طالبانو په شمال کې د ژمنۍ جګړې غځولو لپاره د کاپيسا په اله سای، تګاب او نجراب ولسواليو کې ټرېننګ مرکزونه جوړ کړي او منتظره قطعې یې همدلته دي.

يوازې په تګاب او اله سای ولسواليو کې د طالبانو شمېر تر ۷۰۰ رسېږي، چې صحرايي محکمې يې هره ورځ د خلکو پرېکړې کوي، له پرېکړو سرغړونکو ته په تازه فرمان کې د کور سوځول او له سیمې تبعید سزاوې اورول شوې دي.

وسله وال په هڅه کې دي، چې شمال ته د جګړې غځولو لپاره د کاپیسا ولایت له ستراتېژیک موقعیت استفاده وکړي.

ځایي اوسېدونکي ادعا کوي، چې له کاپیسا څخه د فرانسوي ځواکونو له وتو وروسته سیمه مستقیماً د جوړجاړي په اساس طالبانو ته پرېښودل شوه.

روان کال د کاپيسا تګاب، اله سای او نجراب ولسواليو ته د طالبانو ګڼ شمېر تازه دمي جنګيالي دننه شوي.

تګاب ته وسله وال د لغمان او نورستان له سرحدونو ور اوړي او په همدغو ولسوالیو کې په ټریننګ مرکزونو کې جنګي مهارتونه زده کوي.

د کاپیسا ولايت د چارواکو د معلوماتو له مخې دا مهال د کاپيسا په دوو ولسواليو (تګاب او اله سای) کې د جنګیالیو شمېر تر ۷۰۰ تنو پورې رسېږي، خو د حزب اسلامي پخواني قوماندان هم د ځایي ملېشو په ټولولو بوخت دي.

په سیمې کې یوې سرچینې محور ته ویلي، چې په تګاب ولسوالۍ کې دا مهال تر ۱۰۰ پخواني تنظیمي وسله وال فعالیت کوي.

ځايي خبريال محمد فايض محور ته وويل؛ په کاپيسا کې په دې وروستيو کې د حزب التحرير تبليغات هم پراخه شوي، خو یوازې طالبانو او پخواني قوماندانان وسله وال فعالیتونه لري.

د ولسي جرګې غړی اغاجان سنجاني وايي، نجراب هغه ولسوالي ده، چې تازه پکې د طالب جګړه مارو ليکې د پياوړي کېدو په حال کې دي :((د نورو کلونو په پرتله سږ ژمی داسې نه ښکاري، چې وسله وال فعالیتونه دې کم شي او د نا امنیو پېښې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.))

ځایي سرچینې وایي، اله سای، تګاب او نجراب ولسوالۍ د طالبانو په منتظره قعطو بدلې شوې دي :((پنجشېر، پروان، بغلان، کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو ته وسله وال له همدغو ولسوالیو ور اوړي او همدلته نظامي زده کړې کوي.))

پدغو ولسواليو کې د طالبانو صحرايي محکمې هره ورځ د خلکو پرېکړې کوي او که څوک له شويو پرېکړو سرغړونه وکړي، د تازه فرمان په اساس د کور سوځول او تبعید سزاوې ورکول کېږي :((څلور ورځې دمخه له کابل نه اله سای ته یوه سړي تښتوونکي ماشوم تښتولی و، چې تښتوونکی د طالبانو له لوري ونیول شو او د صحرایي محکمې د حکم په اساس اعدام شو.))

قومي مشران په کاپیسا کې د نا امنیو پراخېدو له وجې محلي اداره په بېغورۍ ګرموي :((په ۲۰۰۷ کال کې د تګاب او اله سای ۴۰ سلنه سیمې ایله د طالبانو په واک کې وې، خو سږ پکې د طالبانو د واک اندازه ۹۹ سلنه اټکل کېږي.))

خو د کاپيسا مرستيال والي عزيز الرحمن تواب دا تورونه نه مني او ادعا کوي، چې د تېرو دریو کلونو په پرتله په دغو ولسوالیو کې امنیت ښه شوی دی.

ښاغلی تواب هم مني، چې په طالبانو سربېره یو شمېر پخواني قوماندانان هم د ورانۍ په فعالیتونو کې ښکېل دي، خو نومونه یې نه اخلي.

One thought on “محور ورځپاڼه: په کاپیسا کې د طالبانو ټرېننګ مرکزونه”

ځواب ورکول اوشتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *