د کابل ښار اوسېدونکي په ۱۷ ناحيو کې د بدماشانو او اوباشانو د لویو بانډونو له زیاتېدو شکایت کوي او وايي، چې د ځینو پولیسو په مرسته غلاوې کوي، مرموزې وژنې کوي او د خلکو کورونه لوټي.

ښاريان وايي، ځینې کورنۍ د خپلو ځوانانو د لنډغرۍ او بې ځایه ګشت ګزار احوال نلري، په دې توګه د مېرمنو ګرځېدل او د شتمنو مصونیت له جدي‌ ګواښ ‌سره مخ شوی دی.

په کابل ښار کې د اوباشانو د بانډونو پراخېدو خلک اندېښمن کړي او ښاريان يې له کوڅو د ټولولو جدي غوښتونکي دي.

ښاريان وايي، ځینې کورنۍ د خپلو ځوانانو د لنډغرۍ او بې ځایه ګشت ګزار احوال نلري‌، په دې توګه د مېرمنو ګرځېدل او د شتمنو مصونیت له جدي‌ ګواښ ‌سره مخ شوی دی.

د ولسي جرګې غړي وايي، د کابل ښار په ۱۷ ناحيو کې د بدماشانو او اوباشانو لوی بانډونه شته. د دوی په خبره دغه هر بانډ بيا په ښارګوټو، کوڅو او بلاکونو کې وړې ډلې لري، چې ټول په خلاف کاريو کې ښکېل دي او د خلکو د ځورولو سبب ګرځي.

په ولسي جرګه کې د داخلي امنيت کميسيون غړې وږمه ساپۍ وايي، دا هغه نالوستي او وزګار ځوانان دي، چې خپلې کورنۍ ترې ناخبره دي، وسلې يې تر لاسه کړې، غلاوې، وژنې او نورې خلافکارۍ کوي: (( دغه کسان وروسته په لويو او خورا خطرناکو حرفوي غلو او قاتلينو بدليږي، چې مخنيوی يې د امنيتي ځواکونو لپاره په لوی سرخوږي بدلېدای شي. د دوی ډېری له پوليسو سره لاس لري، نو ځکه خو يې مخنيوی ستونزمن شوی هم دی.))

اغلې ساپۍ وايي، په کابل ښار کې هېڅ مېرمن، نجلۍ او نوی زلمی ځان خوندي نه احساسوي. ډېری کورنۍ له همدې امله خپلې خويندې او لوڼې ښوونځي ته نه استوي.

د کابل ښار د خير خانې مېنې اوسېدونکی حاجي عرب شاه وايي، هېڅ داسې ورځ نه وي، چې دغه لنډغر دې له خلکو سره جنګ ونه کړي. دوی په عادي خبره شخړې او جنګونه کوي. ښاغلی عرب شاه زياتوي، کوڅه ډبي د شريفو او درنو کورنيو د ازار او ځورولو اصلي لامل دي: ((تېره اونۍ په خيرخانه مېنه کې د يوې ډلې لنډغرو او يوې کورنۍ ترمنځ لفظي شخړه په فزيکي هغه واوښته، چې دوه کسان پکې سخت ټپيان شول.))

دی وايي، امنيتي حوزې دې تر هرڅه د مخه د ښار کوڅې له دې اوباشانو څخه داسې پاکې کړي، لکه د لېونو سپو څخه يې چې پاکوي. ښاغلی عرب شاه وايي، دغه ډلې د پوليسو له نېږدې پوستو سره لاس لري او د هغوی په ډاډ په خلاف کاريو لاس پورې کوي.

د کابل ښار په شاه دوشمشېره زيارت کې فرخنده خپله يوې ډلې لنډغرو ووژله. دوی به د زيارت په شاوخوا کې ګرځېدل، دلته به زيارت ته ښځې راتلې او دوی به ورته مزاحمتونه کول، دا اوباشان مشخص دي، خو پوليس يې مخه نه نيسي.

د کابل ښار د يوه دولتي روغتون ډاکتر وايي، هره ورځ دغه روغتون ته دوه او درې داسې ټپيان وروړل کېږي، چې د کوڅه ډبو له لوري په برچو او چاقيانو وهل شوي وي.

د ولسي جرګې غړي وايي، ددې ډلو ډېری کسان نيول شوي هم دي، خو ددې پرځای چې په زندانونو کې اصلاح شي، تر هغه پخوا ډېر خطرناک انسانان ترې جوړ شي، هورې يې د مافيا له ډېرو غښتلو غړو سره ليدنه وشي او کارونه يې نور هم پراخه شي.

په دې اړه د کابل ښار د امنيتي مسوولينو په نظر اخستلو بريالي نشو.

