د کونړ پاڅون

د لشکر طیبه، حزب المجاهدین، د پاکستاني طالبانو تحریک او د شیګل، ناړۍ او غازي آباد ۲۰۰۰ وسله والو د دانګام ولسوالۍ د شینکي سیمې په کلیوالو برید کړی.

کلیوال مشر حاجي مزمل چې په دانګام کې همدا مهال له طالبانو سره په جګړه بوخت دی، محور ته د ټلیفون په لیکه وویل: ((په شته مهماتو ایله تر سهاره د طالبانو مقابله وکړای شو، ټول کلي او د مشواڼیو قوم په شینکي او سور کمر کې د طالبانو مقابلې ته راوتلي، ۲۰ طالبان وژل شوي، جګړه لا روانه ده، خوراکي توکي هم په خلاصېدو دي.))

پرون سهار وخته شپږ نیمې بجې پاکستاني او افغان طالبانو په ګډه د دانګام ولسوالۍ په شینکي او سور کمر سیمو کې پر کلیوالو پوستو برید وکړ.

دغه ډله ییز برید د کلیوالو د هغه اقدام په غبرګون کې کېږي، چې دوه میاشتې وړاندې یې له افغان دولت سره لاس یو کړ او له خپلې سیمې یې طالبان وشړل. دوی د ځان د حفاظت لپاره پوستې جوړې کړې او په برجورو کلاګانو کې یې مورچلونه نیولي دي.

طالبانو د ورځې په پیل کې یوه پوسته هم سقوط کړه، خو ناوخته کلیوالو بېرته ونیوه او پکې شته وسله وال یې په شا وتمبول، چې د دریو جسدونه هم ترې پاتې شوي دي.

کلیوال مشر حاجي مزمل چې همدا مهال په دانګام ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد په جګړه بوخت دی، بېګاه ناوخته محور ته د ټلیفون په لیکه وویل؛ په جګړه کې شل وسله وال وژل شوي، جګړه لا روانه ده، خو مهمات مخ په خلاصېدو دي.

حاجي مزمل د کونړ له ولایت مقامه د عاجلې مرستې غوښتنه وکړه او په وینا یې، که مهمات ورته ونه رسېږي طالبان به ټول کلی قتل عام کړي.

نوموړی وایي، وسله والو غوښتل د دولت د حامي کلیوالو کورونه وسوځوي، روغتیایي کلینکونه بند کړي او لویې لارې پرې وتړي، اما دوی یې مانع شوي دي: ((د پاکستاني طالبانو د تحریک، حزب المجاهدین، لشکر طیبه او د کونړ د دریو ولسوالیو افغان طالبان سره یو ځای شوي، چې له کلیوالو انتقام واخلي.))

له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پرضد ملي پاڅونونه وشول، خو د دولت د نه پاملرنې له امله دغه خلک له طالب سره په دښمنۍ اوښتي او د قتل عام وېره یې شته ده. په بېلابېلو پېښو کې پاڅونوال په نښه شوي، وژل شوي، ګواښل شوي او عامه لارې یې پرمخ تړل شوې دي.

په کونړ کې ازاد خبریال روهید الله محور ته وویل: ((تر ناوخته د تلفاتو شمېر شل تنه ښودل کېږي، محلي اداره له اسماره دانګام ته پر لاره د فرش شویو ماینونو له وجې سیمې ته زر نشي رسېدای. په لویو لارو کې هم ماینونه کرل شوي دي.))

په تېرو شپږو میاشتو کې کلیوالو د وسله والو د ظلمونو، ترورونو او تهدیدنو له امله په ناړې، دانګام او نورګل ولسوالیو کې پاڅونونه کړي. وروستی پاڅون د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې وو. دوی پدغو سیمو کې پوستې جوړې کړې او په سیمه کې یې د طالباني فعالیتونه مخه نیولې، چې د ختمولو لپاره پرې طالبانو ډله ییز برید کړی او تر بېګاه ناوخته جګړه روانه وه.

3 thoughts on “محور ورځپاڼه: په کونړ کې ولسي وګړي د طالبانو پر ضد جهاد ته راوتلي”
  1. که حکومت دوی ته مهمات او کومک و نه رسوی نو ښاغلی ریس جمهورچی پرون ناری وهلی هغه ددی لپاره وی چی خلګ په طالبانو قتل عام کړی .

  2. اصلي خبره دا ده چي أيا د افغانستان جگره يوه زرگري جگره ده او كه واقعا د ترهگري پر ضد جگره ده. كه په رشتيا سره د ترهگري پر ضد جگره وي همدا يي موقع دي. ولس انقلاب ته چمتو دي او ترهگرانو پر ضد، هغه ترهگران چي امريكه د هغو پر ضد افغانستان ته راغلي، راپورته شوي. ولس په خپلو إمكاناتو سره جگره كوي. لژه مرسته وسله او داسي نور شيان په كار دي او د نري ضد عناصر به وزپل شي. خو كه وسله او مرسته د دولت له خوا ور و نه رسيده، نتيجه يي معلومه دي. هغه دا ده چي اي آس اي او د دوي لشكر چي د جبهي له شا سخه مرسته ورسره كيژي، كلي به ونيسي، خلك به د جنرال حميدگل په دستور ووژني، كلي به يي وسوزوي، كلينيكونه او دولتي وداني او سركونه به له مينزه يوسي. دا هغه شي دي چي اي آس اي او پاكستان يي غواري. په دي مينز كي د دولت او امريكايانو رول به سه وي؟ د كرزي دولت عناصر چي أوس هم په دولت كي شريك دي، د هغوي هدف معلوم دي. هغه دا دي چي په پشتني ولايتونو كي چي په سرحد كي پراته دي، جگره وي، اقتصاد يي خراب ري او خلك يي بيسواده شي. ددي لپاره چي دوي په قدرت پاتي شي. أوس ولسمشر غني هم نيم دولت په لاس كي لري. پته به ولژيژي چي هغه سه كوي او د امريكايانو نيت سه دي. سره د دي چي امريكايان پاكستان ته نسبت افغانستان ته ترجيح وركري. معلومه به شي چي سه كيژي. هيله ده چي خلكو او ولس سره مرسته وشي تر سو چي د يوي لوي فاجعه مخنيوي وشي.

  3. ژوندی دی وی د کنړ با غیرته او ویښ ولس اوس باید چی ټول اولسونه د دوی نه زده کړه وکړی او خپل ځان او کورنی د دی پاکستان غلامانو څخه وژغوری .

ځواب ورکول zamary ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *