی او خوندي وساتي . انشاءالله العزیز . ولې پاکستان به د تل له پاره بیا نه وي .
واقعاء چی پاکستان غواری په داسی کارونو لکه دپیخور په پوزی خونزی بریدونو نری والو ته دا سابته کری چی دوی د ترویزم سره جنگیگی نو پدی سره دیرو امتیازات تر لاسه کولو تر سنگ دیورند دکرخی خندق کیندل د خلکو حیر کری پداسی حال کی چی دطالیبانو ترسنگ دپاکستان پوج په کونر دانگام کی جنگیژی
مننه
واحدالله غروال په هندوستان کی دانجینری دوهم تولگی محصل