6 thoughts on “محور ورځپاڼه: په کابل کې د کوڅو لنډغر د ښار امن ګواښي”
  1. دشار امنیت دی هغه طالبانو ته په لاس ورکری چه ددولت سره یو زای شوی دی، تاسی بیا داسپی په دوربین کی هم ونه گوری.

  2. دغه خبره واقعیت لری، چی اوباشان او غله په کابل شار کی دیر شوی دی، 5 ورحی مخکی د کابل په اتم ناحیه کارته نو کی یو 22 کلن دکاندار چی نوم یی عصمت وو او نوی نامزاد شوی هم وو د بی رحمه کسانو لخوا ووژل شو ، باید پولیس په هکله جدی گامونه پورته کری.

  3. .دكنر دخلكو نماينده اوبه اولسي جركه كي د داخلي امنيت غري ليكنه ساده مه بولي .
    هغي ويلي جه يو تعداد بيكاره او أوبا شانو وسلي تر لا سه كري او دبو ليسو سره لاس لري باعث دبي أمنيتي كرخيدلي ..
    مكر زه ءي تأيد وم دا يو واقيعت دي
    زه ديو أمنيتي كار بوه به توكه خبل نظر داسي وراندي كوم .
    دا أوباشان او بيكاره اشخاص نه بلكه دا يو سياسي جريان دي جه تر شاه ددي جريان ديوي بوهي مافيا وي دلي لاس دي ..
    دا جريان نني نه بلكه به يو سيستماتيك شكل ديو دلي له خوا تنظيم شوى جريان دي جه دخبلو برنامو دناكامي به حالت كي دداسي عملو خخه به كته بؤرته كوي .
    ددي جريان اصلي عاملين او أجرا كونكي به أمنيتي اوركانو كي قبلاء تنظيم شوي او مادي امتيازات هم لري .
    زه ديو افغان بيا ديو أمنيتي اوركان دكار بوه به توكه به اوله درجه وزارت داخلي او وزارت امنيت دولتي ته او به دريمه كته كوري كي وزارت دفاع ته دخطر سكنال وركوم جه دا وباشانو، خنكه جه وزمي خور داولسي جركي غري هم ورته أشاره كري جه بو ليس ورسره همكار دي دايو واقيعت دي هغي به لفافة كي وويل مكر ما خه أظافكي او بر الا به دي وويل جه ددوي خخه جدي خطر موجود دي بايد أمنيتي اوركانونه بيدار أودّ مخنيوي به خاطرءي جدي أقدامات وشي.
    وزمي خور ويلي جه دي أوبا شانو وسلي تر لإسه كري .مكر زه داردوم او وايم جه تر لإسه كري نه دي بلكه ورته توضيع شوي دي .
    دا سازمان نني نه بلكه به دي سازمان دديره بخوا كار شوي او خاصه بوجه او سلاح ورته تهيه شوي .

  4. دمدنی ټولنو غړی چه اوس یی دفرخندی دقتل په تړاو هلی ځلی پیل کړی دی ، باید داسی موضوعاتو پام وکړی. داسی ګمان کیږی چه داکسان دشورای نظار دلنده غرو او په کورنیو چارو وزارت کی ددوی دلوی واکمنو کسانو سره لاس ولری. داکسان ټول پیژنی دوی زیاتره دپنجشیر او دهغو شاوخوا سیمو کسان دی ، نو په دی حساب خبره معلومه ده چه داڅوک حمایه کوی؟ دامرالله تش په نوم شین دی او که تور جریان دی په دی خبر دی او دازیاتره دهمدی جریان غړی دی .

  5. To Dr. Ghani and Dr. Abdullah

    The primary duty of a government is to protect the lives, honor and property of its citizens, everything else would be secondary duty like providing other services such as building roads, hospitals, schools and so on.
    The Afghan government has failed in protecting its people’s lives, honor and property from these thugs and gangsters hence it has lost legitimacy to govern.
    This culture of lawlessness, harassment and intimidation of the common people, looting, bullying was brought by the criminals groups well known to Afghans and has been re-enforced and promoted by Karzai’s corrupt regime. It must stop or the people of Afghanistan will stop supporting this government. The people of Afghanistan demand: Justice, rule of law, end corruption, get rid of these gangs and their supporters in the government bring peace and security. If Ghani and Abdullah are serious in governing this country they should not ignore these calls otherwise the history will judge them very harshly.
    Thanks

  6. دکابل ښار پولیس دی ټول برطرف شی او په ځای دی نوی تحصیل کرده پولیس راوړل شی. که چیزی له طالبانو سره روغه کیږی نو د کابل امنیت دی هغعوی ور کول شی. څکه چه هعغوی د خلکو په ټکولو کی ښه مهارت لری. وای چه داخلک سوټه مسلمان خلک دی. بیدون له سوټی نه به هیڅکله دلته امن رانشي

ځواب ورکول haqeeqat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *