محور ورځپاڼه

شپه مهال د پوليسو د تالاشۍ زياتره پوستې له لويو موټرو دوه سوه تر پېنځه سوه افغانۍ، له وړو موټرونو سل او له موټر سايکلونو پنځوس او سل افغانۍ اخلي.

د رشوت په بدل کې د خوشي شوو موټرونو او موټرسايکل سورو زياتره يې يا مشکوک دي، يا په ښار کې د ګرځېدو اجازه نلري او يا له ترافيکي قوانينو په تخلف تورن دي.

په امنیتي کمربندونو او د تالاشیو په پوستو کې د شپې له خوا له موټرو د شیریني په نوم پیسې اخیستل د پولیسو د میاشتني معاش یوه برخه جوړوي.

د محور خبریال د شپې له خوا د کابل په یو شمېر واټونو کې لیدلي چې لوی بار وړونکي موټرونه پولیسو ته د شیریني په نوم رشوت ورکوي :((له لویو بار وړونکو موټرو څخه له ۲۰۰ تر ۵۰۰ افغانۍ، له وړو موټرو او موټر سایکل سورو څخه له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو اخستل کېږي.))

په پېښه کې شامل یو پولیس د نوم نه ښودو په شرط د محور خبریال ته ویلي :((ډېری پولیس له همدغو پیسو د میاشتې شاوخوا ۵۰۰۰ افغانۍ عواید لري.))

د کابل د خوشال خان په څلوېښت متريز سړک کورنيو چارو وزارت دوه میاشتې وړاندې له دې کبله يوه امنيتي پوسته جوړه کړه، چې په سيمه کې د کورونو د غلاګانو پېښې ګڼې شوې او مخنیوی یې وکړای شي، خو همدغه پوسته اوس شپه مهال له نهو بجو وروسته د جنګسالارانو د يو پاټک په څېر موټر چلونکي شوکي.

په کوټې سنګي چوک کې د پوليسو لویې تالاشۍ ته کتار موټرونه ولاړ وي، خو هر يو يې بايد دوه تر پېنځه سوه او ځینې يې حتی بايد اته سوه افغانۍ رشوت پرې کړي.

لا هم په کابل کې د تالاشۍ د پوستو هغه قواعد روښانه ندي، چې له مخې يې يو ډريور جريمه کولای شي.

له بلې خوا شپه مهال ترافيک نه وي ‌او پوليس د ترافيکو کارونه ترسره کوي؛ اما له ډريورانو ترلاسه شوې جريمې نه د رسمي پاڼو په ذريعه دي، ‌چې بانک ته تحويل شي او نه مشحص سند لري، ‌چې جريمه شوی ډريور دې په بله پوسته کې نه جريمه کېږي.

د نظامي چارو شنونکی نصر الله زیارمل وایي، د پولیسو په مشرانو کې فساد کشرانو ته د رشوت اخستو زمینه سازي کړې او دا کار پخپله په ښار کې نا امنۍ ته زمینه برابروي :((د دوی معاشونه ډېر کم دي، نو په همدې دلیل رشوت اخستو ته مجبورېږي. دوی د پیسو په بدل کې مقررېږي، مجبور دي خپلې پیسې بېرته له همدغه رشوت پوره کړي او کله چې د غلو له بانډونو پیسې واخلي، نو بیا هغوی له غیر قانوني کارونو نشي منع کولی.))

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی هم مني، چې د یو شمېر پولیسو د غلاوو په اړه ورته راپورونه رسېدلي، خو وایي؛ پدې اړه به یې جدي څېړنه وکړو :((دا مسایل زه هم نشم ردولی، خو باید ووایم، چې د کابل له پېنځو میلیونو ډېر نفوس لري او یوازې له ۱۳۰۰۰ ـ ۱۴۰۰۰ پولیس د ټولو خلکو اعمال نشي څارلی. د کابل ښار بې نقشې کورونو جوړولو هم جنایتونو ته لاره هواره کړې، خو د ښاري انظباط په نوم ځانګړې قطعه د پولیسو ناقانونه کارونه په کلکه څاري. له خلکو هم غوښتنه کوو، چې  که له داسې پېښو سره مخ کېږي ۱۰۰ شمېرې ته زنګ ووهي.))

کابل ښار ۱۷ امنیتي حوزې لري، چې په هره حوزه کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پولیس دندې ترسره کوي، چې د چارواکو په وینا، له پېنځو میلیونو زیات نفوس نشي کنترولولی.

همدا ډول کابل ښار ته په ۱۹ داخلېدونکو دروازو کې هم دوامداره پېرې او امنیتي څار وي، خو د ښار په منځ کې د پولیسو په پوستو کې رشوت اخستو خلک تر پوزې راوستي.

One thought on “محور ورځپاڼه: په کابل کې د پوليسو پاټکونه”
  1. دمحور ورڅپا نی نه په مننه: دسترګو لیدلی حا ل په سنګ نو شته پټک کی حا ل

    څه ډول دی؟ پو لیس او دښاروالی مسو لین څه کوی؟ راشه که ی ګوری روپی اخلی پر چه نه ورکوی په رڼاه ورڅ دشپی به څه حا ل وی؟ له چا تپوس وشی؟

ځواب ورکول سید الرحمن زیارمل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *